د بشرنوید کالم: د پښتونخوا بې نتيجې غونډه

د خپريدو وخت: 18:04 گرینویچ - جمعه 24 اگست 2012 - 03 وږی 1391

د پښتنو بدبختي دا ده چې نهٴ يې جنګ نتيجه لرى او نه يې ننګ.

پښتونخوا کې د برق د کمښت په معامله کې اخر عوامي نیشنل ګوند د خپل اقتدار په اخري سلګو کې بيا په زوړ رباب پخوانۍ نغمه واړوله.

پښتنو سره د برق په نا روا لوډ شېډنګ کې زياتې کېږي.

پېداوار زموږ اختيار د بل

صوبې ته دې د برق ټول اختيار ورکړل شي.

پاکستان کې دا رباب هم ډېر زوړ شو او د دې رباب نغمه هم د دې سندرې په شان ده چې پخوا به سندرغاړو ويله.

''لاړ شه پېښور ته کميس تور ما له راوړه''

اوس پېښور کمیس پرتوګ، ټوپۍ دستار، پڼې څپلۍ، څادر هر څهٴ بدل کړي دي. هسې هم پېښور د تاريخ په اوږدو کې هډو خپل پوشاک نهٴ دی اچولی، په پردو جامو کې پردي ډهول ته ګډېدل دي. موږ د پردى ډهلونو په ژبه نهٴ پوهېږو او ځانونه مو په ګډا ستړي کړل، ګنې ګډا خو ډهول ته هله کېږى چې په ژبه خو يې پوه شي که نه.

دا هغه غلطۍ دي چې موږ يې نن سزا تېرو، جرم د بل سزا زموږ.

اوس موږ پردي جرمونه داسې قبول کړي لکه پردي جنګونو ته چې خپل جنګونه وایوو، د نړۍ د اسلامي ملکونو اسلام هم موږ ګټو، جهاد ته هم موږ بډې راښکلي دي.

او اوس پښتانهٴ د پنځو کلونو راهیسې پاکستانيتوب ګټى ځکه چې د پښتنو لويه ډله د ارواح ښاد پښتونستان نه را واخله د نازولي پښتونخوا پورې، ټوله لوبه او د لوبې استاذ او ايمان هر څهٴ بدل شوي دي.

په دغه بدلونونو کې د برق کمښت او لوډشېډنګ خلکو ته د ''صبرجميل'' په توګه وړاندې کېږي خو د ګرمې روژې سره د خلکو صبر تمام شو. د ورځې د ګرمۍ عذاب، د روژې هر ماښام اختر نه بلکې د کربلا مېدان شو او هم د پېشنمي د لاسه خلک ذرې ذرې شول. بله لاره نهٴ وه نو ځکه خلک لارو کوڅو، سړکونو ته را ووتل او د عوامي نیشنل ګوند د وزيرانو د غټو غټو لوحو عکسونه يې را غورځول او بیرغونه يې ورله وسوزول.

د ورځې د ګرمۍ عذاب له امله د روژې هر ماښام اختر نه بلکې د کربلا مېدان شو.

د مورده باد چغې راپورته شوې نو پښتنو مشرانو سره فکر پېدا شو چې په دومره نازک وخت کې د ولس دا احتجاج خو په را روانو وختونو کې زموږ په ګټه نه ٴ دى.

د عوامي نیشنل ګوند له خوا د برق په اړه په ټولو سياسى ګوندونو کې غونډې را وبلل شوې او دوی سره جرګه شول.

چې ورانه ده نو د خانه ده

د ټولو اختلافاتو او د مخالفو قوتونو د خبرو نه پس اخر هم د عوامي نیشنل ګوند له خوا رابللې شوې غونډه وشوه. د خلکو دا خيال و چې عوامي نیشنل ګوند به لکه د ايم کيو ايم غوندې سياسى مکر کې استعفاګانې ورکړى خو اوس وخت بدل دی، حالات بدل دى، د ۱۹۷۳ او ۷۴ زمانه نهٴ ده چې د بلوچستان د حکومت د جبرى برطرفۍ خلاف د پښتونخوا د نېپ او جمعيت مخلوط حکومت احتجاجى استعفا ورکړې وه.

اوس به عوامي نیشنل ګوند د صدر زرداري خلاف استعفا ورکوى؟ د داسې سړى په ضد به را پاڅى چې د پښتونخوا احسان یې ورله لکه د شګو د پنډ په سر ايښی دی؟ د شګو د پنډ نه به پښتانهٴ مشران سر څنګه پورته کوي؟

خو اخر پښتو ده. کهٴ سر پورته نه کړي د بندو شيشو بندو خونو یا کمرو نه بهر را و نه وځي نو غوږونو ته خو يې شور بيا هم ورسېد.

دا خو هغه زمانه نه ده چې خلکو شور جوړ کړو چې موږ اوږى یو نو د پاچا سلامت لور پوښتنه وکړه، دا خلق ولې چغې وهي؟ پاچا پلار يې ورته وویل دلته غله دانه نشته. لور ورته وویل دوى ته ووايه چې غوړې شکرې دې خوري.

عوامي نیشنل ګوند خو د برق په نشتوالي دا نه شي ويلى چې ډيوې، لالټينونه او موم بتۍ بلوئ.

لنډه اوږده دا چې عوامي نیشنل ګوند د خپلې زړې نعرې، زړې رشتې، زړو تقريرونو او وعدو په رڼا کې د سياسى ګوندونو غونډه راوبلله چې د لوډشېډنګ په معامله څهٴ لاره چاره راوباسى خو دا غونډه هم بې نتيجې لاړه ځکه چې

سپرلى بدل شو، خو دستور د خندا نوی نهٴ شو

ګل په ګلشن کې ولاړ، څیرې ګرېوان هغسې دی

په پاکستان کې د پښتنو برخه هم همغه ده لکه چې نهٴ وه، د برخو په غوښتو پسې مو خولې کچکولونه نيولي دي، ګنى اوس خو د کچکول هغه سړى هم خاورو له تلى دى، د برخو د غوښتو طريقې هم په سياسى توګه بدلې شوي دي.

خو پښتانهٴ په سياسى مروت او د وفادارۍ په مقابله کې دومره تېز دى چې په ډېران باندې پټى بايلى.

پښتانهٴ مشران چې د اسلام اباد نه مرور وو نو په مرورتيا کې یې هم نازولى پاکستانيتوب کې شېخ مجيب الرحمان ته وويل ''پاکستان مهٴ ماتوه'' په نوى نازولى پاکستانيتوب کې یې بهټو ته وويل ''د نوى پاکستان په خدمت کې درسره کار ته تيار يم'' او اوس خو لا د اسلام اباد او پښتونخوا ژړا او خندا يوه ده.

نو په ژړا ژړا کې د بجلۍ په معامله دا غونډه د ټولو نه ښهٴ طريقه وه. د دې مثال دا دی چې د پښتونخوا چارواکى وايي ''مار دې هم مړ نهٴ شى او سوباړى دې هم مات نهٴ شى''

ځکه نو دا يوه ورځ هم د پښتنو لپاره داسې بې نتيجې ده لکه څنګه چې یې ټول قامى تحريکونه څهٴ نتيجه نهٴ لرى.

د پښتنو بدبختي دا ده چې نهٴ يې جنګ نتيجه لرى او نه يې ننګ.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .