د بشرنوید کالم پښتونخوا: د بلوچستان د ورکو موندل

د خپريدو وخت: 14:14 گرینویچ - 16 سپتمبر 2012 - 26 وږی 1391

دا هغه ورک بلوڅان دي چې نامعلومه کسانو تېښتولي دي، د خلکو له خوا په استخباراتي شبکو باندې تور لګول کيږي.

د پاکستان په رسنيو، مرکو، رپوټونو، او احتجاجي لاريون کې هر څوک ويني چې د بلوچستان څخه د تېښتولي شویو بلوڅو په حق کې په جار ويل کيږى چې دا د استخباراتي شبکو واردات دي.

عدالت هم د پاکستان په استخباراتو تور لګوي . ورته ويل شوي چې تېښتولي شوي کسان عدالت ته پېش کړي. دا سلسله د څو مياشتو راهیسې په تېزۍ دوام لري.

په رسنيو کې چې د بونګه شویو کسانو خپلوان کومې خبرې کوي او وايي: "زما پلار، ورور، خاوند دې ژر تر ژره راخوشې کړى شي خو بايد چې ژوندى وي، موږ په بورو کې بند لاسونه نه غواړو، ژوندي کسان غواړو".

څومره چې دا غوښتنې زور نيسي، د عدالت له خوا په سختۍ سره په استخباراتو دباو راځي، هغه شان په بلوچستان کې په بورو کې بند لاسونه غورزولي موندل کيږي.

دا هغه ورک بلوڅان دي چې نامعلومه کسانو تېښتولي دي، د خلکو له خوا په استخباراتي شبکو باندې تور لګول کيږي.

په بلوچستان کې د ورکو دا سلسله د عدالت د هغه حکمنامو په ځواب کې دوام لري چې قاضي افتخار د بلوچستان په ولسي او پوځي چارواکو باندې غږ کړى دى چې بونګه شوي کسان عدالت ته حاضر کړي.

عدالت ته د راوستو پر ځای د هغوى لاسونه په بورو کې پراتهٴ موندل کيږي.

ورک موندل کيږي خو ژوندي نه، مړه وي

په بلوچستان کې دا حالات تېر شوي واقعيات تازه کوي چې د مشرقي پاکستان نه بنګله دېش جوړ شو نو دوېمه غلطي په بلوچستان د پوځ کشۍ وه.

د هغې په نتيجه کې د بنګال نه وروسته پوځ او ولسونه په بلوچستان کې له يو بل سره ونښتل.

دا د بهټو د نوي پاکستان په نوي جمهوريت کې سول ډکټېټرانه انداز و چې وروسته په سند او د پښتونخوا په ځينو برخو کې هم پوځ کشۍ وشوې، نتيجه دا شوه چې ولس او پوځ د يو بل په ضد شول.

په بلوچستان کې دنېپ د مزاحمتي سردارانو په حېدراۤباد ټرېبونل کې نښلول او د سردار عطاء الله منګل د زوى قتل، ورسره د نورو مزاحمتکارو وژنې، وهل ټکول، زنداني کول او په مختلفو طريقو ځورول تر ننه پورې دوام لري.

دا خبره يواځې په پاکستان کې نه بلکې د نړۍ په هره خطه کې د پوځ په حواله کېدى شي چې پوځ د جنګ علامت دى.

پوځ هيڅ چېرې د امن علامت نه شي کېدی، دا خبره زموږ هغه امن دوسته قوتونه هم کوي چې پوځ ته لاره ورکوي او بيا پرې ګل پاشۍ کوي.

"دا اوسنى پاکستان د پخواني شوروي اتحاد نه زيات مضبوط دی!!؟؟"

د نړيوالو جنګونو ماهرانو استادانو او موجدينو هم دا منلې ده چې جنګ د مسایلو حل نه دی، خو درنې جنګي وسلې استعمالوي.

د جنګ نه هغه ځوک څنګه په شا وګرځى چې د وسلې د کاروبار منډې يې ګرمې ساتلې دي.

د نړيوالو د لويو لوبو په جنګ کې وړې وړې لوبې نورې نورې غټيږي. نتيجه يې دا وي چې په خپله خاوره پوځ او ولس يو بل سره ونښلي، دا د خانه جنګۍ خطرناک بغاوتي شکل په بلوچستان کې دې حد ته رسېدلی دی چې بلوڅ ځان ته په پاکستاني ویلو بد وايي.

په ښوونځیو کې قامي ترانه نه شې ويل يې، د پاکستان بېرغ سوځول کيږي او د بلوچستان په حواله د اسلام اۤباد هرې تسلۍ، همدردۍ ته د شک په نظر کتل کيږي.

په دا رنګ حالاتو کې عدالت هم دا وايي چې دا د بلوڅو سره د روانو سلسلو منفي غبرګون دی.

په دې اړه قام پرست، روښان فکره، مترقي قوتونه، او تجزيه نګاران د بلوچستان او بنګال يو بل څخه مثالونه ورکوي.

بنګال يو تريخ ګوټ و، ''نوى پاکستان'' سترګې پټې کړې او حلقه يې تېر کړ، بيا يې شکر و ايست:

"شکر ہے پاکستان بچ گیا"

د ۶۵ بوډا پاکستان بيا د زهرو لپه په خوله کوي، په بلوچستان کې زاړه عمليات کوي خو څومره يقين دی چې بوډا پاکستان به د زهرو د خوړلو باوجود ساه اوږده کړي!!؟؟

پردو جنګونو، جهادونو، فسادونو، او د نړيوال امن اتحاديې د ''ډبل ګېم'' اېجنټۍ او جاسوسۍ کې به اتوم بم په تريخ اۤکسېجن کې به څومره پورې په دومره تنګ سُرنګ کې ژوندى پاتې شي!!؟؟

دا اوسنى پاکستان د پخواني شوروي اتحاد نه زيات مضبوط دی!!؟؟

د شوروي اتحاد نه خو ازاد رياستونه جوړ شول، د پاکستان نه به باغي قامونه جوړيږي، باغي په هر حالت د جنګ علامت وي، که د ځمکې لاندې په خفيه تهه خانه کې وي، که په بندو بوریو کې په ګولیو او شکنجو وژلو په ډول وي!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .