ستاسو نظر: وينه ورکول څرنگه عامېدلاى شي؟

د خپريدو وخت: 10:46 گرینویچ - دوشنبه 01 اکتوبر 2012 - 10 تله 1391
وينه

خلک ولې د وينې له ورکړې ډډه کوي؟

د افغانستان د خوست په ولايت کې "ځوان وينې بانک" په نامۀ اداره له خلکو وينه ټولوي چې روغتونونو ته يې وسپاري.

دوى د حکومتي بنسټونو له مشرانو او کارکونکو وينه اخلي.

د دې بهير په ترڅ کې د ځینو وزراتونو او نورو دولتي ادارو کارکوونکو تر اوسه په زرګونه سي سي وینه ورکړې ده.

د وينې دا بانک شاوخوا دوه کاله مخکې د افغان نوښتگرو ځوانانو ناحکومتي بنسټ په خوست کې جوړ کړ چې وروسته دا لړۍ هلمند او يو شمير نورو ولايوتونو ته هم وغځول شوه.

دې بانک تر دې مهاله تر يو ميلیون سي سي ډيره وينه ټوله کړې او اړو ناروغانو او ټپيانو ته یې ورکړې ده.

د ستاسو نظر خپرونه له تاسو پوښتي چې څرنګه کیدای شي د دغه نوښت لمنه د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځول شي؟

ولې خلک د وينې له ورکړې ډډه کوي؟

تاسو خپل نظر له همدا اوسه د برېښناليک او يا د خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريکولی شئ.

ستاسو نظر ته د سه شنبه په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلې فوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

برېنښاليک په لاندې درکړل شوي چوکاټ کې ليکلى شئ او يا هم په دې پته مخامخ ليکنه وکړئ:pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .