لونګ د هميم جلالزي په قلم: له هنر او هنرمند سره زموږ چلند

د خپريدو وخت: 11:41 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

ريتا وږمه هم د افغانستان د نورو سندرغاړو او هنرمندانو په څېر ښه ژوند نه لري.

۴۸ کلنه ريتا وږمه د افغانستان د راډيو ټلوېزيون پخوانۍ سندرغاړې ده چې اوس يې د ځينو شخصي ستونزو او ناروغي له کبله له سندرو سره مخه ښه کړې ده او په ملي راډيو ټلوېزيون کې عادي ماموره ده.

ريتا وږمې شاوخوا ۲۸ کاله مخکې سندرو ته مخه کړې وه . دا د هغو ښځو په کتار کې وه چې د ټولنې او کورنۍ له مخالفت سره سره د خلکو په مخکې ودرېده او پر ستيج يې ورته سندرې وويلې .

ګلونه مې د زړه په غوړېدو راغلي دي

دردونه د هجران په رغېدو راغلي دي

د ريتا وږمې خاوند او يکي يو زوی پخوا په حق رسېدلي دي او اوس له خپلې يوازېنۍ لور سره اوسېږي.

په خپله اغلې وږمه د بډوګو ناورغي لري او وايي چې يو بډوګی يې بيخي له کاره لوېدلی او يو يې لږ لږ کار کوي.

ريتا وږمه هم د افغانستان د نورو سندرغاړو او هنرمندانو په څېر ښه ژوند نه لري.

اوس چې سندرې نه وايي اقتصادي حالت يې تر پخوا هم خراب دی او يوازې په ملي راډيو ټلوېزيون کې د خپل ماموريت په تنخوا ګزاره کوي.

ريتا وږمه شاوخوا ۵۰ سندرې لري، چې په هرو څو شپو کې يې له ملي راډيو ټلوېزيون څخه يوه سندره خپرېږي.

کېدای شي چې د اطلاعاتو او کولتور لوړ پوړي چارواکي به يې هم د سندرې پر مهال د ټلوېزيون پر پرده څېره ويني، سندرې به اوري او خوند به ترې اخلي، مګر داسې نه ښکاري چې کله دې يې هم د دغې سندرغاړې پوښتنه کړې وي .

ريتاوږمه چې يو مهال يې د افغانستان په دږدیزه ټولنه کې د هر چا تور وپور پر ځان منلی و او د ټولنې لپاره يې سندرې ويلې نن ورسره هغه ځواک نشته . ناروغي يې کړوي او د ژوند ستړو په مخه کړې ده .

دغه بېوزله هنرمنده هم زموږ د هغو هنرمندانو په کتار کې ده چې په وږې ګېډه به يې د دې ولس د خوشالۍ لپاره سندرې ويلې.

مورې پڼې مې راکوه ورپسې ځمه

ای مړه به شم

يار مې د زرګر په دوکان، ليدلی ما دی

د ريتا وږمې کيسه ما ته د افغانستان د افسانوي سندرغاړي خدای بښلي استاد اولمير ژوند رايادوي. يو چا راته کيسه کوله چې کله استاد اولمير ومړ، نو په کابل کې يې دومره ځمکه نه درلوده، چې دی مو په کې ښخ کړی وای..

د وخت حکومت هم دغه زړه سوی او خواخوږي و نه کړه، چې دغه افسانوي سندرغاړي ته چې خپل ټول ژوند يې د وطن ترانو ته وربښلی وو، پام وکړي. بالاخره استاد ګلزمان ورته په خپلو پيسو د قبر ځمکه واخيسته او خدای بښلی يې په کې خاورو ته وسپاره.

استاد اولمير هغه څوک دی چې نن سبا يې زموږ هره غونډه په دې سندره پيلېږي چې:

دا زموږ زېبا وطن

دا زموږ ليلا وطن

دا وطن مو ځان دی

دا افغانستان دی

دغه سندره يې هم زموږ د وطني مجلسونو د سندرو سرنامه ده:

وطن جنت نښان دی ګلان په کې کرمه

په ما له روحه ګران دی ګلان په کې کرمه

له هېواده سره د استاد اولمير مينه او د هغه دا رنګه مړينه چې د قبر ځای نه شي پيدا کولای هغه ټولې ادعاوې درواغ ثابتوي چې موږ د هنر قدر کوو او هنرمندان نازوو.

د استاد اولمير روح به اوس هم په قبر کې ناارامه وي، خو موږ يې له سندرو سره داسې چلند کوو لکه د هغه حق چې مو په ډېره ښه توګه ور په ځای کړی وي .

د مېرمن زرڅانګې کيسه به مو هم اورېدلې وي چې د لرې او برې پښتونخوا د هنرپروروه ! حکومتونو تر سيورې لاندې يې ژوند په يوه زړه خيمه کې تېرېږي.

يو وخت به قمرګلې ته د طلايي حنجرې سندرغاړې ويل کېده، خو زموږ د بې غورۍ له کبله د هغې طلايي حنجره هم په ډېرې ژړا ژړا خرابه شوې ده. د پردېس غمونو دل کړې ده او له موږ څخه هم په ژوند هېره شوې ده .

موږ عجبه ټولنه يو. پر مرغانو باندې تر هغه پورې رحم کوو چې د غوښې خوراک ته يې بهانه نه جوړېږي.

که سندرې راته وايي يا يې ښايسته رنګ او يا يې غوښه حلاله نه وي نو کېدای شي چې مرغه ساتو او يا ورسره کار پيدا نه کړو او که دا په کې نه وي نو بيا يې غوښه خورو.

موږ له خپلو هنرمندانو سره هم همداسې چلند کوو، تر هغه چې سندرې راته ويلای شي ، سندرې به وايي او زموږ محفلونه به تودوي خو چې سندرې نه شي ويلای نو بيا يې تشه پر بل چا ډکه کړو او دوی هېروو.

هنر د ټولنيز ژوند پر هره برخه اغېزه لري، خو د بدبختيو او بدمرغيو په مخنيوي کې د هنر پر ونډه هېڅوک سترګې نه شي پټولای.

د هنر په اړه لومړۍ خبره دا ده چې له تاوتريخوالي سره معکوسه رابطه لري . په يوه ټولنه کې د هنر عامېدل او زياتېدل تاوتريخوالی او تشنج راکموي.

بله خبره دا ده چې هنر او ټولنه له يو بل سره نه بېلېدونکي اړيکي لري، ځکه هنر له يوه نسل څخه بل نسل ته د اعتقادي، عرفي او فرهنګي مفاهيمو په لېږد کې مهم رول لري.دغه راز له ټولنې سره د هنر اړيکي د ماشومانو د روزنې په برخه کې ډېری جوتې دي چې تجسمي هنرونه په دې برخه کې ډېره اغېزه لري. په ټوله کې هنر له ټولنې څخه بېل مطالعه کېدای نه شي.

زموږ ټولنه او زموږ هنر

يوه افغان ټولنپوه ويلي و چې "افغانستان يو استثنايي هېواد دی" همدغسې يې ټولنه هم يوه استثنايي ټولنه ده. زموږ په ټولنه کې د ملايانو په اصطلاح ترتيب ساقط شوی دی.

دلته چلند د ارزښت له مخې نه کېږي بلکې معيار مادي اړتيا ده.

موږ نه له هنر سره د هنر په توګه چلند کړی او نه هم له هنرمند سره . له موږ څخه دواړه د پردي کېدو په حال کې دي او موږ د دواړو د پردي کېدو زيان ګالو .

تېرکال په کابل کې يوې مجلې د يوه بل افغان هنرمند کيسه چاپ کړې وه، چې د کابل پر واټونو باندې سوال کوي او داسې شپه به لږه وي، چې د هېواد له ملي راډيو ټلوېزيون څخه يې يوه سندره نه خپرېږي.

په دغسې يوه حالت کې موږ هېڅکله دا ادعا نه شو کولای چې موږ هنرپالونکي خلک يو او د هنر په ارزښت پوهېږو.

لږ تر لږه که عام خلک په دې اړه بې تفاوته دي، مګر افغانستان خو د اطلاعاتو او کولتور وزارت هم لري، چې د کار يوه برخه يې د هنر وده او د هنرمندانو له حال احواله ځان خبرول او د هغوی لاس نيوی دی.

خوشال بابا وايي:

نن د ښکليو د ديدن ننداره ګوره

او کنه ګانده به درشي ندامت

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .