د خواله رسنۍ او د امريکا ولسمشريزې ټاکنې

د خپريدو وخت: 17:42 گرینویچ - سه شنبه 18 سپتمبر 2012 - 28 وږی 1391

اوس ډېری امریکايان موبایل تيلي فونونه لري او ډېر په فېسبوک، ټوېټراو یوټيوب کې ښکېل دي.

نننۍ د خواله رسنۍ یا (ټولنیزې، Social media) د ۱۰ کاله پخوا په پرتله ډېر توپير لري. ۱۰ کاله پخوا انټرنېټ یوه نوې ميډيا ګڼل کېده، خو اوس امریکايانو فېسبوک، ټوېټر، یوټيوب او بلاګونو نړۍ ته چې د معلوماتو د مهمو سر چینو څخه ګڼل کيږي، مخه کړې ده.

پخوا به د خلکو اشنايي یوازې د غږيزو، چاپي او تصويري رسنيو لکه تلوېزيون، راډيو او ورځپاڼو سره وه، خو اوس نه يوازې په امريکا بلکې په ټوله نړۍ کې ټولنيزو رسنيو ته خلک ډېره علاقه ښیي او ډېر کاروونکي لري.

د امریکا په ولسمشريزو ټاکنو کې، د ټولنیزو رسنیو کارول د کانديدانو لخوا رايه ورکوونکو ته يوه ښه زمينه برابروي چې خپل کانديدان ښه وپېژني.

کانديدان مجبور دي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې داسې بڼه خپله کړي چې امريکايانو ته په اغېزناکه توګه خپلې خبرې ورسوي او خپل دريځ څرګند کړي.

په سیاسي کمپاین کې د انټرنېټ استعمال د لومړۍ ځل لپاره د امریکا پخواني ولسمشر بل کلېنټن په ۱۹۹۶ کال کې وکړه.

ښاغلي کلنټن د برېښنالیک له لارې چې په هغه مهال ډېره پرمخ تللې وسیله ګڼل کېده ،خپله انتخاباتي مبارزه يا کمپاین پيل کړ.

په ۲۰۰۸ کال کې ټولنیزې رسنۍ د کمپاین یوه ډېره مهمه برخه وګرځېده. بارک اوباما د همدې لارې نه په ګټې اخيستو داسې پرله پسې کمپاینونه وکړل چې د امريکایانو او په تېره بيا د ځوانانو توجه یې ځان ته راواړوله.

خو سږ کال د ۲۰۰۸ په پرتله بې ساري بدلونونه تر سترګو کیږي.

اوس ډېری امریکايان موبایل تيلي فونونه لري او ډېر په فېسبوک، ټوېټراو یوټيوب کې ښکېل دي.

هر کاندید په فېسبوک او ټوېټر کې ځان ته ځانګړې پاڼې لري او د یوټيوب له لارې خپلې ویډیوګانې له خلکو سره شریکوي.

دې اسانتياوو خلکو ته دا زمينه برابره کړې ده چې خپل کانديد له هر اړخ نه ښه وپیژني.

ولې؟

دا چې ولې په امريکا کې خلکو ټولنيزو رسنيو ته ډېره توجه ورکړی مختلف لاملونه لري.

لومړی دا چې د ټولنيزو رسنيو کارول ډېر آسانه دی; خلک په ډېرې آسانۍ ځان ته یوه پاڼه خلاصولای شي، د خپلې خوښې شیان په کې کتلای او لیکلای شي او نور خلک پاڼې ته را بللای شي.

د دې لوی ښه والی دا دی چې خلک له یو بل سره اړیکې ساتلای شي او د یو بل د ورځني حالاتو نه ژر خبرېدای شي.

کله چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان په خپل فېسبوک او ټوېټر پاڼو کې د خپل کمپاین، پالیسۍ، اجنډا او نورو موضوع ګانو په هکله څه ولیکي، خلک په ډېری آسانۍ هغه کتلای شي.

یوې ځوانې امریکایۍ سره مې پرون په بازار کې خبرې کولې. هغې راته وویل:

"زه هم کار کوم او هم پوهنتون ته ځم نو وخت نه لرم چې په ټلوېزیون کې د کاندیدانو په هکله پروګرامونه وګورم، نو د هغوی فېسبوک او ټوېټر پاڼې تعقیبوم او نوې ویډیوګانې يې په یوټيوب کې ګورم. ماته دا ډېره آسانه ده ځکه چې کله لږ وخت پیدا کړم لکه د غرمې ډډوۍ په وخت کې، په خپل موبایل تیلي فون کې دا ټول ګورم".

دویم دا چې د نورو غږيزو او چاپي رسنيو په پرتله خلک د ټولنيزو رسنيو له لارې په ډېری چټکۍ سره د نړۍ له هرې پېښې خبريږي.

د بېلګې په توګه، تلوېزيون ځان ته ځانګړي خبري ساعتونه لري او راډيو ځان ته خو په ټولنيزو رسنيو کې داسې نه وي.

فېسبوک، ټوېټر او يوټيوب د استعمالولو لپاره کوم خاص وخت نه لري.

په نوموړو رسنيو کې هره شېبه د نړۍ د هر ګوټ نه د خلکو د پام وړ راپورونه خپريږي.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان په ټوېټر او فېسبوک کې ډېر زیات فعال دي او ډېر ژر ژر نوي معلومات او کړنې خپروي.

ټولنيزې رسنۍ د یو کاندید سره مرسته کوي چې خپله وینا په ډېره چټکتیا خپلو ملاتړو ته ورسوي.

یو امریکایي نه مې په یو مارکیت کې د دې موضوع په هکله وپوښتل:

"زه د خپل کارپه خاطر ډېر سفرونه کوم. د دې لپاره چې خپلو ولسمشریزو کاندیدانو نه نا خبره پاتې نه شم ، فېسبوک، ټوېټر او يوټيوب کې فعال یم. کله چې ولسمشراوباما د دیموکراتانو په کنوانسیون/جلسه کې خبرې کولې زه د هېواد نه بهر وم او د ولسمشر اوباما وینا مې په يوټيوب کې دوه ساعته وروسته وکتله او په فېسبوک او ټوېټر کې مې د هغۀ په هکله بحثونه ولوستل. داسې نه ښکارېده چې زه دهېواد نه بهر وم. ټولنيزې رسنۍ یو نعمت دی".

درېیم دا چې ټولنيزې رسنۍ خودمختاره دي. دا په ځوانانو کې د جرآت روحيه پياوړي کوي ترڅو دوى په آزاده توګه خپل نظريات وړاندې کړي او د ضرورت په وخت کې بې له کومې وېرې د خلکو په نظرياتو باندې نيوکه وکړي.

ټوېټراو فېسبوک داسې يوه ځانګړتیا لري چې کله یوه موضوع په کې وليکل شي، په هماغه وخت ټولو ملاټر کوونکو ته رسیږي او چې کله په يوټيوب کې کومه ویډیو خپره شي خلک هر وخت چې وغواړي د خپلې خوښې پروګرام بېرته ليدلاى شي او دا به په کلونو کلونو د انټرنېټ په پاڼو پاتې کیږي.

یوې ځوانې امریکایۍ راته د دې موضوع په هکله وویل: "زه به هیڅکله هم ونه شم کولای چې د ولسمشر اوباما په ځينو پالسيو باندې مخامخ نیوکه وکړم خو په فېسبوک او ټوېټرکې بيا له کومې وېرې پرته د خپل زړۀ بړاس باسم. شکر چې ټولنيزې رسنۍ شته".

لنډه دا چې ټولنيزو رسنیو خلک ډېر سره نژدې کړي دي. سږ کال ښایي د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې یوټيوب، فېسبوک، او ټوېټر خورا ډېره اغېزه ولري.

دلته پوښتنه دا پیدا کیږي چې آیا ټولنیزې رسنۍ به د سږ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له تلوېزیون، راډیو، او اخبارونو نه ډېره مهمې وي؟

دا لا مالومه نه ده. ځینې وايي په امریکا کې رایه ورکوونکي اکثراً د ډېر عمر خلک دي کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر فعال نه دي او ځینې بیا وایي اوس د ټولنیزو رسنیو له برکته کاندیدان کولای شي په ډېرې آسانۍ سره ځوان نسل ته خپلې ویناوې ورسوي.

خو یوه خبره واضحه ده او هغه دا چې دواړه کاندیدان د ټولنيزو رسنیو په ارزښت پوهیږي.

هغوئ نه یوازې په تلوېزیونونو، راډیوګانو، ورځپاڼو او مجلو کې کمپاین کوي بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېر فعال دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .