یو نظر، د هما ناصري کالم: معقول ځواب

د خپريدو وخت: 13:06 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

همدې له زور زیاتیو ډکو مظاهرو همدا منفي تصویر نړیوالو ته په ډاګه کړ.

د دې پر ځای چې په اسلامي نړۍ کې مسلمانان له زور زیاتي ډکې مضاهرې وکړي باید منطق او فکر نه په کار اخیستلو خپله کرکه څرګنده کړي

د مسلمانانو پر پېغمبر جوړ شوی فلم یو داسې فلم دی چې د حضرت محمد (ص) سپکاوی په کې شوی، او اسلام یې د تاوتریخوالي، سخت دریځۍ دين ښودلی دی.

د فلم پر ضد له تاو تریخوالي ډکې مظاهرې تر منځني ختیځ، لرې ختیځ او جنوبي اسیا پورې ورسېدې.

زما په اند دا فلم په رښتیا هم یو احساسات پاروونکی او کرغېړن عمل دی او په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی.

د دین او مذهب په اړه د دې ډول فلمونو جوړول، د پوهې او په ټوله کې د فلم جوړولو د هنر مخالف کار دی.

خو دلته مهم ټکی په دې کې دا دی چې د فلم جوړونکي په دې وتوانېدل چې د خپلې ارزو او هیلو زیات څه لاسته راوړي.

خپله، په فلم کې داسې څه غټ تاثیر نه و چې لیدونکي ورنه دومره اغېزمن شي بلکې تر دې زیات د مسلمانانو توند ځواب او له زور زیاتي ډکې مظاهرې چې په یو شمېر اسلامي هېوادونو لکه مصر، یمن، سوډان، لیبیا، پاکستان، افغانستان او یو شمېر نوروهېوادونو کې ترسره شوې خلک متاثره کړل.

دغو مظاهرو د فلم جوړونکو ته نور قوت ورکړ.

"دغه فلم شاید په زرګونو خلکو کتلی وي چې مسلمانان یې سخت دریځه او بې دلیله خلک معرفي کړي دي. همدې له زور زیاتیو ډکو مظاهرو همدا منفي تصویر نړیوالو ته په ډاګه کړ."

له دې پرته ښایي داسې فکر وکړو چې دې فلم به د هیچا پاملرنه او نظر ځان ته نه و اړولی ځکه چې په نننۍ نړۍ کې خلک فلمونه جوړوي خبرې، او مقالې لیکي تر څو له دې لارې د ځینو خلکو احساسات را وپاروي خو ضروري نه ده چې باید انسان د هغه په ځواب کې له لا زور زیاتي کار واخلي.

ایا له زور زیاتي کار اخیستل په خپله یو غلط کار نه دی؟ داسې کار کول انسان د حق غوښتنې مینه یو منفي لوري ته بیایي.

دغه فلم شاید په زرګونو خلکو کتلی وي چې مسلمانان یې سخت دریځه او بې دلیله خلک معرفي کړي دي.

همدې له زور زیاتیو ډکو مظاهرو همدا منفي تصویر نړیوالو ته په ډاګه کړ.

هغه څوک چې د اسلام او مسلمانانو په اړه زیات معلومات نه لري له زور زیاتي دا ډکې مظاهرې یې د تلوېزیونونو په پردو کتلي، دوی لیدل چې مسلمانان په سفارتونو حملې کوي، ملي شتمنیو ته زیان اړوي او ډېر قهرجن او بې باوره ښکاري .

د فلم پر ضد له تاو تریخوالي ډکې مظاهرې تر منځني ختیځ، لرې ختیځ او جنوبي اسیا پورې ورسېدې.

خو په اسلام نړۍ کې مسلمانان د دوی د مذهب او دین د سپکاوي په ځواب کي منطقي او په ځای کړنې او عملونه نه ترسره کوي.

آیا د دوی د علم او پوهې کچه ټیټه ده؟

که داسې ده، نو ولې کوښښ نه کوي چې څه زده کړي او او ځانونه نړیوالو ته سوله خوښوونکي وپېژني.

دا یو تشدد دی چې هم خپل ځان وژني هم نور. ایا وژل او ویني تویول په اصل کې د دین د اصولو او د پېغمبر (ص) د ویناوو او د هغه (ص) بې احترامي نه ده؟ خامخا ده.

د دې پر ځای چې مسلمانان دا ثابته کړي چې دا جوړ شوی فلم د انسانیت پر ضد دی خو دوی د هغه خلاف کړنې وکړې.

د اسلامي نړۍ دیني عالمان په دې برخه کې ستر مسولیت لري چې خلک له زور زیاتي نه د مخنیوي لارو او سوله ییزو مظاهرو ته را وبولي. خلک په دې پوه کړي چې زور زیاتی پرته له دې چې بله پایله او ګټه ولري یوازې خپل ځان ته زیان اړول دي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .