د تورن کس په نشتوالي کې پرېکړې څومره عادلانه گڼئ؟

د خپريدو وخت: 11:20 گرینویچ - دوشنبه 24 سپتمبر 2012 - 03 تله 1391

په افغانستان کې د مدني ټولنو گڼ شمېر فعالينو پر افغان حکومت غږ کړى دى چې په جرگو کي د سپين روبو او قومي مشرانو له خوا خلکو ته د سزاگانو ورکولو دود ته د پاى ټکى کښيږدي.

په افغانستان کې د مدني ټولنو گڼ شمېر فعالينو پر افغان حکومت غږ کړى دى چې په جرگو کي د سپين روبو او قومي مشرانو له خوا خلکو ته د سزاگانو ورکولو دود ته د پاى ټکى کښيږدي.

دا غوښتنه په داسې مهال شوې ده چې څه موده وړاندې د غزني ولايت د جاغوري په ولسوالۍ کې يوه نجلۍ د بد لمنۍ په تور ١٠١ دورې ووهل شوه خو هلک چې پر هغه هم ورته تور پورې شوى و له زندانه خوشي شوى و.

دود يزه جرگو کې دا ډول پريکړي په ځانگړې توگه د تورنو شويو ښځو لپاره د ځينو په گومان تر ټولو گرانې وي ځکه چې دوى په کې حضور نه لري او غږ يې نه اورېدل کيږي.

ستاسو په اند دا سيستم څومره عادلانه دى؟

دا پوښتنه د بي بي سي پښتو په نوې ماښامنۍ خپرونه "ستاسو نظر" کې څېړو. سر له اوسه د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره خپل نظر شريکولى شئ.

خپرونې ته په دې شميره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .