د بشرنوید کالم پښتونخوا: مذهبي احتجاج که مذهبي اشتعال!؟

د خپريدو وخت: 11:13 گرینویچ - جمعه 21 سپتمبر 2012 - 31 وږی 1391

د مذهبونو او تهذيبونو تصادم د ټولې نړۍ امن ته لويه خطره پیدا کړې ده.

په ټوله اسلامي نړۍ کې د رسالت د سپکاوي د متنازعه فلم په ضد مسلمانانو له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې پېل کړي دي.

د امريکا خلاف د خلکو غبرګون بېخي دومره سخت دى چې په اور ګډ دى.

په پاکستان کې خو داسې مذهبي ايشو نېغ په نېغه په عراق او افغانستان کې د امريکا د حملو خلاف کرکه نوره تازه کوي.

د مذهبونو او تهذيبونو تصادم د ټولې نړۍ امن ته لويه خطره پیدا کړې ده.

د داسې ازار رسوونکو کارونو او عملياتو غبرګون په اور د تېلو اچولو خبره ده او بايد چې امريکا په دغه نازکو، حساسو مسایلو فکر وکړي.

د شوروي اتحاد د ماتېدو نه پس چې دنيا يو قطبي شوه، نو که يو طرف ته د امريکا نړيوال حريف له منځه لاړ، نوبل طرف ته ورته ګرانه په دې شوه چې خپل جوړ دوستان يې ځان ته دښمنان کړل.

د دې دوه وجې وې

يو دا چې امريکا د جنګ په مارکېټ کې خپله وسله خرڅوله، جنګ يې يو ضرورت هم و، شوروي اتحاد يې حريف هم و، دوو لويو غټو طاقتونو په وړو هېوادونو د خپل لاس بري لپاره په پردو ځمکو، پردو هېوادونو کې جنګونو ته دوام ورکاوه.

وسله او خرچه د لويو طاقتونو، سر او تاوان د وړو قوتونو!

دوېمه وجه يې دا وه چې په کومو هېوادونو کې چې دواړو لويو طاقتونو کوم جنګي نفسيات راپېدا کړي وو، هغوى اوس هم د جنګ نه پرته بل سوچ نه شي کولى.

په يو قطبي دنيا کې هغه جنګي نفسيات چې امريکا راپېدا کړي وو، نن په ټوله نړۍ کې د هغوى خلاف استعماليږي.

دا مذهبي اشتعال په مسلمانانو کې امريکا راپېدا کړى دى. مسلمانانو په مذهبي ايشو باندې احتجاج او اشتعال کې واضحه فرق دى.

احتجاج د ازادو قومونو، مذهبونو، او د نړۍ د ژوندو انسانانو انساني، اخلاقي، مذهبي حق دى، ملګرو ملتونو غړي هېوادونو په دغه انساني رياستي حقونو لاس ليکونه کړي دي. بايد چې احتجاج وشي، احتجاج ريکارډ شي او په هغې باندې د يوې غلطۍ تلافي وشي، خو په يو قطبي دنيا کې د ملل متحد د رکن هېوادونو د لاس ليک شوي قانون او اۤئين خلاف انساني، مذهبي، اخلاقي او تهذيبي جذباتو په تصادم کې توهين روان دى.

يو طرف ته امريکا او اروپايي اتحاديه د نړيوال امن خبره کوي، بل طرف ته د مذهبي احتجاج په ځای مذهبي اشتعال ورکوي.

اوس د احتجاج انداز او شکل بدل شوى دى. اشتعال ترې جوړ شوى دى، او دغه مذهبي احتجاج چې اشتعال شو، نو د نړيوال امن په ژبه کې ورته ترهه ګري او انتها پسندي ویل کيږي.

يو طرف ته امريکا او اروپايي اتحاديه د نړيوال امن خبره کوي، بل طرف ته د مذهبي احتجاج په ځای مذهبي اشتعال ورکوي.

د مذهبونو په تصادم کې انساني تهذيبونه هم له منځه ځي، نو په دا رنګ اشتعال کې به د امن کونتره څنګه سپينه پاتې شي؟

تر اوسه پورې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د توهين رسالت په ضد او د ګستاخانه فلم خلاف د مسلمانانو کوم غبرګون دى، دا د احتجاج په شکل نه بلکې د مذهبي اشتعال په رنګ دى.

په دغه اشتعال انګېز احتجاج کې چې مظاهرينو د امريکا سفارتونو ته لار ونيوله ، نو هغوى په خپلو دوکانونو، بازارونو، مارکېټونو، اورونه ولګول.

زموږ خلک د غصې په حالت کې خپل تاوانونه وکړي. د يوې ورځې دغه احتجاج د اربونو روپو اقتصاد برباد کړي.

تر اوسه په دغه مذهبي غم او غصه کې د اسلامي نړۍ ولسونه ولاړ دي خو حکومتونه په دغه شکل کې احتجاج نه کوي.

نه اوسه پورې د اسلامي نړۍ هېوادونو دا ايشو ملګرو ملتونو ته يوړه چې په لويو طاقتونو په جنګي ماهرينو دا واضحه کړي چې موږ ته تاسو د احتجاج په ځای مذهبي اشتعال (پارونه) ولې راکوئ!؟

د اسلامي نړۍ هېوادونه د رياستي احتجاج حق نه استعمالوي، هر کله چې حکومتونه داسې نه کوي ولسونه به د پرامن احتجاج نه اشتعال ته راځي، د هغې نتيجې به هم منفي وي!

مسلمانان خو د مذهب په هغه کړیو کې بند دي چې د ۱۲۴۰۰۰ کم و ډېر پېغمبرانو، د څلورو کتابونو او امامانو منونکي دي.

په فلمونو، خاکو او کارټون، د هيڅ مذهب او پېغمبر سپکاوى نه شي کېدلی خو پرله پسې زموږ د پېغمبر سپکاوى، توهين، ګستاخانه عمل کيږي.

په فلمونو، خاکو او کارټون، د هيڅ مذهب او پېغمبر سپکاوى نه شي کېدلی.

د اسلامي نړۍ ولسونه پارول کيږي خو په حکومتي سطح يو اسلامي هېواد په عملي احتجاج کې شامل نه دى.

په دې اوسنۍ پېښه که يوې خوا ته د ټولو مسلمانانو لپاره زړه او ذهن، جذبات او احساسات دردوي، نو بلې خوا ته ورته موږ ځانګرې توګه د پاکستان په سياسي تناظر کې داسې ګورو، چې په راروانو انتخاباتو کې بيا مذهبي جذبات پارولي قهرېدلي او په دا رنګ اشتعال کې ګرم ساتي.

څنګه چې په پښتونخوا کې په اول ځل د مذهبي ګوندونو اتحاد په عراق او افغانستان کې د امريکا حملې او جارحيت په خپل حق کې استعمال کړ، سيکولر او قام پرست ګوندونه يې شا ته کړل، پښتانه يې مذهبي د تره ګرو په نوم وښودل، پښتانه من حېث القوم مسلمانان دي، خو د مسلمانۍ مانا هيڅکله انتها پسنده ترهه ګري، نه ده.

خو چې موږ د مذهبي جنګونو، او د امريکا په ګډون د نورو غېرمذهبه په هنر کې خپل مذهبي سپکاوي ته فکر وکړو، او بيا په منطقه کې دا روان حالات په نظر کې وساتو، نو داسې ښکاري چې په يو قطبي دنيا کې د جنګ د مارکېټ او کاروبار ګرم ساتلو لپاره امريکا موږ مذهبي اشتعال طرفته بیايي.

د شوروي اتحاد په شتون کې يې د جهاد په نوم دا کار کاوه، اوس د مذهبي انتهاپسندۍ ترهه ګرۍ په نوم موږ د خپل اصلي هدف نه اړول کېږو.

زموږ بدبختي دا ده چې موږ په مذهبي اشتعال کې د خپل اصلي، بنيادي هدف نه ډېر زر مخ اړوو، خو بيا مذهب هم خرڅوو او بنيادي هدف هم!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .