لونګ، د هميم جلالزي په قلم: زموږ د ذهنيت توپير

د خپريدو وخت: 11:10 گرینویچ - جمعه 14 سپتمبر 2012 - 24 وږی 1391

اوس په قره باغ ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله د ښوونځيو شمېر ډېر شوی دی.

ښه خو دا چې د چا نوم په کې يادېږي

په فاني دنيا به نه وي ژوندی تل څوک ـــ خوشال خان خټک

د قرباغ ولسوالۍ د غزني له مرکز څخه نژدې ۵۵ کيلو متره سوېل لوېديځ ته پرته ده. د شنو ونو او ډبرينو غرونو دغه ولسوالۍ کې يو وخت د غزني د نورو ټولو ولسواليو په پرتله زيات کدرونه موجود ول.

نامتو ډرامه ليکونکی او د پوهنتون استاد ارواښاد بسم الله کمکی هم د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې د کابل- کندهار پر لويه لاره اباده کړې کلا يې اوس نژدې پر کنډواله بدله شوې ده.

د ده ليکلي اثار يوازې د ملي راډيو ټلوېزيون په ارشيف کې ما هغه وخت پيدا کړل، چې د مونوګراف لپاره په ډرامو پسې ګرځېدم.

په کور کې پاتې اثار يې ټول له منځه تللي دي. يوازې يو څو هغه شعرونه يې زموږ هنري تنده راماتوي چې بېلا بېلو سندرغاړو سندرې کړي دي:

او بسم الله جانه

خيالي بسم الله جانه

شال مې را واخله چې جوړه ګودر ته ځونه

او بسم الله جانه

د ناشناس دا مشهوره سندره هم د بسم الله کمکي شعر دی:

ګلبشرې راشه ګل مې واخله

نور مه شکوه ګل

دا دسته دې بس ده

"د شېراباد کلی د قرباغ په کچه يو له هغو کليو څخه دی چې ډېر لوستي کسان لري او دوی تر ډېره هغه کسان دي، چې د حاجي صفرالدين کاکا په هڅو او قربانۍ يې زده کړې کړې دي او د هغه په هوټلګوټي کې به يې وړيا شپې کولې."

نور مه شکوه ګل

غزل ستوری استاد محمد صديق پسرلی هم په همدغې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. قرباغ ډېر نور دغسې کدرونه هم درلودل، چې د ډېرو يې يوازې يو څو اثار اوس پاتې دي.

کله چې د قرباغ د دغسې کدرونو يادونه کېږي نو ورسره ځينې نور علم دوست خلک هم د سړي ذهن ته رسېږي.

۴۰ کاله وړاندې په دغې ولسوالۍ کې هم د افغانستان د نورو سيمو په څېر د ژوند امکانات ډېر محدود ول. سړک نه و، ګاډي نه و، د تګ راتګ نور وسايل نه و او د خلکو د ژوند شرايط هم ډېر خراب و.

خو هغه مهال د امکاناتو له نشتوالي سره سره داسې خلک هم و چې د ماشومانو ښوونې او روزنې ته يې دومره پام کاوه چې اوس يې بېلګه نه شو موندلای.

هغه مهال په قرباغ کې ښوونځي هم ډېر محدود ول او د سيمې ډېر ماشومان به د قرباغ د ولسوالۍ په بازار کې موجودې ليسې ته راتلل، چې اوس د سلطان محود غزنوي په نوم يادېږي.

د قرباغ د ولسوالۍ شمال لوېديځ ته د شنو غرونو په لمنه کې يو کلی دی، چې شېراباد نومېږي. د شېراباد تر شا د غزني مشهور څړ ځای، ناور پروت دی.

د عبدالله مقري دغه ولسي سندره ناور راته سم مجسم کولای شي:

د شين خاليو نجونو غږ دی بر ګودر ته

راغلو کوچيان بيا کډې ناور ته ــ راغلو کوچيان

شېر اباد د قرباغ د ولسوالۍ له بازار څخه شاوخوا ۲۰ کيلو متره واټن کې پروت دی او يو مهال په دغه کلي کې د حاجي صفرالدين په نوم يو تن اوسېده.

دی په خپله لوستی نه و، خو له پوهنې او ښوونځي سره يې بې کچې مينه له دغې جملې ښکارېده، چې د يو چا خبرو به خوند ورکړ نو ويل به يې:"داسې ښکلې او خوږې خبرې کوي لکه فاکولته چې يې ويلې وي".

ده د قرباغ په بازار کې يو هوټل يا سماوار د دې لپاره جوړ کړی و، چې د کلي هغه ماشومان يې په کې شپه وکړي، چې د قرباغ ولسوالۍ بازار کې به يې ښوونځی لوست.

دغه سماوار يا هوټلګوټی په اصل کې د هغو کليوالو ماشومانو شپه غالی يا ليليه وه، چې نه يې په بازار کې د اوسېدو لپاره پيسې درلودې او نه يې هم له کوره تر ښوونځي پورې د تګ راتګ لپاره وسايل.

د شېراباد کلی د قرباغ په کچه يو له هغو کليو څخه دی چې ډېر لوستي کسان لري او دوی تر ډېره هغه کسان دي، چې د حاجي صفرالدين کاکا په هڅو او قربانۍ يې زده کړې کړې دي او د هغه په هوټلګوټي کې به يې وړيا شپې کولې.

يو وخت د افغانستان په وسله وال پوځ کې يوه لويه کتله لوړ پوړي جنرالان يوازې د شېر اباد اوسېدونکي ول.

په همدغه کلي کې د بتې کاکا په نوم يو بل تن هم و، چې يو وخت به يې د کلي ماشومان په خره باندې سپاره ښوونځي ته رسول او را رسول، بې له دې چې له چا څخه يوه پيسه واخلي او يا په چا احسان وبولي.

که فرصت پيدا شو د بتې کاکا په اړه به هم درته يو څه ليکم.

۴۰ کاله وروسته قرباغ

قره باغ د امکاناتو له اړخه اوس هغه پخوانی قره باغ نه دی. په هر کلي او يا که ووايم نژدې په هرو څو کورونو کې يو موټر شته.

د خلکو اقتصادي حالت هم د پخوا په پرتله ښه شوی دی. د انګورو، مڼو باغونه لري ، غنم او نورې غلې دانې لري، او تر دې ورهاخوا يې خلک پر وړو وړو سوداګريو بوخت دي.

په بهرنيو هېوادونو په ځانګړې توګه عربي متحده اماراتو کې ډېر مساپر لري، چې هورې پيسې ګټې او سيمې ته يې راوړي.

اوس په قره باغ ولسوالۍ کې د ښوونځيو شمېر هم ډېر شوی دی. که په هر کلي کې نه وي نو په هرو څو کليو کې يو ښوونځی شته.

"خلک پر دې پوهېږي چې که ښوونځی ونه وايي ډاکټر، انجنير، ساينس پوه او استاد به له کومه شي، خو بیا هم خپل ماشومان ښوونځي ته نه لېږي."

خو له بده مرغه د خلکو ذهنيت د نورو ډېرو پښتنو سيمو په څېر لسيزې شاته پاتې دی . په قره باغ کې اوس نه حاجي صفرالدين کاکا ژوندی دی او نه هم بتې کاکا شته.

دې خو ږو اوبو او خوږو مېوو په دغه سيمه کې اوس څوک د خپلو ماشومانو د ښوونې روزنې لپاره هم دومره قرباني نه ورکوي لکه حاجي صفرالدين کاکا چې د پرديو ماشومانو لپاره ورکوله.

دغه سيمه اوس د جګړې په اور کې لولپه پرته ده. دغلته د ښوونځي فکر ځپل شوی دی، ډېر خلک نه يوازې دا چې له بل سره د پوهنې په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې نه غواړي چې خپل ماشومان يې هم ښوونځي ته ولاړ شي.

درې مياشتې مخکې چې مې د ولسوالۍ لوېديځ لوري ته د سلطان محمود غزنوي ليسه وليده ډېره خرابه شوې وه، يوازې د هغو کليو ماشومان ورته راځي چې ليسې ته خورا نژدې وي.

له زده کوونکو سره چې خبرې کوې عجب ذهنيت لري، اکثره زده کوونکي جګړه ييز ذهنيت لري.

هر څه ورته په جګړه کې ښکاري، ژوند ورته د جګړې يوه برخه ښکاري، خپل منځي مجلسونه او بانډارونه يې د جګړې په کيسو ګرم وي او که د کتاب پوښتنه ترې وکړې نو په ۱۰کې به يو کس سم ځواب وايي.

ښوونکي نهيلي شوي دي. دوی له هرې خوا له ګواښ سره مخامخ دي. جګړې يې ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. دولت هم ورته ځان نه شي رسولای، اقتصادي حالت يې په ټپه ولاړ دی.

"هېڅوک د سبا په فکر کې نه دي."

د دې پر ځای چې د حاجي صفر الدين کاکا له وخته ۴۰ کاله وروسته ذهنيت مثبت لوري ته ولاړ شي، هر څه سرچپه شوي دي.

که څه هم د اوسنۍ زمانې امکانات له پخوانۍ هغې سره د پرتلې وړ نه دي، خو دغو ډېرو امکاناتو د پوهنې پر وده هومره اغېزه نه ده کړه لکه چې تمه يې کېده.

اوس خلک له دومره ډېرو امکاناتو سره د خپلو اولادونو سوچ نه کوي، دا خو پر ځای پرېږده چې د حاجي صفرالدين کاکا په څېر د پرديو ماشومانو لپاره قرباني ورکړي.

خلک پر دې پوهېږي چې که ښوونځی ونه وايي ډاکټر، انجنير، ساينس پوه او استاد به له کومه شي، خو بیا هم خپل ماشومان ښوونځي ته نه لېږي.

دوی هره ورځ خپل ناروغ ۲۰ - ۳۰ کيلو متره په خامه سړکونو کې ډاکټر ته ورولي، خو د دې سوچ نه کوي چې ولې يې نژدې غم و نه خوري.

هېڅوک د سبا په فکر کې نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .