لمر څرک، د ملالۍ بشیر کالم: د کندهار ښوونځي

د خپريدو وخت: 11:49 گرینویچ - سه شنبه 25 سپتمبر 2012 - 04 تله 1391

طالبانو وايي دوی ښوونځي نه سوځوي خو پر سوځولو يې غلي هم دي.

د بي بي سي پښتو د يو راپور له مخې، په کندهار ولايت کې۷۵% ماشومان ښوونځي ته نه ځي. دا يوازې د کندهار نه بلکې د ټول هېواد لپاره د شرم خبره ده.

بې له شکه کندهار په افغانستان کې له هغو ولاياتو څخه دی چې د نورو په پرتله د تېرو ۳۰ کلونو جنګ ډېر ځپلی دی.

د ايتلافي ځواکونو د شتون سره سره دا ولايت هغومره په امن کې نه شو څومره چې کېدلای شوای.

د تعليم په مخ کې لوی خنډ بد امني ده چې له هرې خوا پر خلکو تپل شوې ده. خلک د دې لويې ستونزې له لاسه د دوو ډبرو تر منځ راغلي دي.

يو خوا خلک په خپله د بد امنۍ له امله خپل کوچنيان، ښوونځيو ته نه لېږي او بل خوا ښوونځي د افغانستان او علم ـ پوهي د دښمنانو له خوا د راتلونکي نسل پر مخ تړل کيږي او سوځل کيږي.

طالبان په سوېلي ولايتونو کې تر ټولو ډېر پياوړي ګڼل کيږي. زيات خلک د طالبانو اکثريت هم له سوېلي ولايتونو او په تېره بيا له کندهاره ګڼي.

نو که دا رښتيا وي په خپلو سيمو کې د ښوونځيو سوځل او ورانول داسې دي لکه له خپلې موره سترګې ايستل. لکه له خپلې موره لاسونه او پښې پرې کول.

هغه لاسونه چې خپل اولاد پرې له ګوتې نيسي او له تيارې يې د رڼا پر لورې بيايي.

ځينې خلک ښايي ووايي چې ښوونځي طالبان نه سوځوي او د دوی له نامه ګټه اخيستل کيږي خو دا حقيقت دی چې طالبانو ښکاره او په رسمي توګه ويلي چې حکومت دې ښوونځي اسلامي کړي کنه نو دوی ته د منلو وړ نه دي.

يو وخت د هنر او ادب لپاره مشهور، کندهار اوس د طالبانو او جګړې زېږوونکی مرکز ياديږي.

د اوسنی هر اړخيز نصاب نور اسلامي کول هسې يوه بهانه ده. اصلي خبره د يورو ايشيا جورنال په يوه تازه څېړنه کې راغلي.

دوی ليکلي چې پاکستان په ۱۹۹۰ مو کلونو کې طالبان د پښتنو د وروسته والي لپاره جوړ کړل، په پښتنو کې يې عربي کلتور او عربي اسلام په زور ورننويست او د ښوونځيوو په ورانولو بوخت دي، د پښتنو د نسلونو په تبا کولو پسې يې راخيستي.

که څه هم حالات اوس يو څه ښه شوي خو بيا هم ډېر خلک د پوهې او تعليم په اړه پوره شعور نه لري.

استاد عبدالرووف بينوا په خپل يو کتاب کې چې د شاعرانو او ليکوالانو تذکره ده، د محمد انور نوميالي په نامه د يو شاعر له خولې ليکلي چې يو وخت په کندهار کې ملايانو خلکو ته ويل چې ورځپاڼې مه ګورئ کنه نو عقيده به مو خرابه شي.

دا خبره اوس هم په ځينو ځايونو کې خلک مني. ځينې خلک لوستي او پر مختللي خلک له کلي او رواجه لېري او نا اشنا بولي.باسواده مېرمنې خو ورته بيخي بدې ښکاري.

مګر د دې هر څه سره سره اوس خلکو دا هم ليدلي چې د باسواده کورنيوو اقتصاد له بې سوادو ډېر ښه دی. په ځينو ځايونو کې دغه توپیر کليوال سره په سيالۍ اخته کړي چې له امله يې دوی خپل ماشومان ښوونځيوو ته لېږي. دا سالمه سيالي ډېره ښه خبره ده.

په ځينو ځايونو کې دولت زده کوونکو سره د خوراکي توکو مرسته کوي چې دې کار هم ډېر خلک ښوونځيوو ته ور مات کړي خو پر دولت لا هم ډېر مسوليت وراوړي څو په هره لار چې وي د ښوونځيو دروازې پرانيستي وساتي او له ورانولو يې وژغوري.

په دې برخه کې د دولت سره بايد ولس هم همکاره وي. داسې ځواني وکړي لکه د هلمند شاه محمد چې وکړه.هغه ځان قرباني کړ خو وسله وال يې د ښوونځي ورانولو ته پرې نه ښودل.

ډېر خلک د پوهې او تعليم په اړه پوره شعور نه لري.

کله چې ما پر هغه يو انګليسي بلاګ وليکه او په فېسبوک مې پاڼه ورته جوړه کړه نو دا اتل لا نورو خلکو وپېژاند او آفرين يې پرې ووايه.موږ که په ټولنه کې د شاه محمد په شان نور ځوانان ولرو نو کندهار به بيا عبدالروف بېنوا، عبدالشکور رشاد، فيض محمد انګار، محمد ابراهيم خواخوږي، عبدالحی حبيبي او د هېواد نور دغسي وياړونه وزېږوي.

يو وخت د هنر او ادب لپاره مشهور، کندهار اوس د طالبانو او جګړې زېږوونکی مرکز ياديږي.

دا تر يو څه حده سمه هم ده ځکه چې يا خو مو وسله راخيستې، د وطن د دښمنانو په کتار کې ولاړ يوو، ښوونځي ورانوو او مشران وژنو.

يا خو داسې مور او پلار يو چې د خپلې هوساينې لپاره مو د خپل اولاد د تعليم مخه نيولې او د سبا د ښه کولو پر ځای نن ځان ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوو او يا هم داسې چارواکي يو چې پايڅې مو پسې راپورته کړي، هر څومره درغلي چې کولی شو، کوو يې. ښوونځي که ورانيږي، وران دې شي.

زموږ يې په څه. موږ ته خو خپله برخه رارسېږي. زموږ اولاد خو په بهر کې درسونه وايي.

بي بي سي پښتو ته د کندهار چارواکو ويلي چې "له نا امنيو سره جوخت د ځينو ميندو پلرونو له خوا له تعليم سره د مينې نشتوالى او بې وزلي هغه لوى دلايل دي چې د کندهار شاوخوا ٢٠٠ زره ماشومان ښوونځي ته نه دي داخل شوي".

که څه هم خلک تعليم ته هڅول او د بې وزلۍ په شان خنډونو لېري کول د پوهنې د وزارت سربېره د نورو ادارو له خوا د سختو هلو ځلو غوښتنه کوي خو دا حقيقت هم بايد له پامه ونه غورځوو چې زموږ خلک د نن ورځې د هوسايۍ لپاره سبا په ډبرو و نه ولي.

که لږ پر ځان سخته تېره کړو، د خپل کوچني ګټلو ۵۰ افغانيوو ته کښې نه نو او هغه په بازار کې د اوبو خرڅولو پر ځای ښوونځي ته د درس لپاره ولاړ شي نو يو داسې نيال به مو ايښی وي چې سبا به يې ټول سيوري ته کښينو.فضل سبحان عابد وايي:

ساده پښتونه ستا سبا زخمي دی

چې دې د نن ګريوان ګنډلی نه دی.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .