د بشرنوید کالم پښتونخوا: روژې د اختر په غوږ کې وویل

د خپريدو وخت: 14:57 گرینویچ - شنبه‬ 18 اگست 2012 - 28 زمری 1391

د نورو په مقابله کې پښتانه سخت روژه دار دي، لکه چې روژه فقط د پښتنو لپاره راغلې ده.

روژې خپلې کانې وکړې، لوږه کمه، تنده زياته، د ګرمۍ تباهي، د بازارونو د نرخونو ګراني، غرض دا چې له اسمانه هم امتحان او د ځمکې امتحان لا سخت ګران!

د نورو په مقابله کې پښتانه سخت روژه دار دي، لکه چې روژه فقط د پښتنو لپاره راغلې ده. د روژې مبارکه مياشت هم په اسمان کې موږ له ټولو نه اول وينو، د اختر زيرى هم موږ ورکوو، که پنجاب يې مني او که نه خو د روژې او اختر د مياشتې د ليدو ګواهي زموږ وي، ځکه خو پنجاب زموږ په اړه وايي:

رمضان جانڑی

تی پٹھان جانڑی

مانا: ''روژه پوه شه او پښتانه پوه شه''

پښتانه د روژې په اړه دا عقيده لري چې موږ پښتانه يُو، او روژه خوراک بې غېرتي ده، ثواب خو وروسته خبره ده، د ګناه او ثواب په اړه خو مو دا عقيده ده چې:

زه په ګناه او ثواب څه پوهېږم

په جنتي خاوره نهر ګرځمه

د روژې په يوه ماښامي هسې ځان سره فکر واخیستم. دا راته محسوسه شوه چې دا روژه فقط د غريبانو او بيا په ځانګړې د پښتنو غريبانو ده.

غريب خو هسې هم وږى وي، د پشکال د ګرمۍ روژه کې ور سره تنده سېوا ملګرې شي، نو څه ته چې لوږه تنده وايي هغه د غربت په مانا راځي.

"روژه پوه شه او پښتانه پوه شه"

بيا راته د روژې په دغه ماښام کې د غربت په مانا کې اختر راياد شو. دلته روژه هم د غريبۍ ده او اختر د غربت په ضد هغه عمل ته وايي لکه چې يو له لوږې مري او بل يې سر ته پراټې پخوي.

د روژې او اختر تر منځ غربت ودرېد، لکه د روژې د دوو پلونو تر منځ دانه!

روژه او اختر يو بل سره ډېر جخت او لنډ دي، نو د يو بل خبرې په اسانه اوري.

روژې د اختر په سپر سپر غوږونو کې وویل:

اختره پخېرراغلې! ته اکثر په ما داسې راشې لکه چې څوک په دښمن بلوسه کوي. خو زه د کودتايي سر لښکر په شان سره غوږونه غلې لاړه شم. ما دا خلک دومره وږي تږي کړي وي چې ۱۱ مياشتو کې يې ته وږې اروا مړولی نه شې.

زه چې د پشکال په کومه سخته ګرمۍ کې راغلې ووم. نو د ډېرو نيت راته ښه نه و. خو په پښتونخوا کې شکر دی پښتانه ډېر دي، په افغانستان کې دې خدای افغانان ژوندي لري، د هغوى خو يوه ورځ وړاندې سعودي سره پخوانۍ اړيکې لري.

دا تړون يې څوک د اُسامه په رشته کې وا نه چوي. که د پښتنو افغانانو لر او بر يوه سترګه ژاړي او بله يې خاندي خو ما ته د پښتو په سترګو ګوري، چار يې ښه کور يې اباد!

اختره!!

زه چې تا ته، ستا خرچکو ته ګورم نو خندا راشي. په تا پورې خاندم، ځان سره وایم دا ته څه ساده يې، په دې خلکو کې څه پاتې دي چې لا ته هم پرې په سيالۍ سيالۍ راغلې.

ما خو له دوى نه غوښې وړې دي، تش هډوکې پاتې دي.

اخترجانه!

سږ کال خو تا پورې داسې شنه خندا راغله چې تا ته ګورم نو وایم ده ته ګوره!!

زه تا ته لږ د دې روژه دارو حال وايم!

اختر خانه!!

دا هغه مخلوق دى چې د پورونو ډډ بډ دي. زما په نوم يې دومره پورونه کړي دي چې زه ورته حېرانه يم.

دا پورونه به څنګه ادا کوي. دا د دې روژه دارو هسې خپل حرص و، ګنې دوى خو ازلي وږي دي.

دا ځل ورسره تنده وه، نو وږي تږي وو، خو خپله لوږه يې په اوبو سړوله، دسترخوانونه به يې د هر څه نه ډک پاتې کړل، شربتونه به يې وڅښل، خېټې به يې پوکڼۍ کړې.

اوس هر څوک وايي چې موږ پوروړي شوو، ما بدناموي، زما خبره خو پرې د ټوپک ګزار لګي، ته دا خلک پوه کړه، ورته ووايه:

د خدای نېک بختو!!

چې تاسو په تشو اوبو دومره لوږه وژلی شئ نو بيا اوبه د خدای بلها!!

دا منم چې اوس په پېښور کې خېراتي اوبه هم نشته اوبه په بیه خرڅېږي.

اوس د پېښور اوبه په بیه دي

وږي خرڅوي په تږي دا اوبه

که اوبه ډېرې په بیه شي، د ډوډۍ نه خو بيا هم ارزانې دي.

اختر ګله!!

زه به درته د دې خلکو څه وايم، دا تا ته هم معلوم دي، ما ته هم!!

دوى شپيلۍ هم وهي او ستوان هم خوري، خو چې ژوند وي د دوى زموږ نه خلاصون ګران دی، او موږ د دوى په غاړه يُو!

او له بلې نه دې خبر کړم. دوى ستا اولنى ګهیځ ته بختور وايي، خو ماښام درته سپېره وايي او بيا ما يادوي، دوى په يوه کې هم نه خوشحاليږي، اوس دا خپل ځپلي پوروړي تا ته پرېږدم، خو دا مې واوره!

ستا د نوم نوې جامې به واچوي، په سرونو کې به لارې تازه کړي، سپېرو شونډو ته به دنداسې ورکړي، خو چې امام پسې ودريږي نو هغه ورته د کليز لمونځ نيت تکراروي، ځکه چې ستا د لمونځ نيت لکه د جنازې د لمونځ هېروي، بيا په اخره کې وايي!!

د امام په نيت مې نيت دی

دا هغه مسلمانان دي چې ټول عمر يې د خپلو لمونځونو نيت د امام په نيت کړی دی. که زما په خبره دې يقين نه راځي نو د اختر په بختور سحر يې په خپله وګوره.

په تلو تلو کې يې د يوې مياشتې د تعلق په رڼا کې يو خصوصي سپارښتنه کوم.

دا ډېر پوروړي، وږي تږي، بې کوره، په خپل وطن کې مساپر او کډه په سر خلک دي، ګزاره ورسره وکړه.

ته به ورسره درې ورځې تېروې، ما ورسره يوه مياشت تېره کړه، تباه برباد دي!

چې څه ورسره و، ما ترې جارو کړل، يوه مياشت يې تش خوبونه کړي دي، ټک کار روزګار يې نه وو. دوى په خوبونو زيات باور لري، فرق نه کوي که يې تعبير هر څه وي!

دوى ټوله مياشت لکه د ځانمرګو په خوبونو کې جنتونه ليدلي دي اوس ور سره ته ناکام وکړه.

زما دا کیسه خو د لوږې تندې وه، پرده پرې پرته وه، خو تا ته به هډو ټينګ نه شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .