پېښور بيا د ترهګرو عملياتو شاهد

د خپريدو وخت: 16:28 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391

دا وخت په پېښور كې د ځمكني او اسماني دواړو افتونو وېره ده.

پېښور د روژې اواختر په احترام لږه شان ساه اخستې وه. دا د ترهګرو، ځانمرګو بریدونو او بمبار له خوا مهرباني وه ځكه چې اخر مسلماني خو ده كنه، ګنې نو ځانمرګو ته دا هم معلومه وه چې په روژه كې د جنت ټولې د روازې پرانیستې وي خو د هغه خيال دى چې زما لپاره هر وخت د جنت د روازه پرانیستې پرته وي.

اوس د يوې اوونۍ راهیسې پېښور بيا د ترهګرۍ تر وېرې لاندې راغلى دى او دا وېره ډېره شوې ده چې څه وخت به څه پېښه رامنځ ته كېدى شي.

دا وخت په پېښور كې د ځمكني او اسماني دواړو افتونو وېره ده.

د ځمكني افت د ترهګرۍ دی او په اسماني افتونو كې باران او سېلابونو خلكو له ژونده تنګ كړي دي.

دا وخت چې د ترهګرۍ كوم عمليات شوي دي په هغه عملياتو كې د ابدره چوك ځانمرګي حملې پېښور كې په تندۍ سره بدلون راوستى دى.

د بمي چاودنې د څېړنو لپاره د ايف بي ايي ټيم پېښور ته راغلى دى.

د دې نه نورې چاودنې، ځانمرګي بريدونه او د ترهګرۍ پېښو كې هر څه تباه شوي دي خو په ابدره روډ كې د يو اين ايچ سي ار پر ګاډي او کارکوونکو بريد سره د پېښور شكل او صورت بدل شو ځكه چې په دغه پېښه كې د مهمې ادارې ګاډي او كار كوونكي له منځه تللي دي.

خو د دې تاوان مرستندویه كارونو لپاره هم دى چې په پښتونخوا كې د يو اين ايچ سي ار د انتظاماتو لاندې كيږي.

په پاكستان كې چې چېرته هم په ډېرو پېښو كې يوه پېښه په بهرنيو ادارو د بريد په شكل كې وشي نو يوه زبردسته هنګامه جوړه شي.

په لويه سطح څړنیز رپورټونه څه د باور نه وي خو دلته د زخمي سركاري بيه د مرستې په نوم ۵۰۰۰۰ او د مړي نرخ د سركاري مرستې په شكل كې د يو لك نه د پنځو لكو روپو پورې دی.

پنځه لكه د باور دي، سركاري شهيد دى خو كه د زخميانو او شهيدانو د وارثانو نه مو پوښتنه وكړه نو هغوی ته اعلان شوې مرسته دومره په اسانه نه ور رسېږي.

د هغې لپاره نور زور غواړي او خلك په داسې پېښو كې دا حالات د نصيب په خانه كې اچوي او دا شعر د خپل نصيب لپاره وايي:

دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو

يو دښمن چې ووهو بيا بل وهو بيا بل وهو

د دوست او دښمن پته نه لګي، بيا هم خلك ژوند كوي او د ژوند په لاره لكه د مرګ په لاره تګ كوي.

پېښور د تېرو ۸ یا ۱۰ كالو راهيسې د سختې سزا سزاوار دى. د پردي جرم سزا خوري، موږ پردي جنګونه كوو، پردي جهاد ته مو بډې راکښلې دي.

پردي جرمونه قبلوو او بيا يې سزا تېروو.

دا اوسني حالات هم هغه پردي جرمونه دي چې موږ په كې برخمن پاتې يو او اوس يې سزا تېروو.

د بېلا بېلو سياسي فكر لرونكو او ورسره د مذهبي ډلو له خوا هم دا مشتركه رايې ده چې اوس موږ ته د دې جنګ نه را وتل پكار دي ځكه خو د علمي ادارو په ګاډو او كاركوونكو بريدونه هم ټول په شريكه غندي.

له دې نه وړاندې به يې ورته جهاد وایه خو چې په مذهبي ډلو هم ځانمرګي وشو نو دا معامله نوره نازكه شوه.

د دغه رنګ حملو له امله په مذهبي ډلو كې دننه اختلافات پېل شو.

د هغې اندازه د تورخم او چمن- كوټې د افغانستان د پولې په لاره د ناټو د اکمالاتي لارې د بندولو په احتجاج كې جمعيت علما اسلام ګډون نه درلود او دفاع پاكستان كونسل چې د ولسي او پوځي ادارې په اشاره كار كوي.

په هېواد كې يې يو لوى جنجال رامنځ ته كړ. د دغه رنګ پېښو په نتيجه كې موږ چې څنګه د مذهبي مسلكي اختلافاتواو تفرقاتو ښكار يو دغه شان د ترهګرۍ او ځانمرګي جلا کمپونه هم ځان ته عمليات دي.

یوې خوا ته د امريكا د سفارت له خوا د طالبانو، پاكستان او امريكا د مذاكراتو په دعوو كې د كاميابۍ خبرې راځي بله خوا په ابدره چوك كې د ايواين ايچ سي ار پر ګاډي ځانمرګى بريد د د ترهګرو دعملياتو ځان ته فكر څرګندوي خو په دغه پېښو د پښتونخوا د بېلو بېلو سياسي فكر لرونكو هم ځان ته نظر دى، مجموعي تاثر يې دا دى:

په پاكستان كې چې د ترهګرۍ په دغه رنګ عملياتو كې هر كله علمي ادارې يا بهرني په نښه كيږي نو د هغې بنيادي وجه دا وېره خپرول دي چې موږ اوس هم د ترهګرۍ ښكار يو او دلته غيرهېواديان په امن کې نه دي.

د دغه امدادي پیسو سند نشته او د كومو پیسو سند چې نه وي د هغې وهل، هضمول له هر څه اسان کار دی.

بايد چې د يو اين ايچ سي ار غوندې ادارې مرستندویه كارونو او فنډونو كې پاكستان په هر صورت شريک وي او دغه مرستي دې د پاكستاني ادارو په لاس کې وي يعنې مالي مرستې يې د بهر وي خو كار دې زموږ په لاس وي.

له بده مرغه د پاكستان هغه ادارو په بهرنيو مالي مرستو کې د ولسونو هغه كړمې او ستونزې هم هواري نه كړې. كومې مالي مرستې چې د جنګ ځپلو سیمو او ولسونو لپاره ټاكل شوي وو.

اوس په دې خبرو او غلا غلتو امريكا او د بهرنيو امدادي كارونو ادارې پوه دي چې موږ داسې جولۍ ته امداد اچوو چې هغه سورۍ ده او موږ يې هيڅ تپوس نه شو كولى چې پیسې چېرته خرڅ شوې او څه كارونه پرې ترسره شول؟

د دغه امدادي پیسو سند نشته او د كومو پیسو سند چې نه وي د هغې وهل، هضمول له هر څه اسان کار دی.

د دا رنګ پس منظر په صورت حال كې د پېښور دننه د ځانمرګو حملو او ترهګرۍ په عملياتو كې د يو اين ايچ سي ار غوندې ادارې په ګاډي بريد وشو او كار كوونكي يې ووژل شول.

يا نورو بهرنیانو ته په پاكستان كې خصوصاً په پښتونخوا كې مرستندویه كارونو كې خنډ اچول په ځان كې نور ډېر شكونه لري.

د خلكو د مجموعي تاثر په رڼا كې دا رنګ بريدونه په امريكا فشار اچول دي چې پاكستان ته دې د ترهه ګرۍ د ختمولو او د هغوى د شبكو په له منځه وړلو کې په مرستو كې زیاتوالی راولي.

پاكستان په دې لړ كې په خپله پخوانۍ روانه فارموله باور لري چې دلته تل په داخلي توګه د اقتدار اوږدول او نړيوال امداد ترلاسه كولو لپاره پاكستان خپل ولسونه وهلي دي، پردي جنګونه يې په بيه اخستي دي، د افغانستان جنګ ته يې دوام وركړى دى او د دې لپاره دا عقيده لري چې ګټه په تاوان كيږي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .