موسیقي او کولتوري وده

د خپريدو وخت: 15:19 گرینویچ - شنبه‬ 25 اگست 2012 - 04 وږی 1391

د زرګونو کلونو را په دې خوا موسیقي د کولتوري څرګندونو یو له اساسي شیانو شمېرل کیږي.

موسیقي او هنر د بشر له اساسي دندو ګڼل کيږي. بشر او هنر یو له بل پرته نه شي پاېدلای او تل خلک موسیقي په خپل ژوند کې د یو مهم عنصر په توګه ګڼي.

له اورېدو یې خوند اخلي او احساساتو ته يې ځواب ګڼي.

د زرګونو کلونو را په دې خوا موسیقي د کولتوري څرګندونو یو له اساسي شیانو شمېرل کیږي.

موسیقي د ټولو کولتورنو د ورځني ژوند یو له مهمو برخو څخه ده لکه په لمانځنو، مراسمو او نورو پروګرامونو کې چې په واقعیت کې روح ته د خوشالۍ او غذا مانا لري.

موسیقي د خلکو د ژوند یوه برخه ده. پرته له دې چې کوم مذهب، کولتور، قوم یا رواج په نظر کې ونیول شي، تل د مختلفو توکمونو په ژوند او کولتور کې ښکاره شوې ده.

که چېرې موږ د مختلفو هېوادنو توکمونو ته نظر واچوو نو وبه مومو چې موسیقۍ به تل خپل ځان ښکاره کړې وي او دا ښکاره دلیل کېدای شي چې موږ ووایو موسیقي زموږ د ژوند ښکاره او نه هېرېدونکې برخه ده.

موسیقي د خلکو د کولتور ښکارندوی

ډېری خلک په دې باور دي او پوهیږي چې موسیقي يې د کولتور ښکارندویي کوي او په پرمختیا کې یې مهمه ونډه لري.

کوم شی چې خلک یې له پامه غورځوي د موسیقۍ او کولتور، د موسیقۍ او بشر د فکر تر منځ نژدې اړیکي دي چې د بېلا بېلو هېوادونو د تاریخ او کولتور په پام کې نیولو سره ورته ځای ورکړل شوی دی.

د موسیقۍ په برخه کې یوې مطالعې چې هدف یې په دې پوهېدل و تر څو د انسان د مغزو موسیقۍ اړوند کړه وړه معلوم کړي جوته کړې چې “موسیقي د انسان په تېره بیا د ماشومانو او نوي زېږېدلو د ودې په لومړیو پړاوونو کې ډېر مهم رول لري، او پر دې سلا وشوه چې موسیقي له دوی سره مرسته کوي تر څو د خبرو کولو او ژبو زده کولو مهارتونه ته پرمختیا ورکړي”.

دا هم معلومه شوې ده چې موسیقي د مغز هغه برخه چې له حساب او شمېرنو سره کار لري روزي او دا برخه موزیک، ریاضي او ساینس ته یو ډول غبرګون ښيي. “البرټ انشټاین د خپل وخت یو نابغه بلل کېده ځکه ده په ماشومتوب کې سرېنده غږول زده کړي و او دا خبره د ده له خپلې خولې راغلې ده”.

د موسیقۍ ځینې ډولونه د مغزو حجرې هوسا کوي او وجود ته ارامتیا ورکوي چې دا د خلکو په ښه فکر کولو، له عصبي کېدو نه په لرې والي کې مهم تاثیر لري او سربېره پر دې دا ثابته شوې چې موسیقي د زده کوونکو په قابلیت تر څو ښې نومرې او نتیجې واخلي مثبت تاثیر لري.

موسیقي د یوې ټولنې د تېر او راتلونکي ښودنه کوي

دا په خلکو او حتی په نباتاتو او حیواناتو کې د موسیقۍ د اغېزو څو بېلګې دي.

دغه اغېزې په ګډه ښیي چې موسیقي د بېلا بېلو توکمونو او هېوادونو د ټولنو او کولتورنو په جوړونه کې لویه ونډه لري.

"لکه څرنګه چې موسیقي د بشر مغزو ته پراختیا ورکوي او په وده کې یې هر اړخېزه مرسته کوي، تر ډېره په یوه ټاکلې برخه کې د خلکو وده د موسیقۍ په ډول او دهغې په محتویاتو پورې هم اړه لري".

موسیقي د یوې ټولنې تېر څرګندوي، د ښې راتلونکي سره یې مرسته کوي او د اوسني کولتور ډولونه یې ښيي.

"افغانانو تل له خپلې موسیقۍ سره مینه ښودلې ده. "

نو له دې امله ډېره اړینه ده چې موسیقي جوړه او په مثبته توګه به د انسانانو په ودې سربېره د یوې ټولې د نباتاتو او حیواناتو په وده کې ونډه واخلي او موږ به د یوې با کولتوره او با دوامه ټولنې د منځ ته راتګ لپاره خپل مسوولیت تر سره کړی وي.

همدا ډول د نورو کولتورونو موسیقۍ په عنعنوي توګه په افغان کولتور کې مهم رول لوبولی دی.

دا د پیاوړي افغاني میراثونو په ښکاره کولو کې مهم عنصر بلل شوی او ضرورت یې د کولتور په مختلفو برخو کې لیدل کیږي.

افغان کلتورپه تېر کې موسیقي خپل د ورځني ژوند برخه ګرځولې وه، نڅا، د کیسو- افسانو او مذهبي دودونه، دا ټول د کولتور له موسیقۍ سره نژدې تړاو لري.

موسیقي په افغان کولتور کې ژورې رېښې لري.

په افغانستان کې لومړی ځل په ۱۹۲۵ کال کې راډیويې خپرونې پیل شوې چې یوازې د نارینه سندرغاړو سندرې یې خپرولې، خو په ۱۹۵۱ کال ښځینه سندرغاړو هم په ملي راډیو کې سندرې وویلې چې له نیکه مرغه د خلکو له کومې نیوکې او غبرګون سره مخ نه شوې چې بیا ورو ورو موسیقۍ پراختیا او وده ومونده.

افغانستان د بېلا بېلو قومونو جوړ هېواد دی چې په بېلا بېلو برخو کې مختلفې موسیقۍ غږول کیږي.

افغانان موسیقي خوښوونکي خلک پېژندل شوي او په دې هېواد کې یې یو شمېر تکړه او ښه سندرغاړي روزلي دي.

دا یوازې شفیق مرید نه و چې پرې نه ښودل شو سندرې ووایي بلکې دا د کولتور په پرمختیا او د ذهنونو پر ودې او انکشاف بندیز و.

د ۱۹۷۰ جګړو وړاندې هېواد د پرمختګ په لوري روان و او موسیقۍ ته اهمیت ورکړل شوی و.

زموږ نارینه او ښځینه سندرغاړي یو ځای راټولېدل او سندرې به يې ویلې، چې اکثره به په مهمو لمانځنو لکه اخترونه او نوي کال کې را غونډېدل او خپلو خلکو ته به یې د سندرو په وسیله د یووالي، سولې او مینې پیغام رساوه.

تېرو ۳۰ کلونو جګړې نه یوازې په موسیقۍ بلکې په ټوله کې زموږ په ټولنه ناوړه اغېزې لرلي دي چې زموږ د ډېرو ارزښتونه تر څنګ یې کولتور او میراثونو ته زیان واړاوه او زموږ نه یې هېر کړل چې موسیقي د افغانستان د کولتوري میراثونو ساتونکې ده.

د سپتمبر ۱۱ مې وروسته په دې اند و چې موږ به واتوانېږو بېرته خپل ویاړونه تر لاسه کړو، مګر په خواشینۍ سره په حکومت کې د وړ کسانو او احساس د نه شتون له کبله اوس موږ د دې پایلو زغمونکي یو چې سندر غاړي مو نه پرېښودل کيږي سندرې ووایي او د سولې، مینې او خوشالۍ پیغام خلکو ته ورسوي.

دا د دې مانا لري چې زموږ په حکومت کې غلط او نا وړ کسان ځای پر ځای شوي او موږ یې د ملت په توګه پایلې زغمو؟ د دې ترخه حقیقت نه بېل چې شفیق مرید پرې نه ښودل شوخپل کنسرت اجرا کړي، دوی نور واقعیتونه چې موسیقي د کولتور، ژبې او د نورو هېوادونو ته زموږ د بډای کولتور ښوونه کوي هم له پامه وغورځول.

افغانانو تل له خپلې موسیقۍ سره مینه ښودلې ده.

تر دې چې په ډېر سختو حالاتو او شرایط کې یې خپله موسیقي ژوندۍ ساتلې ده. ښه بېلګه یې د هرات د تېرې ورځې چې د کنسرت د بندیز پر وړاندې وشوه.

دا یوازې شفیق مرید نه و چې پرې نه ښودل شو سندرې ووایي بلکې دا د کولتور په پرمختیا او د ذهنونو پر ودې او انکشاف بندیز و.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .