تر غږ چټکه الوتکه و ازمایل شوه

د خپريدو وخت: 13:42 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د یوې خبرپاڼې له مخې دا الوتکه د الوتنې په ۱۶مه ثانیه کې د یو ځواکمن اینجن د نه لګېدو له امله شنډه شوه.

د متحده ایالاتو هوایي ځواک په هغې ازماینې کې یو ځل بیا پاتې راغلی دی چې د یوې داسې الوتکې د الوزولو هڅه یې کوله چې د غږ له سرعت نه هم چټکه منډه وهي.

دې ته یوه ورته هڅه په ۲۰۱۱ کال کې هم نابریالۍ پای ته رسېدلې وه.

ټاکل شوې وه چې دا بې پیلوټه الوتکه له یوې بي ۵۲ ډوله الوتکې نه د غورځولو څخه وروسته د ارام سمندر له پاسه په یوه ګړۍ کې ۵۷۹۵ کیلو متره چټکه الوتنه وکوي. دا کچه د غږ د چټکوالي نه ۶ ځلې ډېره ده.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو د یوې خبرپاڼې له مخې دا الوتکه د الوتنې په ۱۶مه ثانیه کې د یو ځواکمن اینجن د نه لګېدو له امله شنډه شوه، او د ارام سمندر له پاسه ورکه شوه.

په اروپا او امریکا کې ګڼې څېړنیزې ادارې د داسې الوتکو د جوړولو په هڅو بوختې دي چې تر غږ چټکې الوتنې وکړي، خو بریالیتوب لا نه دی ور په برخه شوی.

که چېرته داسې یوه الوتکه جوړه شي چې د متحده ایالاتو د نابریالۍ الوتکې هومره چټکه و الوزي، نو د نیویارک او لندن واټن به یوې ګړۍ ته رالنډ شي.

دم ګړۍ عادي الوتکې دا مزل په نږدې ۸ ګړیو کې پرې کوي.

پانګوال د داسې الوتکو په جوړولو کې پانګونې ته ځکه لېواله دي چې دې سره د سوداګرو، او سیاستوالو ډېر وخت سپمېږې، او له همدې امله پتېیل کېږي چې دا الوتکې به ښې او په ډېر شمېر کې و پلورل شي.

تر ټولو چټکې مساپر وړونکې الوتکې، کانکورد Concorde ، چې د غږ له سرعت نه دوه برابره ډېرې چټکې الوتلې، په ۲۰۰۳ کال کې کېنول شوې.

د دې الوتنو د بندولو پرېکړه تر هغې ۳ کاله وروسته وشوه چې په کال ۲۰۰۰ کې د پاریس هوایي ډګر ته څېرمه د کانکورد Concorde الوتکې په یو خونړي سقوط کې تر ۱۰۰ ډېر وګړي ووژل شول.

اوس ساینسپوهان بیا په دې ارامه کې دي چې یوه تر غږ چټکه مساپر وړونکې الوتکه د نړۍ مزي لا پسې لنډ کړي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له دې ازمونې نه نورې موخې هم لري.

دوي تمه لري چې د یوې داسې چټکې الوتونکې ټکنالوژي د جوړولو سره به دوی د یو چټک توغندي په جوړولو هم لاسبري شي.

ځینو تمه ښودلې چې داسې یوه چټکه مساپر وړونکې الوتکه به ایله تر ۲۰۵۰ کاله پورې د مساپرو د لېږدولو لپاره هوایي ډګرونو ته کوزه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .