د بشرنوید کالم پښتونخوا: د زندان رڼا

د خپريدو وخت: 11:40 گرینویچ - جمعه 28 سپتمبر 2012 - 07 تله 1391

په هغه تور و چې د پاکستان د ماتولو هڅه يې کوله او افغان ثور انقلاب سره يې کومک کاوه.

په زندان کې خو تيارې وي، او په تياره کې بنديوان فقط د رڼا خوب ليدلى شى نور څه نه.

خو نن زه د يو داسې زنداني د زندان رڼا يادؤم چې د پېښور په بند کې يې مسته غريبه ځواني تېره کړې ده.

په هغه تور و چې د پاکستان د ماتولو هڅه يې کوله او افغان ثور انقلاب سره يې کومک کاوه.

دا تورونه اوس زاړه شوي دي. د دې تورونو يو زوړ قېدي شمس بونيرى هم اوس ځوانۍ خوړلی او زوړ شوی دی.

شمس بونيرى د زندان دنننه په تيارو کې، پښتون فکر په رڼا ټول عذابونه په دې هيله زغملي دي چې موږ به دا تياره رڼا کوو. خو تيارې اوس هم شته.

د زندان په تيارو کې هم د هغه په ذهن کې يو روښانه احساس و، چې هغه يې په دومره تيارو کې ورک نه کړ. خو د حالاتو ستم ته وګورئ چې کوم خلک د زندان تيارو نه دي خوړلي هغه خلک اوس په رڼا کې وېرېږي.

نن زه د شمس بونيري هغه کتاب یادوم چې د ''زندان رڼا'' نومېږي او خپل د زندان ټول ياداشتونه يې په کې را ټول کړي دي.

د شمس بونيري له نوم سره د پښتنو د سياسي، مزاحمتي تحريک يوه اوږده سلسله تړلې ده. دا سلسله چېرته ودرېده؟

"نن زه د شمس بونيري هغه کتاب یادوم چې د ''زندان رڼا'' نومېږي او خپل د زندان ټول ياداشتونه يې په کې را ټول کړي دي."

چېرته دا سلسله ماته شوه؟

ولې ودرېده او ولې ماته شوه؟

دا الميه، فقط شمس بونيري څخه نه ده شوې، د دې قافلې ډېر ملګري اوس د سېف الرحمان سليم د دې شعر په ايمان دي!

منم رهبر په خپله مخکې لاړو

خو قافله خو يې په شا را وسته

په دغه شان حالاتو او د وختونو خود غرضو او سياسي مصلحتونو، فرېبونو کې چې کومو خلکو ځان ژوندى او محرک ساتلى دى، په هغه کسانو کې شمس بونيرى يو ياد نوم دی.

د دې ژوندي ساتلو بنيادي وجه دا ده چې شمس بونيری يو انقلابي شاعر او په شاعرۍ کې د يوې داسې شپېلۍ مالک دی چې هر څوک به د هر چا نه هر څه واخلي خو د اسرافيل نه څوک خپله شپېلۍ نه شي اخیستی.

د شمس بونيري نه څوک د خپلې شپېلۍ غږ نه شي اخستلی، ځکه چې هغه ته خپله لاره، خپل هدف، خپل مزل او منزل معلوم و. خو بدبختانه د سياستونو د خولې خوندونه بدل شول او د شمس بونيري غوندې خلک په نيمه لار ولاړ پاتې شول.

هدف ترې ورک شو، مزل اوس هم کوي خو منزل د لمر خاته په ځای قبلې ته وګرځېد.

د شمس بونيري د سياسي ژوند، سياسي فکر، سياسي یاغیتوب د زندان د تحقیق ، د ټولو رنګينو عذابونو کیسه ډېره اوږده ده.

"د شمس بونيري نه څوک د خپلې شپېلۍ غږ نه شي اخستلی، ځکه چې هغه ته خپله لاره، خپل هدف، خپل مزل او منزل معلوم و. "

که زه هغه کیسې ته کېناستم نو اوږد داستان به ترې جوړ شي. خو د دې تمهيدي خبرو مطلب مې دا و چې دا سړی خلکو ته ور ياد کړم.

کومو ملګرو چې په شريکه ور سره د دې لارې سفر کړی دی او هغه خلکو، هغه لوستونکو سره دا سړی معرفي کول مې غوښتل. کوم لوستونکي چې هغه د شاعر په حېثيت پېژني.

نور تعارف خو د خالق خپل تخليق وي، د عام بنيادم فکر، خيال، اراده، عقيده نه ښکاري خو د شاعر او ليکوال په شعرونو او حرفونو کې دا هر څه خلکو ته په ډاګه وي.

شاعر او ليکوال د خپل ماحول، ټولنې، د رياست او سياست نه اثر اخلي، بيا سياسي او نظرياتي فکر او شعور خو دا ټولې باريکۍ رانيسي.

زه دا بيا بيا تکراروم چې کوم شاعر او ليکوال سره سياسي او نظرياتي شعور نه وي، هغه نه ښه شعر ليکلى شي، نه نثر!

د دې هر څه لپاره، سياسي مطالعه، د ټولنې مشاهده او د حرف د صحيح استعمال تجربه ډېره ضروري ده، په دغه ټولو ضرورتونو شمس بونيري ته کمال حاصل دی.

لوستونکى به يې دا کمال هم وګوري او ومني چې هغه په يو څو کرښو کې څومره غټه ـژوره خبره کړې ده.

په لږو حرفونو کې لويه خبره کول ګران کار دی، لکه په کوزه کې د سمندر ځايولو اصطلاح!

ما چې د دې کرښو دننه ''د زندان رڼا'' کې څهٴ محسوس کړي دي نو زه ورته داسې ګورم چې دا به د شمس بونيري تحريري اقوال ثابتيږي ځکه چې د يو سړي ذهن، فکر، عقيده، نظريه هر څهٴ راښکاره کوي.

"په لږو حرفونو کې لويه خبره کول ګران کار دی، لکه په کوزه کې د سمندر ځايولو اصطلاح!"

په پاکستان کې خو د سرکاري اقوالو په حواله د محمد علي جناح او د هغه د اقوالو څه مشابهت نه کيږي، لکه څوک چې د چا په زوى/لور شکمن شي چې دا خو د پلار په شان نه دى.

داسې نور دېر سرکاري شخصياتو ته، خپلو سرکاري سيکرترانو اقوال ليکلي دي. هغوى "اسلامي جمهوريه پاکستان" ته کتلي دي، هغه فرد ته يې پام نه دی کړی چې د ده اسلام سره څه تعلق او تړون!

خو د شمس بونيري غوندې سياسي او نظرياتي سړي چې څه ليکلي دي او په کوم نوي انداز، نوي طریقه کې په لږو حرفونو ډېره غټه خبره کوي نو دا به د ښاغلي د اقوالو حېثيت لري.

خلک به د دې ليکونو په کتو حېران شي، د لوستونکو د حېرانتيا سبب به دا وي چې!؟

سياسي سړی او په دومره لږه خبره صبر!؟

د زندانونو، شنګنجه، سزاګانو سزا وار، او په څو کرښو کې مدعا بيا نول!؟

په عام ژوند کې چپ نه پاتې کېدونکی او د حرفونو دومره کنجوسۍ کې دومره غني توب او سخاوت!؟

د وکالت پېشه او داسې لږ بحث کې غټه مقدمه ګټل!؟

هؤ!

دا د شمس بونيري په پښتو کې ''ټو د پوائنټ'' یا ډېرې پر ځای ليکونه دي.

په قلم او توان يې برکت شه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .