ستاسې غږ: معلولين څرنگه پر ځان بسيا کېداى شي؟

د خپريدو وخت: 15:44 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391
افغان معلول

په افغانستان کې شاوخوا يو ميليون معلولين ژوند کوي

په لندن کې پارالمپيک سيالۍ د پنجشنبې له ورځې پيليږي.

د معلولو لوبغاړو لپاره له ١٩٦٠ کال څخه پيل شوې د دغو سياليو يو شعار ذهن، بدن او روحيه وه.

د لندن په سياليو کې د نړۍ له ١٦٦ هېوادونه څخه تر ٤٠٠٠ ډير لوبغاړي برخه اخلي چې د افغانستان يو لوبغاړى هم په کې دى.

"زۀ خپله معلول يم په افغانستان کې د معلول په توگه ژوند تر قيامت کم نه دى. لوى واړۀ، تعليم يافته او بې سواده ، ښځې او نر ټول په سپکه درته گوري. تر هغو چې د خلکو ذهنيت بدل نه شي معلولين په افغانستان کې فعاليدلاى نه شي او نه هم پر ځان د بسيا کيدو هيله لرلى شي."

زلمى لودين په برېښناليک کې

خپله په افغانستان کې د ځينو اټکلونو ترمخه شاوخوا يو ميليون معلولين ژوند کوي.

دوى د عادي ژوند له ډېرو اسانتياو محرومه دي خو له څه چې ډېر کړيږي هغه د خلکو چلند دى.

ستاسې غږ دا اوونۍ له تاسو اوري چې معلولين څرنگه د افغانستان او پاکستان په ټولنه کې فعاله برخه اخيستلاى شي او پر خپل ځان بسيا کيدلى شي؟

که نظر يا پوښتنه لرئ د تل غوندې د کلېکاږل برېنښاليک يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره په تماس کې شئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسو غږ خپرونه راديويي ، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه راليږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د بي بي سي کلېکاږل پښتو فيسبوک ، د بي بي سي پښتو ټيوټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا ايس ايم ايس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

په فيسبوک کې ځينې نظرونه

جاويد اوربل

كه څه هم د افغانستان اساسي قانون معلولين د نورو خلكو په شان بللي او په هرې برخې كې يې د ګډون اوكار كولو اجازه وركړې ، خو په اوس وخت كې يوې سروې ښودلې ده چې په ټولنيزو چارو كې د معلولينو پر وړاندې درې لوى خنډونه ولاړ دي . چې هغه دا دي :
۱-عا م المنفعه مركزونو او خدمتونوته نه رسيدل

۲-په ټولنه كې د عامو خلكو باور چې دوى وايي معلولين كار نه شي كولاى چې دا د معلولينو د كار كولو پر ظرفيت بد تاثير كوي او پر ځان يې بې باوره كوي .
۳- د افهام او تفهيم ستونزه چې كاڼه او ړانده هيوادوال ورسره مخ دي .
لومړى خو بايد د معلولينو دا درې ستونزې حل شي ور سره معلول خلك د سالمو انسانانو مرستې ، خواخوږۍ او ښه سلوك ته اړتيا لري . كه لږ مرسته ورسره وكړئ ، كه سمه لار ور وښيئ او كه ډاډګيرنه وركړئ او اجتماعي چارو ته يې وهڅوئ ، ډير امكان شته چې دا خلك له رواني مشكيلاتو څخه خلاص شي او د ژوند كولو نه خوند واخلي . خداې دې وكړي چې پاس درې ټكي حكومت ور حل كړي او دا نورې ستونزې يې خلك په نظر كې ونيسي او ښه چلند ور سره وكړي

نجيب الله داودزى مسعود:

بايد هغوى ته ( معلولينو ته ) د کار زمينه برابره شي.

جميله وردگ:

جنگ او توغنديو زموږ خلک معلولين کړي دي.

سيد خان شينوارى:

معلولينو او هغوى چې شهيدان شوي و وطن له روسانو خلاص کړ بايد له دوى سره حکومت او ولس مرسته وکړي بايد دوى نا اميده نه شي. موږ ټول وطنوال پر دوى فخر کوو دوى زموږ غازيان دي.

ستاسو ځينې برېښناليکونه

زلمى لودين

زۀ خپله معلول يم په افغانستان کې د معلول په توگه ژوند تر قيامت کم نه دى. لوى واړۀ، تعليم يافته او بې سواده ، ښځې او نر ټول په سپکه درته گوري. تر هغو چې د خلکو ذهنيت بدل نه شي معلولين په افغانستان کې فعاليدلاى نه شي او نه هم پر ځان د بسيا کيدو هيله لرلى شي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .