د بشرنوید کالم پښتونخوا: بلوچستان د بنګال په اينه کې

د خپريدو وخت: 12:27 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

"اسلام اباد موږ نه قبلوي بايد چې موږ د غلامۍ نه ازاد کړي، موږ ته هيڅ افسوس نشته"

د بنګال په اينه کې چې تاريخ اوس هم ځانته ګوري نو په مخ یې د اسلام اباد، پنجابي استعمار، ولسي او پوځي ادارې د لاس نوکارې دي خو اوس د بنګله دېش په ژبه وايي!

''زموږ د جدايۍ فېصله سمه وه''

اوس بلوچستان د څو کلونو راهیسې د بنګال په اينه کې ځان ته ګوري. عین هم هغه شان بونګه کولى شي، ژوندي جاړ ورکيږي، په بې رحمانه طريقو وژل کيږي، په سرونو کې یې په ''ډرل مشين سوري کيږي، سترګې ترې ايستل کيږي، په بورو کې بند لاسونه یې په لارو غورځول کيږي.

اوس د پنجاب مشرتابه، مذهبي قيادت، سيکولر او قام پرست ټول قوتونه بلوچستان ته د بنګال په ۤاينه کې ګوري، د شېخ مجيب الرحمان شپږ نکات ياديږي، حتٰى چې د سترې محکمې د لوی قاضي په ګډون د عدليې نور قاضيان په يوه خوله، پر حکومت د بلوچستان د خرابو حالاتو تور لګوي.

استخباراتي شبکې په دغه ټول جنجال کې برابر شريکې ګڼي. بلوچستان د بنګال په اينه کې د دې لنډۍ په مثال ښکاري!

ښهٴ شوه چې ستا نه پوره نهٴ شوه

چې ملامته درته زه نه شوم مينه

""کابل بايد وسوځي""

دا ټوله ملامتيا او حجالت اسلام اباد ته رسي، دا بېله خبره ده چې اسلام اباد نه په هغه زمانه کې په ډهاکه کې د يو نوي پوځ په وسله غورځولو او د هند د جنګي قېديانو په قېد او ماته خجل شوى دى او پر له پسې د جمهور او اۤیين په قتل عام ملامت شوى دى، نهٴ د خپلو ولسونو په احتجاج او نه د عدليې په قانون په ټوپ وهلو یې دا زړه ته راځي چې دا موږ څه کوو!؟؟

اوس د بلوچستان حالات واقعيات او پرله پسې يو جريان هم د اسلام اباد سترګې نه سوځوي.

عطاء الله مېنګل

نوي راجوړ حالات، واقعيات او ستره محکمې نه د بلوچستان نېشنل پارټۍ مرکزي صدر سردار اختر جان مېنګل راتګ او په عدليې باندې د اعتماد څرګندونه، او ورسره د ټول حکومتي اتحاد نه د بهر ګوندونو مشرانو ملاقاتونه او د بلوچستان په حق کې د خپلې رایې د استعمال څخه خبره نوره څرګنده شوې ده، چې کوم درد او تکليف د ''مشرقي پاکستان مرحوم'' په حواله محسوسېده، هغه د بلوچستان په هکله نشته.

د سردار اختر جان مېنګل د پاکستان درې ورځنۍ دوره، سترې محکې کې پېشې، د سياسي ګوندونو سره ملاقاتونه، او د اېم کيو اېم نه په ښکاره سپينو ټکو کې د ملاقات نه انکار او د شېخ مجيب د شپږو نکاتو تجديد دوه شکلونه څرګندوي.

يو دا چې د سردار اختر جان مېنګل پاکستان ته دوره او سترې محکمې کورټ باندې د اعتماد څرګندونه او د پارلماني سياست له لارې د بلوچستان په حواله سياسي حل ته ځينې قوتونه د شک په نظر ګوري چې دا د ادارې څخه د روغې جوړې يوه نوې تګ لاره ده.

په دغه يو شکي، ګماني شکل کې د بلوچستان د هغه متحاربو قوتونو، جنګي باغيانو د ناخوښۍ رنګونه هم جوت ښکاري چې وايي "موږ په اسلام اباد هيڅ باور او اعتماد نه لرو او د عدلي يا سياسي لارې حل څه پاتې دى"؟

په دغه رنګ باغيانه اظهار کې عېن هغه شان خبره ده، لکه اسلام اباد چې به د مشرقي پاکستان په حواله ويل!

"اسلام اباد موږ نه قبلوي بايد چې موږ د غلامۍ نه ازاد کړي، موږ ته هيڅ افسوس نشته."

سردار مېنګل

"موږ ته د بنګال ځمکه په کار ده، خلک نه"!

يا به یې د افغان جنګ او افغان مسالې په وخت ويل!

"کابل بايد وسوځي" Kabul Must Burn اوس تاريخ خپله انتقامي سپېړه د اسلام اباد مخ ته نيولې ده او د بلوڅانو باغيانو لهجه وايي: اسلام اباد بايد وسوځي".

په دغه دویم شکل کې د اخترجان مېنګل جارحانه انداز د شېخ مجيب په انداز هغه شپږ نکات تازه کول دي چې يو ځل یې پاکستان مات کړی دی او بلوچ سردار په څرګنده وويل:

"د خونړي طلاق نه بغېر په ارامه او سوله ییز طلاق ښه دی، طلاق خدای پاک يو ناخوښه عمل ګرځولی دی خو اجازت یې ورکړی دی چې دوه انسانان د ژوند ملګرتيا نه شي کولی بايد د ژوند لارې جدا کړي. د دې څخه معلومه ده چې خدای پاک انسان ته د ازارۍ څومره حق ورکوي؟؟"

د سردار مېنګل خبره چې "اسلام اباد موږ نه قبلوي بايد چې موږ د غلامۍ نه ازاد کړي، موږ ته هيڅ افسوس نشته"، لکه چې اوس بلوچستان د بنګال په اينه کې يو بل شېخ مجيب ښکاره کوي.

ګډ عمل یې يو دا دی چې سردار اختر جان مېنګل خپل شپږ نکات د شېخ مجيب د نکاتو نه جدا نه ګڼي، بله همشکلي همرنګي یې دا ده چې شېخ مجيب ته هم خپلو باغيانو په زوره ويل چې د بنګله دېش اعلان به کوې.

"د خونړي طلاق نه بغېر په ارامه او سوله ییز طلاق ښه دی، طلاق خدای پاک يو ناخوښه عمل ګرځولی دی خو اجازت یې ورکړی دی چې دوه انسانان د ژوند ملګرتيا نه شي کولی بايد د ژوند لارې جدا کړي."

"موږ د پاکستان سره په هيڅ حالت نه ځو"، د سردار اختر جان مېنګل پاکستان ته راتګ او د سياسي لارې د حل په حواله بلوچ باغيان د ناخوښۍ څرګندنه کوي.

د اسلام اباد د پرېکړو سره د اختلاف شکلونه دلته جلا جلا دي، بلوچ سردار چې د پارلماني سياست تر حده پوځي جنرالانو، او ادارې څخه په سياسي لفظونو جنګ کوي، او باغيان په جار وايي، "موږ پاکستان نه منو".

باغيان د خپل جنګ نتيجه غواړي، د غلامۍ زنځير نه ښکلوي، ماتوي یې او په جارحانه ادا وايي:

زه په انجام د بغاوت جانانه ښه پوهېږم

چې په دار نه شي نو د سترګو خوا ته چېرته رسي

د بلوچستان د پارلماني سياستوالو ، سردارانو، نوابانو، سختو لفظونو د جنګ نه د بلوچ باغيانو عسکري مزاج او انداز نور ډېر زيات مضبوط دى.

دا خبره مشر بلوچ سردار عطاء الله مېنګل هم په کراچۍ کې د نواز شريف سره د ګډ خبري کانفرنس په وخت کې کړې وه.

اوس خبره زما نه ده، اوس به اسلام اباد بره غرونو ته باغيانو څخه فېصله کوي.

د دې خبرې څخه واضحه ده چې اسلام اباد به اوس د بلوچستان نتيجې ته د سردارانو په لفظونو کې نه د باغيانو په بغاوت کې ګوري او ليدل کيږي چې د بلوچ او بنګالي باغي شکلونه يو شان دي!!!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .