افغان کریکټ لوبغاړي له شمشتو تر نړیوالو اتلولیو

د خپريدو وخت: 05:39 گرینویچ - شنبه‬ 22 سپتمبر 2012 - 01 تله 1391

افغانستان له انګلستان سره د ټولو لوبغاړ په له لاس ورکولو سره ۸۰ منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کريکټ ملي لوبډله چې پوره دوه کاله وړاندې یې هم ۲۰۱۰ نړیوال شل اورویز کپ سیالیو ته لار موندلې وه، له افغانستانه په ليرې پراته هېواد ویسټ انډیز کې یې د نړۍ په کچه د کریکټ له دوو پیاوړو لوبډلو سره لوبې وکړې، چې دواړې یې وبایللې.

افغانستان هغه مهال د کريکټ نړۍ د دوو پیاوړو لوبډلو هندوستان او سوېلي افریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ووتل.

دا لومړی ځل و چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله نړیوال کپ ته لاره پیدا کوي او د نړۍ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې په سیالۍ کې مخامخ کېږي.

افغانستان هغه مهال دواړې لوبې وبایللې، له هندوستان سره د افغانستان لوبه په بالېنګ کې بې سارې وه خو په بېټېنګ کې افغان لوبډله نه وه تکړه، له سوېلي افریقا سره هم د افغانستان لوبه په همدې ډول وه.

هغه مهال د افغانستان د ماتې ډېر لاملونه وښودل شول، ویل کېدل چې افغان لوبډله تر دې کچې بې تجربې وه چې په نړیواله کچه د دوی د لوبو په ژوندۍ بڼه خپرېدو دوی تر اغېزې لاندې راوستي وو ځکه د افغانستان له مسلکي کريکټ یوازې کمه موده تېره شوې وه.

خو کله چې د ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریزه کپ سیالۍ تېرې شوې افغانستان نړیوالو وپېژانده او د افغانستان په کریکټ کې پراخ بدلونونه راغلل، افغانستان له نړيوال کریکټ څخه ډېر څه زده کړل.

بریا

افغانستان په ۲۰۱۰ او له هغه وروسته په نړیوالو لوبو کې د ماتې خوړلو په پرتله بریاوې ډېرې درلودې. افغان لوبډله ورځ تربلې پیاوړې کېدله چې بالاخره یې په ۲۰۱۱ کال کې د اسیا په کچه افغانستان ته سترې بریاوې راوړې، افغانستان په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې د سږني نړیوال کپ د غوراوي په سیالیو کې بې سارې لوبه وکړه او ۸ پرله پسې سترې بریاوې یې خپلې کړې چې په پایلوبه کې د آیرلنډ له خوا له ماتې سره مخامخ شول.

افغان کریکټ لوبغاړی

په ۲۰ اوريزو لوبو کې د افغانستان تر ټولو کمې منډې ٨٠ وې چې په تېرو اتلوليو کې يې له سوېلي افريقا سره جوړې کړې وې.

هېره د نه وي چې افغانستان د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ میاشت کې له پاکستان سره تاریخي یوه ورځنۍ سیالي وکړه چې د نړیوالو پاملرنه یې یوځل بیا را ماته کړه. افغانستان له نړیوال کپ شاوخوا میاشت وړاندې د استراليا پر وړاندې په یوه تاریخي یوه ورځنۍ سیالۍ کې بې ساري ولوبېدل.

چې په ټول کې که ووایو افغانستان یوازې له پاکستان، هندوستان، سوېلي افریقا، انګلېستان، استرالیا، ویسټ انډیز او انګلېستان چې پوره غړیتوب لرونکي هېوادونه یوه یادوه لوبې لرلې دي، د دوی په پرتله دا لوبډلې لسګونه ورته رسمي او غیر رسمي سیالۍ کړې چې د کریکټ لپاره یې په چمتووالي یو پر دوه شوی دي.

افغانستان سږنی نړیوال کپ هم ولوباوه، افغانستان په سږني نړیوال کپ کې د تېر هغه په پرتله بې ساري ولوبېدل او د پراخو خلکو د ستاینې وړ وګرځېدل.

هندوستان د نړۍ د کریکټ هغه لوبډله چې د ۲۰ اووریزه نړیوالو سیالیو د پیل اتلولي یې خپله کړې او دا مهال هم د نړۍ د یو ورځنیو لوبو اتلولي لري تر هغې کچې وارخطا کړې وه چې په خپل ټول وس یې لوبه وکړه، د افغانستان ملي لوبډلې د یو شمېر تېروتنو له امله هغه ګټلې لوبه وبایلله.

افغانستان د نړیوال کپ په دویمه سیالۍ کې د ۲۰ اوریزو سیالیو د نړیوال کپ اتل انګلېستان سره مخامخ شو، هغه هېواد چې کریکټ یې زیږولی، ملي لوبه یې ده او اوږد تاریخ یې لري.

افغانستان په نړیوال کپ سیالیو کې له هغو هېوادونو سره لوبې وکړې چې د کریکټ مخینه یې لسګونو کلونو ته ورګرځي، پراخ امکانات، لوبغالي، روزونکي او پراخ مالي او معنوي ملاتړ لري، خو افغانستان د بېلابېلو ستونزو له امله هغسې چې په کار وه امکانات او یاد نور څه نه لري. په نوره نړۍ کې تر ډېره هر لوبغاړی د ځان لپاره روزونکی لري خو افغانستان د شته ستونزو له امله تر دې مهاله د هېڅ مسلکي او نړیوال تکړه روزونکي روزنه او د روزنې په برخه کې د کریکټ د پام وړ امکانات نه لري.

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې دوې لوبې چې په نړیوال کپ کې یې درلودې ومې کتلې افغانستان باید له دغو لوبو زده کړي او بل ځل بریا خپله کړي، ځکه نور نو د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې تجربې په ډېرېدو دي.

په هغو دوو لوبو کې چې افغان کریکټ ملي لوبډلې په نړیوال کپ سیالیو کې درلودې، د افغانستان له خوا فېلډېنګ یا توپ راټولونه ډېره ټکنۍ وه چې په دواړو لوبو کې تر څلورو څلورو ډېر ساده او آسانه کېچونه یې ډراف کړل.

افغان کریکټ لوبغاړي

د ٢٠١٢ کال په نړيوالو ۲۰ اوريزو اتلوليو کې افغان لوبډلې خپله دوېيمه لوبه له انگلستان څخه په لوى توپير وبايلله او د دويم پړاو ته رسېدا هيله يې ختمه شوه.

په کریکټ کې اصطلاح ده چې وايي، (کېچز وېن ده مېچز) یانې کېچونه مېچونه ګټي.

افغانستان د هندوستان خلاف تاريخی سیالۍ کې ۴ ډېر ساده او آسانه کېچونه مېس کړل او ویې نه شوای کولای چې هغه کېچونه ونیسي.

خو د یادولو وړ ده چې که افغانستان په نړیوالو سیالیو کې ماتې وخوړې په کریکټ کې یې ماتې نه دي خوړلې، افغانستان به له دې سیالیو سره لاپیاوړی کېږي او یوځل بیا به نړیوالو سیالیو ته لار پیدا کوي او د نړۍ په کچه مطرح هېوادونه به په ګونډو کوي.

تېرځل چې کله افغانستان په نړیوالو سیالیو کې ولوبېد د افغانستان نیمه لوبډله حمید حسن بلل کېده او نیمه لوبډله نور لوبغاړي، خو افغانستان په سږني نړیوال کپ کې حمید حسن نه درلود کنه نو د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله به پوره وه. په تېر نړیوال کپ سیالیو کې د لوبې له ژوندي خپرېدو سره افغانستان ستونزه درلوده چې اوس بیخي ورته آسانه شوې ده، همدا راز د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې تېرځل په مسلکي ډول هم په کریکټ کې ستونزې درلودې، چې اوس یې هغه ستونزې ترډېره حل شوې وې.

خو نور باید لوبې وګټي، هغه زما یودوست وايي، چې لوبه ختمه شوه کریکټ نه دی ختم شوی چې نوک اوږد شي باید پاک شي.

"انګلستان چې نن یې افغانستان په ۸۰ منډو کې اوټ کړ یوازې درې ورځې وړاندې پاکستان هم د انګلېستان له خوا په ۸۴ منډو کې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې."

مهمه خو لا دا ده چې هغه هېواد چې پیاوړی کورنی کریکټ ونه لري نه شي کولای په نړیواله کچه ښې لاسته راوړنې ولري چې له نېکمرغه افغانستان ترډېره دغه تشه ډکه کړې ده.

کریکټ له نورو لوبو سره د ډېر توپیر لرونکې لوبه ده، چې په دې لوبه کې ډېری وخت د نړۍ اتلې لوبډلې د چانس له مخې له ماتې سره مخامخ کېږي چې د نړۍ یوځل اتل هېواد سرېلانکا په ۴۳ منډو کې د نړۍ بل اتل هېواد پاکستان په ۱۹۹۳ کې په ۴۳ منډو، په ۲۰۰۰ زیږدیز کال کې د نړۍ دوه ځلي اتل هېواد په ۷۰ منډو، ۲۰۰۴ کې د نړۍ ۲۲ ځلې اتل هېواد ویسټ انډیز په ۵۴ منډو او نړۍ څلور ځلې اتله لوبډله استرالیا په ۷۰ منډو کې سوځېدلې خو بیا بېرته همدغو لوبډلو همدغو هېوادونو ته ویاړونه وړي دي.

انګلستان چې نن یې افغانستان په ۸۰ منډو کې اوټ کړ یوازې درې ورځې وړاندې پاکستان هم د انګلېستان له خوا په ۸۴ منډو کې خپلې ټولې ویکټې له لاسه ورکړې.

که افغانستان ته د نړۍ د نورو هېوادونو په شان د سیالیو چانسونه ورکول کېدای، زه باوري وم چې افغانستان به نن هندوستان او انګلېستان ته ماتې ورکوله، هغومره رسمي او غیر رسمي لوبې چې د نړۍ نورې لوبډلې کوي که زموږ یوه عادي ټیم هم دومره تمرینات کړي وای اوس به یې د ټولې نړۍ کپ راوړلو.

له شمشتو نه تر نړیوال جام پورې، افغان مېړنو ځوانانو په پاکستاني پنډغالو کې په خاورینو او ډبرینو میدانونو کې کریکټ پیل او بالاخره د افغانستان نوم یې په نړیوالو وپېژانده او افغانستان یې په خلکو وپېژانده، هغه هېوادونه چې افغانستان په ۲۰۰۸ کال کې له دوی سره د ۲۰۱۰ کال د غوراوي په سیالیو کې لوبې کولې نن څوک نه پېژني، خو افغانستان په ټوله نړۍ کې د یوې پیاوړې لوبډلې نوم لري.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .