د بشرنوید کالم پښتونخوا: د يو لک ډالروانعام اعلان ــ سزا جزا

د خپريدو وخت: 15:31 گرینویچ - 30 سپتمبر 2012 - 09 تله 1391

د امریکا سترګې د اې اېن پي طرفته را برندې شوې.

د اې اېن پي لارښود او د اورګاډو مرکزي وزيرغلام احمد بېلور '' د عشق رسول'' په جذبه کې د رسول په شان کې د ګستاخانه فلم جوړوونکي په سر د يو لک ډالرو انعام اعلان نه وروسته يو سياسي حرارت راپېدا شو.

د امریکا سترګې د اې اېن پي طرفته را برندې شوې. د زرداري د ډاک خانې له لارې اسفنديار ولي خان خبر شو چې دا ستاسو حاجي صاحب څه وايي!؟

د اې اېن پي استادې بشرا ګوهر خو د خپل محترم حاجي صاحب په شان کې دومره تېز بيان ور کړ چې حاجي صاحب يې د طالبانو په نظر کې ''محترم'' کړ او طالبانو وويل چې موږ غلام احمد بېلور په دغه اعلان باندې د خپل ''ګوښه فهرست'' نه وويست. اوس حاجي صاحب سپين باز دی.

غلام احمد بېلور خو د طالبانو لپاره په دغه جذباتي اعلان باندې محترم شو خو د خپلو محترمو او د اسلام اباد لپاره اوس حاجي صاحب رهنما او وزير دی، محترم نه.

"غلام احمد بېلور هوښیار سړى دى، لمونځ ګزار الحاج دى، په تندي يې د سجدې مهراب هم دى، او د اسلام اباد په پليتو جامو لمونځ هم کوي."

بل خوا غلام احمد بېلور د خپل اعلان په غبرګون راجوړ شویو اختلافاتو کې د خپلې وېنا تحفظ کوي او وايي: ''زهٴ پوخ مسلمان يم، ما چې څه اعلان کړی وبېرته يې نه اخلم''

په دا رنګ حالاتو کې حاجي صاحب د خپل ګوند لپاره هم متنازعه شو او د امریکا ناخوښۍ کې د اسلام اباد د سترګو نه هم پرېوت، خو د دې هر څهٴ باوجود به محترم وي ځکه چې اې اېن پي د حاجي صاحب تاوان نه شي زغملى او اسلام اباد په اخري لمحو کې خپل فعال اتحادي نه شي غورځولى.

پاتې شو د امریکا خپګان نو پاکستان په دغه اصولو عمل کوي چې کور به "جنګ کوو، بهر به ننګ کوو" لکه د حملو د احتجاج باجود هم ډرون حملې کيږى.

په دغه لويه لوبه کې هوښیار سړى هغه دى چې هم شپېلۍ ووهي او هم ستوان وخوري، پاکو سره پاک او پليتو سره پليت!

غلام احمد بېلور هوښیار سړى دى، لمونځ ګزار الحاج دى، په تندي يې د سجدې مهراب هم دى، او د اسلام اباد په پليتو جامو لمونځ هم کوي.

په پښتونخوا اسمبلۍ کې به يې د پېښور سينماګانو خلاف قرارداد کې حصه هم اخیسته او د شمع سينما الزام او ملکيت يې هم په غاړه و.

اوس يې چې د اسلام ضد فلم جوړوونکي پر ضد د يو لک اعلان کړی دی، نو ور سره د پېښور د سېنما ګانو د ملکيت نه انکاري دى.

د دې مسلمانې جذبې سره طالبانو د اې اېن پي حاجي صاحب د اسلام اباد په پليتو جامو کې قبول کړ او د هغه لپاره يې د معافۍ اعلان وکړ. هم خرما او هم ثواب!!

"په را روانو انتخاباتو کې حاجي صاحب ته دوه ګټې ورسېدې، يوه ګټه يې دا ده چې د طالبانو وېره يې ختمه شوه، دوېمه دا چې په خپلو ولسي وېناګانو کې به د خپلې کلکې مسلمانۍ اشتهار کوي."

په را روانو انتخاباتو کې حاجي صاحب ته دوه ګټې ورسېدې، يوه ګټه يې دا ده چې د طالبانو وېره يې ختمه شوه، دوېمه دا چې په خپلو ولسي وېناګانو کې به د خپلې کلکې مسلمانۍ اشتهار کوي.

د پاکستان خلک خصوصاً پښتانه په مذهب ډېر په اسانه وهل کيږي، دا څومره وهل يې چې وخوړل او وهل کيږي، دا عذاب د ثواب لپاره دى، خو د افغانستان خلک اوس جهاد ته فساد وايي او د پښتونخوا خلک ثواب ته عذاب وايي.

لروبر ټول ولسونه بيا هم د دې رنګين غوندې عذاب نه خلاصون نه مومي، د نړيوالو لپاره مذهب د ټولو نه اسانه نسخه ده.

د دې نسخې استعمال په پاکستان کې د دوو قومي نظريو څخه را روان دى او افغانستان خو ازلي ابدي مسلمان دى.

پاکستان خپله ټوله مسلماني پښتنو ته پرې ښوده، په دغه حواله موږ لر او بر پښتون افغان بې ږيرې مذهبيان یو، لکه غلام احمد بېلور چې په خپل سيکولر ګوند کې بيا تر دې حده بنياد پرست دى چې اوس د طالبانو لپاره محترم شو!!

لکه دا شعر!

د جنت د سپينو حورو په هوس کې

يو کافر په سپينه ږيره مسلمان شو

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .