د استاد منلي کالم، دا کابل دى: د تاریخ ولونه

د خپريدو وخت: 11:03 گرینویچ - پنجشنبه 20 سپتمبر 2012 - 30 وږی 1391

پرون وو، که نن، د استاد رباني د مړینې کال پوره شو.

پرون وو، که نن، د استاد رباني د مړینې کال پوره شو. پرون، د سې شنبې په ورځ، چې دفتر ته راغلم همکارانو وویل چې سبا (د چارشنبې ورځ) عمومي رخصتي ده. د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره مو چې اړیکه ونیوه هغوی هم د رخصتۍ خبره تایید کړه.

د غرمې شاوخوا اوازه شوه چې رخصتي نه ده خو ډېر ژر بیا له سره رخصتي شوه. مازیګر خبر شوو چې د ولسمشرۍ ماڼۍ امر کړی و چې چارشنبه دې رخصت وي خو د کاراو ټولنیزو چارو وزارت د ولسمشر حکم «حفظ کړی» دی یعنې د تعمیل وړ یې نه دی بللی.

نن، د چارشنبې ورځ، یو شمېر حکومتي کارمندان چې د رخصتۍ له خبر سره وتلي وو کار ته نه دي راغلي، نور چې یا بېخي له رخصتۍ خبر نه وو، یا یې وروستی خبر اخیستی و، خپلو د کار ځایونو کې حضور لري.

استاد برهان الدین ربانې د ۱۳۹۰ کال د وږي پر ۲۸، چې د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر ۱۹ وه، ووژل شو. هماغه مهال د افغانستان حکومت ملي ماتم اعلان کړ.

پوره یو کال تېر شو چې په دې ترڅ کې هره اوونۍ د وزیرانو شورا غونډه کړې او د هېواد د ورځنیو چارو او راتلونکې په اړه یې تصمیمونه نیولي دي. هر څوک فکر کولای شي چې یو کال به کافي وخت وي چې یو حکومت د یوه شخصیت د لمانځلو یا نه لمانځلو په اړه روښانه دریځ غوره کړي.

له ټاکلې نېټې یوه ورځ دمخه څو وارې د حکومت د دریځ بدلېدل په جوته د دې ښکارندویي کوي چې زموږ حکومت د هېواد له راتلونکي څخه څومره روښانه انځور لري.

خو که حکومت هر څومره په تیاره کې هم وي، څنګه کېدلای شي چې د یوې ورځې په اوږدو کې د رخصتۍ او نه رخصتۍ تر منځ د بلاتکلیفۍ په حالت کې څو واره نظر بدلوي؟

د دې پوښتنې د ځوابولو له پاره کوم قطعي لاسوند نه لرو نو د اړتیا له مخې یې باید یو منطقي ځواب و لټوو

منطقي ځواب

داسې به و انګېرو چې د دوشنبې په ورځ به د وزیرانو شورا پرېکړه کړې وي چې د استاد د شهادت د تلین په مناسبت به د دولت کارمندان خپلو دندو ته نه راځي او ورځ به د هغه شخصیت په غم کې تېروي، ختمونه به کوي، د شهېد سپېڅلې اروا ته به دعاوې استوي.

استاد د وږي پر ۲۸او د سپټمبر پر ۱۹ وژل شوی و. د ولسمشرۍ ماڼۍ، د چارو د ادارې، د وزیرانو د شورا د دارالانشاء او د کار او ټولنیزو چارو مسوولین چې د وزیرانو د شورا له مجلس څخه راوتلي هر یوه به اړوندې ادارې ته امر کړی وي چې د حکومت پرېکړه عملي کړي.

د اړوندو ادارو مسوولینو به، د معمول مطابق، د اجراآتو لپاره خپلو سلاکارانو ته دنده سپارلې وي چې دولتي مامورین د حکومت د پرېکړې د تطبیق په چل پوه کړي.

تر دې ځایه هر څه ساده ښکاري، خو دا کابل دی، دلته هېڅ هم ساده نه دي. د افغان حکومت د چارو په ګډوډولو کې یوازې د سیمې د هېوادونو استخباراتي سازمانونه ګوتې نه وهي، د نړۍ ډېر لېرې پراته وګړي هم په کې لاس لري، ان چې ځینې تاریخې پېښې هم پرې اغیز ښندي.

"د افغانستان پښې تل د تاریخ په ولونو کې بندې پاتې شوې دي او ډېرې پرېکړې په کې د خیال له حدودو نه دي وتلي."

په ۱۵۸۲ زېږدیز کال کې د کاتولیک کلیسا پاپ، دیارلسم ګرېګوار، د اروپا په تقویم کې ګوتې ووهلې او نوي قواعد یې ورته وټاکل چې په نتیجه کې یې ۲۰۱۲ کال، کبیسه کال دی، ۳۶۶ ورځې لري او د فبروري میاشت یې نهه ویشت ورځې کېږي.

افغانان خپل تقویم له لمر سره سموي نو زموږ ۱۳۹۰ کال کبیسه نه و، ۳۶۵ ورځې و. پایله دا شوه چې سږکال د وږي ۲۸د سې شنبې پر ورځ راغی او او د سپټمبر نولسم د چارشنبې پر ورځ.

دا اټکل به ډېر بې ځایه نه وي چې د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو کورنیو او بهرنیو سلاکارانو چې د وزیرانو د پرېکړې د تطبیق چارې یې پر مخ بیولې، چا افغاني تقویم په پام کې نیولې د سې شنبې ورځ، د وږي ۲۸، یې د استاد د شهادت تلین بللی او چا د مسیحي تقویم له مخې د چار شنبې ورځ د سپټمبر ۱۹ د دغه مناسبت له پاره ټاکلې وه.

د دوو ورځو تر منځ د یوې غوره کول دومره اسان کار نه دی، ضرور به ګڼو ناستو ته اړتیا لیدل شوې وي او په همدې، همدې کې به ورځ تېره شوې وي!

دا خو هسې یو اټکل دی، کېدای شي چې د حکومت په صلاحیت لرونکو کړیو کې به نور ډېر داسې عوامل څېړل شوي وي چې زما فکر ورته نه شي رسېدلای.

چا به ګواښونه کړي وي، چا به غوښتنې درلودې، رنګ، رنګ جوړ جاړي به شوي وي، ځینو به زور غږولی وي او ډېرو به ورته سر ټیټ کړی وي.

"افغانان خپل تقویم له لمر سره سموي نو زموږ ۱۳۹۰ کال کبیسه نه و، ۳۶۵ ورځې و. پایله دا شوه چې سږکال د وږي ۲۸د سې شنبې پر ورځ راغی او او د سپټمبر نولسم د چارشنبې پر ورځ."

په هر صورت، د افغانستان پښې تل د تاریخ په ولونو کې بندې پاتې شوې دي او ډېرې پرېکړې په کې د خیال له حدودو نه دي وتلي.

خو له هر څه سره سره، یوه خبره نه شو هېرولای چې په حکومتي ادارو کې، ډېری سیاست جوړوونکي اسناد لومړی په انګلیسي ژبه، د بهرنیو سلاکارانو له خوا، یا کم تر کمه د هغوی په مرسته، تیارېږي، بحثونه پرې کېږي او کله چې پوره شي د نیمه باسوادو ژباړونکو له خوا په یو ډول کړکېچنه دري، یا پښتو ژباړل کېږي چې سم مفهوم ترې نه شي اخیستل کېدای.

پر دې بنسټ جوړ شوي سیاستونه به څومره د تطبیق وړ وي؟

تر څو چې د افغانستان حکومت، د افغانستان د چارو لپاره، د افغانستان د راتلونکې په اړه د بهرنیو افکارو په رڼا کې، د بهرنیانو په خوښه، طرحې جوړوي، تر څو چې افغانان د خپل هېواد د راتلونکې په اړه د افغاني ارزښتونو سره سم افغاني فکر و نه کړي، دلته به د چارو سمېدل یو خوب غوندې وي. نه به مو مړي لمانځي وي او نه به مو ژوندي.

افغانان به یا خپل فکر افغان کوي او یا به د افغانستان د جوړېدا خوبونه هېروي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .