سرې دیوي ۱۵ کاله وروسته بیا بولیوډ ته ستنه شوه

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - جمعه 05 اکتوبر 2012 - 14 تله 1391
sridevi

امیتاب بچن له سرې دیوي سره ۲۰ کاله مخکې په ( خداګواه) فلم کې وروستی ځل رول لوبولی و.

له۱۵ کلن ځنډ وروسته د بولیوډ فلمي نړۍ ته ستنه شوې سرې دیوي مني، چې اوس هم داسې ډېر هنري فعالیتونه شته چې باید ویې کړي.

د بي بي سي له هندي سروس سره د مرکې پر مهال سرې دیوي وویل" تر اوسه پورې خو ما هیڅ هم نه دي کړي، څومره ښه فلمونه جوړیږي، څومره اعلی پنځوونکي موجود دي، له همدې امله داسې ډېر څه پاتې دي چې باید زه يي وکړم."

کله چې له هغې پوښتنه وشوه، چې ایا غواړي یو پخوانی فلم بیا جوړ کړي، نو سمدستې ځواب يي داو، چې هو غواړم (مدر انډیا) بیا جوړ کړم، ما هغه فلم ډېر ځلې کتلی،دومره ځلې چې شمېر يي ګران دی، نرګس په هغه فلم کې ډېر اعلی هنر پنځولی، زه غواړم هغه رول ولوبوم."

سرې دیوي دغه راز په ۱۹۸۷ کې د وړاندې شوي خپل شاهکار فلم (مسټر انډیا) په سیکويل هم خوښه ده. د مسټر انډیا پروډیوسر بوني کپور و، چې اوس د سرې دیوي خاوند دی.

بوني کپور اوس د دغه فلم په سیکویل کار کوي، دا چې سرې دیوي به د دغه فلم برخه شي او که نه، د دې پوښتنې په ځواب کې هغې وویل، چې اوس د فلم په کېسه کار کیږي، له همدې امله دا په دې اړه څه ویل نه غواړي.

"تر اوسه پورې خو ما هیڅ هم نه دي کړي، څومره ښه فلمونه جوړیږي، څومره اعلی پنځوونکي موجود دي، له همدې امله داسې ډېر څه پاتې دي چې باید زه يي وکړم."

سرې دیوي

سرې دیوي د خپل فلم د مشهور کولو لپاره نامتو ګیم شو( کون بنېګا کروړپتي) ته هم تللې وه او هلته ورته له امیتاب بچن سره د هنري فعالیت زمینه برابره شوه.

امیتاب بچن د سرې دیوي په (انګلیش وانګلیش) فلم کې هم د مېلمه لوبغاړي په توګه رول درلود.

امیتاب له سرې دیوي سره ۲۰ کاله مخکې په ( خداګواه) فلم کې وروستی ځل رول لوبولی و.

سرې دیوي وايي له دومره کلونو وروسته هم د امیتاب په وړتیا کې هیڅ توپیر نه دی راغلی او له هغه سره ګډ کار يي غوره وباله.

سرې دیوي مني، چې د نن سبا فلمي لوبغاړي له بشپړ چمتو والي وروسته فلمونو ته مخه کوي، خو له دې مخکې داسې نه و. د دې په خبره د سینما په تکنالوژي کې هم خورا مثبت بدلون راغلی.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .