ستاسو غږ: د اور لگېدا مخنيوي ته څومره پوهاوى شته؟

د خپريدو وخت: 10:13 گرینویچ - چارشنبه 12 سپتمبر 2012 - 22 وږی 1391

په نوره نړۍ کې د اور لگېدا پر مخنيوي ډېر کار کيږي.

د کراچۍ په يوې فابريکې کې د اور لگېدا له امله تر ١٠٠ ډېر خلک ووژل شول. دا لومړى ځل نه دى چې په پاکستان او افغانستان کې اور گڼ کسان وژني او لوى مالي تاوان اړوي.

په کابل، خوست، مزار شريف، پېښور او کوټې په گڼو مارکېټونو کې په تېرو کلونو کې اور لگېدلى دى.

د خلکو په کورونو کې د اور لگېدا انسانان وژلي دي.

په نوره نړۍ کې د اور لگېدا پر مخنيوي ډېر کار کيږي، په فابريکو، دفترونو، ښوونځيو او نورو ځايونو کې له اوره د تېښتې ځانگړې لارې جوړې شوې وي او مامورينو ته تل له اوره د ژغورلو چلونه ښوول کيږي.

"حکومت بايد هغو کارخانو او لويو مارکيټونو ته د پرانيستو اجازه ورنه کړي چې د بيړني حالت لپاره ځانگړې دروازې ونه لري او د اور وژنې لومړني وسايل په کې نه وي."

خان شينوارى

ستاسو غږ له تاسو اوري چې په افغانستان او پاکستان کې د اور لگېدا د مخنيوي پر لارو چارو عام خلک څومره خبر دي؟

د اور لگېدا د مخنيوي پر لارو چارو عام خلک څومره خبر دي؟

که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د کلېکاږل بي بي سي پښتو فېسبوک، د کلېکاږل بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپريږي، خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر څلور بجې کيږي، په خبرونو پيليږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ:۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلي فوني پيغام يا ايس ايم ايس لپاره دا شمېره وکاروئ ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

په فيسبوک کې ځينې نظرونه

سيد رحمن له خوست څخه:

بايد د اور لگيدو په برخه کې د عامو خلکو پوهاوى ډير شي او حکومت د اور وژنې چارې پياوړې کړي.

پرويز اعظم:

خدای دې په افغانستان کې داسې واقعې نه پېښوي ځکه چې مخنیوى يې سخته دى له دې کبله چې په افغانستان د هر برخې بودجې د مسولین په جیبونو کې وهل شوي دي البته دومره فعاله اور وژونې نشته

عمران خان شينوارى

خداى دې زموږ پاکستان په خپل حفظ او امن کې وساتي

خان شينوارى: حکومت بايد هغو کارخانو او لويو مارکيټونو ته د پرانيستو اجازه ورنه کړي چې د بيړني حالت لپاره ځانگړې دروازې ونه لري او د اور وژنې لومړني وسايل په کې نه وي.

احسان الله احمدزى: د حکومت له خوا بايد د اور وژنې سيستم اماره او تيار وي چې مخنيوى وکړي په مارکېټونو او تجارتي محلونو کې داسې لوحې بايد نصب کړي چې د اور لگيدنې د مخنيوي په هکله په کې پوره معلومات په پښتو، دري او انگليسي ژبو وليکل شي.

قدرت الله جمال: د اور وژنې مخصوص الات بايد اور وژونکي خلکو ته ورکړي خو مهمه دا ده چې د اور وژنې په چل بايد څوک پوى شي.

مبارک شاه: زۀ د برېښنا انجينير يم د برېښنا په حساب به درته ووايم چې بايد سيمونه، ټرانسفارمر او نور الات په سمو برقي اصولو سمبال شي. او داسې کس يې وکړي چې پرې پوهيږي.

لطيف بورگى: بايد ابتدايي معلومات خلکو ته ورکړل شي.

رحمت الله فایق دولت زئ: زما په اند په یادو هیوادونو کې د اور لګیدنې دغه څلور لاملونه کیدی شي:
۱.د سون د توکو د ساتلو او استعمال د مناسب او خوندي ځای نه انتخاب:
ډیرى خلک د سون د توکو څخه پیښیدونکی خطر ته توجه نه لري او هغه مهال یی ورته پام راګرځي چی کله اور ولګیږي. نو په دی خاطر چې یې د دې ناوړې پیښې د منځ ته راتګ څخه مخنیوی کړی وي نو باید د سون توکو د زيرمه کولو لپاره یو مصون ځای چی د اور د استعمال له ځای او یا هم له هغه ځای چې هلته حرارت تولید یږی لیری وي انتخاب شي.
۲.د سون د توکو او وسایلو نا درست استعمال:
په کورونو ،سرایونو او لویو مارکیتونو کی د سون د وسایلو درست استعمال ته باید جدي توجه وشي مثلا ډیری خلک غاز چی د اور لګیدنه او خپریدنه یی ډیر په کم وخت کی سرته رسیږي د سون د توکو په حیث استعمالوي، نو د استعمال طریقه یی باید استعمالونکي ته روښانه شي او هم یی ورته د نه توجه کولو په صورت کی د لو ی خطر چی حتی لوی ښارونه او سیمی هم په ځان کی رانغاړي د منځته راتلو سبب کیړی زده کړه ورکړل شي.
۳.د امني یا سیفټی د مقرراتو څخه نا پوهي:
په هر ځای کی چی اور استعمالیړی د اور وژنی پوره لوازم باید موجود وي د اورلګیدنی د مخنیوي لپاره د امنی مقرراتو تعلیم باید ورکړل شی او د اور استعما لونکي او د کورنیو غړي باید د اور لګیدنی په وخت د اور وژونکو وسایلو چی د اور خپریدو مخنیوی کوي استعمال باندی پوه کړل شي.
۴.د نادرست او غیر معیاری برقی سستمونو غځول او د برقی وسایلو څخه په نا درست ډول استفاده کول:
د برق د سستم د غځولو لپاره له دیزاین شوی تارونو څخه استفاده نه کیړي او کمزوري او غیر معیاري تارونه په کار اچول کیړي. کله چی پری ډیر بوج راشي نو د شارتی سبب کیږی اور لګید نه تری منځته راځي. او همدارنګه برقی وسایل هم په بی توجیی سره استعمالیږی چی له امله یی شارتي او اور لګید نه را منځته کیږي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .