لمر څرک: د ملالۍ بشیر کالم: لوېديځ جنت نه دى

د خپريدو وخت: 16:34 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391

د نړۍ په هرکونج کې چې مسا‎پر وړونکي بېړۍ ډوبه شي، بده مرغه افغانان په کې وي. دوی په غربي هېوادونو کې د ښې راتلونکې په هيله د ځنګلونو مزلونه، د اوبو شپې او د غرونو سختۍ قبولې کړي وي.

خو له دې نه وي خبر چې ضرور نه ده چې په بهر کې به هر څه ګل او ګلزار وي، سختۍ او کړاونه به نه وي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د يو راپور ترمخه په ۲۰۱۱ کال کې افغانستان هغه هېواد و چې له بل هر چا يې ډېر وګړي بهر کې د پنا اخيستو په لټه کې و.

دا شمېره د ۳۶ زره کسانو څخه لا لوړه وه چې په نړۍ کې د پنا غوښتونکو اته اعشاريه څلور فيصده جوړيږي.

د برتانوي ګارډين ورځپاڼې د رپوټ تر مخه دا د ۲۰۱۰ کال په پرتله ۳۴ فيصده زياتوالی ښي.

ځينې خلک بهر ته د تګ لپاره معقول دليلونه لري لکه په هېواد کې ورته ور پېښ خطرونه او يا هم بهر کې د هغه يا يې د کورنۍ د غړي دنده خو ډېر يې په دې خاطر ځي چې له کليوالو سره سيالۍ پسې اخيستی وي، د بهر په اړه يې خوږې کيسې اورېدلي وي او فکر کوي چې خامخا به شتمن شي.

"هر کال بهر کې د پنا غوښتونکو شمېره له دې کبله هم زياتيږي چې دلته مېشت خلک خپلو خپلوانو ته سم حال نه وايي."

بهر کې مېشته کېدل بد نه دي خو خلک بايد په دې خبر وي چې غربي هېوادونو کې پيسې پر لارو نه راشنې کيږي او نه هم په کوڅو کې ډوډۍ را ځړيږي.

خلک مو په دې نه دي خبر ځکه خو د ځينې نورو اسيايي هېوادونو په څېر افغانان هم په دې باور دي چې که ښه ژوند دی نو په غرب کې دی او همدا وجه ده چې هر کال ګڼ شمېر خلک له هېواده ورځي او بهر کې د مېشته کېدو هڅې کوي.

هر کال بهر کې د پنا غوښتونکو شمېره له دې کبله هم زياتيږي چې دلته مېشت خلک خپلو خپلوانو ته سم حال نه وايي.

په غرب کې په خراب حالت کې اوسېدونکي د عام نظر خلاف دا نه شي ويلی چې د امريکا يا بل پرمختللي هېواد په شان ځای کې دې هم بد ژوند ولري.

ځان ورته بد ايسي. نتيجه يې دا شي چې وطن کې پاتې خلک له حقيقته نه خبريږي او لا ډېر بهر ته هوسيږي.

ډېر خلک پېژنم چې بهر ته د تګ لپاره قاچاقبرانو ته د پيسو پيدا کولو په خاطر يې په کلي کې د پلار نيکه هډوکي (ځمکې، باغونه) پلورلي وي. دوی يا خو د ډېرو پيسو ګټلو لپاره بهر ته ځي، يا هم د تربور سيالۍ نيولي وي.

غرب ته تلونکي ډېر خلک په لارو کې مړه شي او هغه چې هلته ورسيږي، په ګلونو يې هر کلی نه کيږي بلکې تر ډېره يې شپې د ستونزو په اغزنو بسترو تېريږي.

په ايټاليا کې مې ډېر داسې نارينه او ښځينه مسلمانانې وليدې چې په ډېر خراب حالت کې يې د سړکونو پر غاړه خیرات غوښت.

دوی به هم د خوږو خوبونو سره اروپا ته راغلي وو خو اوس دا ټول بې کوره وو او د بل رحم ته ناست وو.

"داسې خلک هم شته چي ۱۵، ۲۰ کاله يي وشي خو لا غېر قانوني اوسيږي او له دولته پټ ګرځي."

افغانان بهرته وتونکي هېوادوال تر ټولو بختور ګڼي. زموږ خلک دا ويني چې که له يوه کوره څخه يو کس هم په غرب کې خواري غريبي وکړي نو د ټول کور اقتصادي وضعه يې ښه وي.

دوی په دې نه وي خبر چې بهر ته تللی هر سړی د پاچا ژوند نه لري او يوازې يو نيم داسې وي چې رسمي وظيفه ولري په ارامه يوه ګوله ډوډۍ پيدا کولی شي.

دلته ډېر خلک په لومړيو کلونو کې د سمو قانوني اسنادو د نه درلودلو له کبله په پټه درانه کارونه کوي.

که د کار اجازه هم واخلي نو ډېر شمېر يې د تعليم د نشتوالي يا کموالي له وجې رسمي آسوده کارونه نه شي پيدا کولاي.

زموږ زيات خلک په خپل کلي کور کې په ځينو خواريوو مزدوريوو شرميږي خو په نورو هېوادونو کې ډېر د کښته کچې کار چې په افغانستان کې ورته په درنه سترګه نه کتل کيږي، کوي.

داسې خلک هم شته چي ۱۵، ۲۰ کاله يي وشي خو لا غېر قانوني اوسيږي او له دولته پټ ګرځي.

زموږ خلک په خپلو کليو کې د ځينو بدو رواجونو څخه هم تنګ دي.

که غرب ته ولاړ شي نو په دې خوشاله وي چې څوک کار نه پرې لري، خپل ژوند پر مخ بيايي او د بيان ازادي لري.

"دلته ژوند ډېر مصنوعي دی. هر سړی د ماشين په څېر دی. که ښځه ده که نر بايد د ژوند د موټر چلولو لپاره کار وکړي. داسې نه ده چې يو يې ګټي ۱۰۰ يې خوري."

د داسې يو چاپيريال پيدا کول بده خبره نه ده خو دا په دې مانا هم ده چې زموږ خلک پرمختګ خوښوي خو په غرب کې او په خپل وطن کې د بدلون راوستلو پر ځای ورته دا اسانه ښکاري چې بهر ته ځان وباسي.

د ټولنيزو معلوماتو د شريکولو پر وېب پاڼو، ټوېټر يو افغان په دې حيراني ښوولی وه چې ډېری امريکايان په اسيايي هېوادونو کې د کار په لټه کې دي.

دا په دې مانا چي زموږ خلک داسې فکر کوي چي په غرب کي بې کاري هيڅ امکان نه لري حال دا چې هغوی په خپله زموږ اسيا ته ځي خو موږ د دوی د خاورې وږي يو.

په غربي هېوادونو کي ژوند دومره سخت کېداي شي چي زياتره خلک د ذهني ارامۍ لپاره بديوو ته مخه کړي او بېرته ځيني راګرځېدل اسانه نه وي.

دلته ژوند ډېر مصنوعي دی. هر سړی د ماشين په څېر دی. که ښځه ده که نر بايد د ژوند د موټر چلولو لپاره کار وکړي. داسې نه ده چې يو يې ګټي ۱۰۰ يې خوري.

د خپلې کورنۍ غړي هم د کار د ډېروالي او د دوی د کار د وختونو د توپير له وجې ژر ژر او هر وخت يې چې زړه وغواړي سره نه شي کتلاي.

زما په نظر کار کول ښه خبره ده خو د افغانستان له کليو څخه تلونکو خلکو ته به خامخا دا عجيبه وي او د ځان عيارول به ورسره اسانه نه وي.

لنډه دا چې پر سختو لارو خپل ژوند په خطر کې اچول، وطن کې خپله يوه ټوټه ځمکه خرڅول او يا هم نورې سختۍ ګالل بهر کې د ښه ژوند په نيم ژواندې هيلې نه ارزي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .