د افغانستان راتلونكى وژغورئ

د خپريدو وخت: 14:58 گرینویچ - سه شنبه 11 سپتمبر 2012 - 21 وږی 1391

د ډاکټر نجیب الله له واکمنۍ وروسته په کورنیو جګړو کې د کابل ښار ټوله هستي نیسټی شوه

د كابل ښار د ډاكټر نجيب الله خان له واكمنۍ وروسته د يوې لسيزې كورنيو جنګونو له كبله يوې لرغونې او ويرېدونكې ماڼۍ ته ورته و، خو اوس له دې جګړو وورسته دغه ښار چې ټوله هستي يې نيستي شوې وه، د نړيوالې ټولنې په مرسته په لږه موده كې نوې بڼه خپله او د دې بوډا ښار جوله د يوه ځوان ښار په څېر را څرګنده شوه.

په غرونو كې راګير د دغه ښار ښايست د ننداره كوونكي په سترګو كوډې كوي، ته به وايې چې د اسمان ستوري يې لمنو ته راكوز شوي..... او مازيګر بيا د ګڼو ځوانو ماڼيو هېندارې د لمر په وړاندې لكه په مازيګر كې پر ګودر ولاړه كليواله پېغله، چې ګڼ كميس يې بې واره لمن ـ لمن ځلاوې شيندي.

ډېرى هغه كسان چې سترګې يې د ډالرو له حرصه ډكې دي، دا ښكلا د نړيوالو ستره لورينه ګڼي، مګر هغوى په دې نه دي خبر چې د دغو ښكلو ماڼيو په هسكو او ښكلو ديوالونو او رنګينو ستنو كې د هېواد د راتلونكي نسل د ځوانو مټو او د اوس وخت د ماشومانو له درنې ستړيا ډك زګيروي ښخ دي!

هغوى د نازك بدن، خپلې پاكې وينې نښتيځي او په رڼو خولو او تنكيو ګلاليو لاسونو د دې محلونو توكي د يوه فنكار په څېر سازوي.

كه څه هم پر دې هېواد په تېره لسيزه كې په ميليارډونه ډالر ولورول شول، خو يوازې د څو كسانو په جېبونو كې غيب شول

كه سهار وختي د كابل له ماڼيو سترګې په روان موټر كې پر لاره پليو روانو هغو ماشومانو ته واړول شي، چې له خپله كوره، خوبولې سترګې مړه او واړه قدمونه د كار پر لور رهي وي، ښايې د دغو خيرونو ماشومانو چې په څنګ كې يې د بستې او كتابونو پر ځاى وچه ډوډۍ وي، څوك خبر نه شي، خو دوى ټول هغه ځاى ته روان دي چې د خپل ماشوم تحمل شوي فن د اظهار لپاره هر سهار په پنځه بجې ورځي او ماښام پر اووه بجې خوله خوله كورته په داسې حال كې ستنېږي چې په خاورو ككړ مخ باندې د بې وسۍ او ستړيا له سوبه د اوښكو نرۍ ليكې معلوميږي او له لوږې يې تنكي لاسونه پر تشو نيولي وي، ښايي اجمل خټك همدا صحنه ژړولې وي:

ربه

ستاد جنت له نعمتونو نه ځار

زه درته وږی په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دغه لړمان ژاړم

دلته د ګېډې دوزخ تش ګرځوو

هلته شو ستا د دوزخونو خشاک

دلته د دغو قصابانو خوراک

هلته د هغو ښامارانو خوراک

نه مو ځان تور کړو او نه سپين پاتې شو

نه د دنيا شو نه د دين پاتې شو (اجمل خټك)

د كار د نړيوالې ټولنې د رپوټ له مخې يوازې كابل ته څېرمه ۵۶په سلو كې د خښتو كارگران ماشومان دي

دا د هېواد د همدغمو بچيانو د زړه خاموشه اواز دى چې اوس په وړوكې سينه كې د ګرداب غوندې تاوېږي، خو كه د دې ماشومانو اوښكې پاكې نه شي، نو دا ګراداب د دې امكان رامنځ ته كوي چې د دې ماشوم له لوېدو سره دا ګرداب د سمندر د درياب غوندې، نهنګونه او سترې بېړۍ په ځان كې راتاوې او تل ته كړي، ښايي د فرايډ نظريه دلته ښه مصداق شي چې، عقدې له ماشومتوبه پيدا او روزل كېږي.

كه چېرته لويان هاغه عاطفه چې له ماشومانو سره يې فطري لري، همداسې په فطري ډول ونه ښيي، په راتلونكي كې د لويې غمېزې وېره شته، ځكه دا اوس اوس زموږ د هېواد ډېرى ماشومان په خوارځواكۍ (وچمورى، كليواله اصطلاح) اخته دي، يوې وروستۍ څېړنې له مخې شاوخوا ۲۹ په سلو كې ماشومان له دغه ناوړه حالته ځوريږي.

خو د كار د نړيوالې ټولنې د رپوټ له مخې ( ۲۰۱۱ع كال د اگست) يوازې كابل ته څېرمه ۵۶په سلو كې د خښتو كارگران دي او د المان د فريډريش ايبرټ د بنسټ او د افغانستان د كاركوونكو د ملي اتحاديې له خوا د تېر كال په چمتو شوي رپوټ كې ۵۰ زره ماشومان چې عمرونه يې له ۵ څخه تر ۹ كلونو پورې دي، كابل ښار ته نژدې د ده سبز په سيمه كې د خښتو د پخولو په بټيو كې په شاقه كارونو بوخت دي، ژغورولو ته اړتيا لري،همدا حالت د هېواد د ماشومانو وضعيت ښه څرګندولى شي.

دا د كابل ښارته نژدې هغه بټۍ دي چې هر ورځ يې تور لوګي په اسمان كې كړۍ كړۍ تاوېږي او د ماشومانو په زور جوړې له خټو خښتې يې په سينه كې د اور په زور پخيږي.

ماشوم يوازې مينه پيژني، هغه ته كركه وركول، د ګل په پاڼو سكروټې شيندل دي، چې داغ به يې تر رژېدو پاتې وي،

په دغو بټيو كې ۵۶ په سلو كې كارګران هغه ماشومان دي چې عمرونه يې د ۱۸ كلونو څخه كم او ۵۸ په سلو كې يې هلكان او ۴۲ په سلو كې يې نجونې او په پاتې ۴۷ سلنه نورو ماشومانو كې چې عمرونه يې د ۱۴ كلونو يا له هغې څخه كم دي ۳۳ په سلو كې هلكان او ۱۴ په سلو كې يې نجونې دي، چې زياتره ماشومان يې د ۷ او ۸ كلو تر منځ په كار پيل كړى او په ۹ كلنۍ كې تقريبا ۸۰ په سلو كې كار ماشومان پر مخ وړي او د كار ورځنى عايد ۱۷۹ يا ۲۷۸ افغانۍ وي او د دې ماشومانو له ډلې يوازې ۱۵ په سلو كې ښوونځي ته ځي، چې هغه هم له سخت روحي فشار سره مخ دي.

كه څه هم پر دې هېواد په تېره لسيزه كې په ميليارډونه ډالر ولورول شول، خو يوازې د څو كسانو په جېبونو كې غيب شول، مګر د ماشومانو په برخه كې چې د هېواد راتلونكى جوړوي، سره له دې چې پام ونه شو، بلكې له دې سره د ماشومانو ژوند نور هم له خطره سره مخ شو او د ټولنې راتلونكى يې له ننګونو ډك كړ.

هغه كورنۍ چې له غريبۍ كړېږي او ګلالي ماشومان يې چې تر ډېره د طبيعيت لوبو، درس، ښو خوړو، ارام ته ضرورت لري، د نادارۍ له كبله د بډايو د محلونو جوړولو لپاره دي، ښايي سيف الرحمان سليم همدغه حالت ليکلي وي:

ډېرو جونګړو ته دې اور ورته كړ

چې خپل محل ته دې رڼا را وسته

كه څه هم د پوهنې وزارت وايي چې د هېواد شاوخوا اووه ميليونه وګړو ته يې د درس ويلو زمينه برابره كړې ده، خو په دغو وګړو كې داسې ښكاري چې د ماشومانو برخه هغه ماشومان دې چې لږ تر لږه يې اقتصاد پياوړى دى، مګر دا وخت د څېړنو له مخې په افغانستان كې ۷۰ په سلو كې كورنۍ له زړه بوږنوونكي او له كم عايد سره مخ دي.

د دغسې كورنيو واړه او زاړه اړ دي چې د كورنۍ لپاره نفقه برابره كړي، خو په دې كې زيات له كړاوه ډك هغه ماشومان دي چې له دغسې كورنيو سره تړاو ولري، د دغو ماشومانو ډيرى يې په درنو كارونو بوخت دي.

"كه څوك له افغان هېواد، افغان انسان سره مينه لري، له همدې ځايه د هغه مينه پيلېږي"

د دغو ماشومانو په اړه يوازې دا اندېښنه نه ده چې دوى سخت کارونه كوي، بلکې د جنګ د دوام لپاره همدا ماشومان د جنګ ليکو ته په لېوالتيا سره جذبيږي او بيا هم همدا ماشومان دي چې دغه محلونه د يوه ښه محفوظ سنګر په توګه وكاروي او خپل هغه غچ او عقده چې د ټولنې له ناخوالو يې په نصيب رسېدلې، بېرته واخلي.


خو په ټوليز ډول د هېواد ډېرى پلرونه د ماشومانو په اړه هغه مسوليت چې په اخلاقي ډول يې په غاړى دى نه دى تر سره كړى، له بده بخته داسې پلرونه شته چې له دا ډول بې وزله ماشومانو څخه د مخدره توكو په قاچاق، غلا، كيسه برۍ ، سوال كولو، د لارې پر سر په ګردجنه فضا كې د خوراكي توكو په پلورلو، په ګڼه ګوڼه كې د موټرو د ښېښو په پاكولو او له دې لارې د پيسو په ترلاسه كولو او نورو ناوړه اوغيرانساني چارو كې ګټه پورته كوي.

د دې ډول كارونو علتونه ښايې ډير وي، خو په هره برخه كې يې ماشومان اړ كړي چې د دوى د نازك بدن له توانه وتلو كارونو ته يې مخ واړوي.

كه څه هم دغه ياد موارد يوازې په كابل چې د هېواد پلازمينه ده، پورې اړه لري، خو د نورو ولايتونو او لرو پرتو ولسواليو په اړه دا كچه څو چنده لوړېږي، ځكه په هغو سيمو كې چې تر ډېره په لسو كلونو كې د جګړې كرښه پاتې شوې، ماشومانو له سخت روحي كړاو سره مخ دي.

هلته له نجونو د پېغلتوب لوى ارمان چې د ژوند د ملګري لپاره يې هره شپه د زړه مراندې خوږې خوږې وتخنوي، د ځېنو جوارګرو پلرونو له خوا په ماشومتوب كې لوټل كېږي، ډېرى نجونې د سَلم په نوم د كوكنارو په جوراګرۍ كې په دوه كلنۍ او درې كلنۍ كې د بوډا په بخت رسېږي.

هغه كورنۍ چې له غريبۍ كړېږي او ګلالي ماشومان يې چې تر ډېره د طبيعيت لوبو، درس، ښو خوړو، ارام ته ضرورت لري، د نادارۍ له كبله د بډايو د محلونو جوړولو لپاره دي

د كليوالو سيمو ماشومان چې تر ۱۲ كلنۍ پښه واړوي، نور نو اړ دي چې د پنجاب او يا تهران محلونو لپاره په څاګانو، كروندو، كانونو، د كوڅو په كثافت ټولولو، په ګند او ويالو كې د پلاسټيك په ټولولو كې خپلې رڼې خولې، لكه سپينې جامې تورې او تويې كړي.

په دې اړه له نړيوالې ټولنې او دولت څخه د كار كولو تمه له مرغيو پۍ غوښتل دي، خو لږ ترلږه د ټولنې وګړي د خپل وجدان له مخې دې اخلاقو ته ژمن پاتې كېدل تر ډېره د همدغو ماشومانو پر سرونو د ترحم لاسونه را تېرولى شي.

د ټولنيزو اخلاقو په دندو كې راځي چې د كلي، كوڅې ، ولسوالۍ او د ښار ماشومانو ته د زړه له تله د خپل ورور، زوى په سترګه وكتل شي، د هغه ننګه وشي، همدا ننګه ده چې هېواد مو له راتلونكې درنې غمېزې په امان كې كولى شي.

ماشوم يوازې مينه پيژني، هغه ته كركه وركول، د ګل په پاڼو سكروټې شيندل دي، چې داغ به يې تر رژېدو پاتې وي، هغه د نړۍ له ټولو نفرتونو او تعصبونو پاك او سپيڅلى دى، ماشوم كه هر چېرته دى ، ماشوم دى، ماشوم چې هر چېرته خاندي او ژاړي، دردونه او ښادۍ يې سره ګډې دي، هغه تل د هر چا په خوښي خاندي زړه يې وي، چې د هرچا په واده او خوښۍ كې ګډ شي، دا ځكه چې هغه قوم، هېواد، ژبه نه پېژني، يوازې مينه ده چې موسكى يې ساتي، او كركه ده چې پر مخ يې بې واره اوښكې بهوي:

ماشومان كه د مشرق كه د مغرب دي

د خندا او د ژړا انداز يې يوى دى

كه څوك له افغان هېواد، افغان انسان سره مينه لري، له همدې ځايه د هغه مينه پيلېږي، له همدې ځايه د هغه خپلوي اړيكه نيسي، له همدې ځايه هغه خبرو ته د عمل جامه وراوغوندي، د هېواد هر بچى دې د خپل ورور، زوى، خور ، خورځې او لور غوندې په غيږ كې ونيسي، پر مخ دې مچو كړي، مينه دې وركړي، هغه دې د عقدو له ناوړه بريده وساتي، ځكه دا بريد د افغانستان پر راتلونكى بريد دى، نو راځئ د افغانستان راتلونكى وژغورو.

د دې ګلاب تندى په څه خوله دى؟

دا خو يو ګل دى څه مزدور خو نه دى

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .