یو نظر، د هما ناصري کالم: افغانستان کې دېموکراسي

د خپريدو وخت: 12:29 گرینویچ - پنجشنبه 04 اکتوبر 2012 - 13 تله 1391

افغانستان د نړیوالې ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته په ۲۰۰۱ کال کې سیاسي بهیر ته ور ننوت.

په افغانستان کې د توکمیزې جګړې امکان را کمول او د دېموکراسۍ بیا پرځای کول

افغانستان د نړیوالې ټولنې او د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته په ۲۰۰۱ کال کې سیاسي بهیر ته ور ننوت.

ځینې داسې استدلال کوي چې په حقیقت کې د نړۍ بل هر هېواد د افغانستان په پرتله د ډېموکراتیک کېدلو لپاره ښه جوګه وو.

د حکومت ریاستي نظام، پارلمان، ولایتي شوراګانې او ټاکنیز سایکل او بهیر، د افغانستان د ډېموکراتیک کېدلو د پیل ګامونه ګڼل کیږي.

د دغو ادارو د شتون په موخه نړیوالې ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو ډېر د ازرښت وړ زیارونه و ایستل، خو د دغو کوښښونو سره سره دلته یوه پوښتنه لا تر اوسه هم شته هغه دا چې افغانستان نن په کوم حالت کې دی او ملت به یې کوم ډول راتولونکي ته سترګې په لار وي؟

ځینې داسې استدلال کوي چې د نړیوالو ځواکونو د ۱۱ کلن شتون او تر میلیونو مالي مرستو وروسته بیا هم د افغانستان وضعه لا تر اوسه نا سمه او بې ثباته برېښي.

افغانستان ولې تر اوسه پورې د جګړې په اور کې سوځي؟

دلته د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له خوا ځینې غټې تېروتنې شوي چې دا حالت رامنځ ته شوی دی. خو زه نه غواړم دلته د هغو تېروتنو یادونه وکړم.

غواړم د نړیوالو ځواکونو وتلو، د داخلي جګړې د پیل ډار او د قدرت په وېش کې د نړېوالې ټولنې رول ته اشاره وکړم.

له هغې مودې راهیسې چې نړیوالو ځواکونو افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو د لېږد بهیر ګړندی کړی او غواړي امنیتي مسولیت افغان ځواکونو ته ور وسپاري او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالو ځواکونو د وتلو خبرې د افغانانو راتلونکی له ګڼ شمېر ننګونو سره مخ کړی دی.

نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دې زمینه برابره کړي چې ژر تر ژره د دولت بنسټیز اساسات، د بشر حقوق، اقتصادي وده او مدني ټولنې پیاوړی کړي.

د ساري په ډول د "جنګ سالارانو نفوذ، په پراخه کچه اداري فساد، توکمیز حساسیتونه، د ښې حکومتدارۍ نه شتون او د مخدره توکو قاچاق یادولی شو".

یاد شوي هغه فکتورونه دي چې د تېرې لسیزې لاسته راوړنې یې تر ډېره بریده ګواښلي دي.

په هر حال، په یادو شویو ستونزو کې د توکمیز یا قومي حساسیتونو زیاتېدل د سولې د ۱۰کلن بهیر په جوړېدلو تر ټولو منفي اغېز کړی دی.

زما په آند اوس مهال د ځمکې له سیارې داسې نړۍ جوړه شوې چې په کې پراته ملکونه یو پر بل اغېزه لرلی شي. "ترهګري او د مخدره توکو قاچاق د یادولو لپاره څو بېلګې دي چې تر ډېره بریده په نړیواله کچه یې بده اغېزه لرلې ده".

نو په دې اساس داسې ویل کیږي چې نړیواله ټولنه به د ۱۹۹۰ کال هغه تېروتنه بیا نه تکراروي چې افغانستان یې یوازې پرېښود او پایله یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې (۱۱) زړه بوږنونکې پېښه وه.

دوی به افغانستان نه پرېږدي، خو ښکاره خبره ده چې افغانستان به هغومره د پام وړ هم نه وي لکه څنګه چې ۱۱ کاله د مخه و.

اوس په داسې حالت کې حتی که نړیواله ټولنه شتون هم ولري، د هېواد وضعیت به د سیاسي سیالۍ له امله یو توکمیز اخ او ډب ته لاړ شي.

دا چې افغانستان په تېره لسیزه کې په ډېموکراتیک ډول د سیاسي قدرت د وېش تجربه نه درلوده، نو سیاسي نظام د یو توکمیزې ډلې تر اغیز او کنټرول لاندې راغلی دی او پایلې یې په دولتي ادارو کې د نورو توکمونو کمزوری حضور څرګند شوی.

د کابل ښار

سره د دې چې دا یو حقیقت دی چې د طالبانو د رژیم د نسکورېدلو وروسته د "بن کنفرانس د لویو مخالفو ګروپونو تر منځ د یو ډېموکراتیک ګډ سیاسي نظام د جوړولو لپاره یو سمبولیک ګام وو، د بن وروسته اداره چې د یو ځانګړی ګروپ تر واک او کنټرول لاندې وه، په بشپړه توګه پروسه یې د ناکامۍ سره مخ کړې ده".

خو بیه وروسته کې د نړیوالې ټولنې د زیاتو فشارونو وروسته پای ته ورسېد.

خو اوس مهال د کرزي حکومت په دوامداره توګه نه یوازې د یو توکم د ټوپک سالارانو تر اغېزې لاندې دی، بلکې د نورو توکمونو وګړي چې په رښتیني ډول د ډېموکراتیکې ټولنې د جوړښت لپاره کار نه کوي او غواړي قومونه سره ووېشي، د یو بل پر خلاف یې را ولمسوي او تاوتریخوالی را منځ ته کړي، تر اغېز لاندې دی.

نو په دې حالاتو کې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د توکمیزې جګړې د پوتنسیال په راکمولو کې څه رول لوبولی شي او څنګه کولی شي په ټولنه کې ډېموکراسي پرځای کړي؟

"د افغانستان پارلمان، مدني ټولنو، اکاډمیکو ډلو، سیاسي مخالفو ګروپونو او د محصلینو ټولنو څخه سیاسي پېژندل شویو او مخورو څېرو ته باید پاملرنه وشي تر څو د افغان حکومت د منځپالو (معتدلو) سیاستوالو سره یو ځای د یو ګډ سیاسي نظام د ټينګښت لپاره کار وکړي".

د نړیوالې ټولنې لپاره خورا اړینه ده چې د پېژندل شویو "سیاسي څېرو نه داسې خلک په ګوته کړي چې په رښتیني ډول په ولسواکۍ (ډېموکراسۍ) د بشر په حقونو، ټولنیز عدالت او د توکمنو ترمنځ پر ګډ ژوند باور ولري".

د دې تر څنګ نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دې زمینه برابره کړي چې ژر تر ژره د دولت بنسټیز اساسات، د بشر حقوق، اقتصادي وده او مدني ټولنې پیاوړی کړي.

په دې ډول شونې ده چې د ټوپک سالارانو واک کم او توکمیز اختلافات د منځه یوړل شي، او ټولنه به د سولې پر لور ولاړه شي چېرته چي ډېموکراسي پرځای او ښه حکومتداري پاېښت موندلی شي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .