تر یو ملیارد ډېر کسان هره میاشت فېسبوک کاروي

د خپريدو وخت: 07:14 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
facebook

فېسبوک په ۲۰۰۴ کال فعالیت پیل کړاواوس غواړي د خپلو کاروونکو لپاره نوی بېس جوړ کړي.

د ټولنیزو اړیکود ویبپاڼې فېسبوک مسوولین وايي هره میاشت په ټوله نړۍ کې تر ۱۰۰۰ ملیونه ډېر کسان دغه پاڼه کاروي.

د پنجشنبې په ورځ دغه اعلان له یوه امریکايي ټیلویزون سره د مرکې پر محال د فېسبوک بنسټ اېښودونکي مارک زکربرګ وکړ.

فېسبوک په ۲۰۰۴ کال فعالیت پیل کړاواوس غواړي د خپلو کاروونکو لپاره نوی بېس جوړ کړي.

د دې کمپنۍ مسوولین وايي په نړۍ کې د فیسبوک تر ۱۰۰۰ ملیونه ډېر کسان د یواعشاریه یودرې ټریلیونه لایکس، ۲۱۹ ملیارده تصویرونو او ۱۷ ملیارده لوکېشنز د کتلو مسوولیت لري.

نوموړي په خپل (اپډیټ اسټیټس) کې لیکلي، چې ما او زما همکارانو ته د دې اعزاز په راکولو له تاسو منندوی یم.

د نوموړي په خبره" د نړۍ د ۱۰۰۰ ملیونه خلکو تر منځ اړیکي ټینګول غوره کار دی او دا زما لپاره یو ویاړ دی."

د فېسبوک موسس مارک زکر برګ په دا وروستیو کې روسیې ته تللی و، چې هلته يي له لومړي وزیر دیمتري مېدودیف سره وکتل.

بل لور ته د دې پاټې مسوولین وايي په افریقا کې يي داسې کارېدونکي فیچر مبایلونه په نښه کړل، چې د فېسبوک پاڼه يي په سمه توګه نه څرګندوله.

د دوی په خبره اوس په هغه ځای کې د فېسبوک په کاروولو کې اسانتیا رامنځته شوې.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .