اصراف که سخاوت؟

د خپريدو وخت: 10:51 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

راتلونکې دوشنبه په کاناډا کې د تنکس ګېوېنګ یا د منندوینۍ د ورځ په نامه عمومي رخصتي ده.

دا د کاناډايانو یوه دودیزه ورځ ده چې هرکال د اکتوبر د میاشتې په دویمه دوشنبه په کورنیو کې لمانځل کېږي.

په امریکا کې هم دا ورځ د نومبر د میاشتې په څلورمه پنجشنبه راځي او په ورته دودونو يې خلک لمانځي.

د منندوینۍ ورځ د خلکو د ډېرو دودونو په څېر د ښه ا و انساني خلوص څخه پیدا شوی دود دی.

کله چې لومړني مهاجرین له اروپا څخه کاناډا ته راغلل او دلته مېشت شول له ډېرو ستونزو سره مخ ول.

خو د کاناډا د اصلي او لومړنیو خلکو په مرسته وتوانېدل چې کرنې وکړي، څاروي او مرغان وروزی.

دوی د هماغه کال په مني کې له خدای نه د خپلو حاصلاتو څخه د منندويۍ په نامه میلمستیاوې وکړلې او خپل خواړه يې له دغلته شته پخوانيو اوسېدونکو سره شریک کړل.

افغاني ډوډۍ

ډېری کاناډايي کورنۍ اوس هم د منندوینۍ ورځ دود پر ځایوي او هماغه دودیز ماښامنی، پیل مرغ، کدو او پټاټې پخوي او د کورنۍ له غړو سره يې یو ځای خوري.

خو په دې ورځو کې کاناډايي رسنۍ د اصراف او بې ځایه مصروفونو خبرې کوي او خلک هڅوي چې د منندوینۍ ورځ دې داسې نه لمانځي چې ډېر خواړه باطل شي او په خځلو بدل شي.

په دې اړه څېړنې ښيي چې د خلکو د اصراف او بې ځایه مصرف بېلګې وړاندې کړې دي.

د بې ځایه مصرف د مخنیوي لپاره ډېر وړاندیزونه کېږي: "خلک دې پام وکړي چې په مېلمستیاوو کې د مېلمنو د خوراک په اندازه ډوډۍ پخه کړي. مغازې دې غذايي مواد په وړو بستو کې خرڅوي. د خوراکي موادو بيې دې لوړې شي چې خلک د اړتیاوو نه زیات شیان و نه پېري او داسې نور".

ما چې سهار په راډیو کې دا خبرې اورېدې، پوښتنې مې زړه کې وګرځېدې:

کاناډا په نړۍ کې د هغو کمو هېوادو په کتار کې ده چې له اقتصادي رکود سره نه دی مخاخ شوی. بې کاري په سلو کې له ١٠ نه کمه ده. وچکالي او لوږه نه ده محسوسه. ولې خلک ورځ تر بلې د اصراف غندنه کوي او خلک او خپل دولت يې مخنیوي ته هڅوي؟

ورځ تر بلې خلک د دودونو د فزیکي او نمایشي بڼې څخه لرې کېږي او معنوي او فلسفي اړخ ته يې مخه کوي.

ډېر خلک د خپلو خپلوانو تر منځ د لویو میلمستیاو پر ځای پیسې یا پیل مرغان مرستندویه موسسو ته بسپنه ورکوي چې هغوی دې د ممندوینۍ په ورځ وړیا ماښامانۍ له دودیزو خوړو سره برابر کړي.

نن سبا ډېر ځوانان او د فکر خاوندان هماغومره چې په سپما او له اصراف څخه په مخنیوي نازیږي د ډېر مصرف او د اړتیا څخه په زیاتې پریمانۍ شرمیږي.

افغاني ډوډۍ قابلي پلو

له خپلې اړتیا څخه زیات مصرف یوازې د خپلو پیسو او شتمنۍ سپما نه بولي بلکې د عامه شتمنیو ساتنه او له بې ځایه مصرف څخه يې مخنیوی هم گڼي.

اوبه، برېښنا، انرژي او نور که يې دولت مسوول دی یا خلک، بې ځایه مصرف يې عیب ګڼل کېږي.

د اصراف او بیا خلکو سره د شریکولو او بخښنې خبرې په دې ورځو کې ډېرې اورېدل کېږي.

نه پوهېږم څومره به پر اورېدونکو اغېزه ولري یا ونه لري خو زه يې فکر ته هڅولې یم او په کابل کې د څو کاله مخکې ودونه را په یادوي.

د هوټلونو ځوان کارګران چې په منډه به يې د مېز پر سر پاتې د وریجو او غوښو ډک پلاستیکي لوښې له دسترخوان سره یو ځای په یو وار په یو سطل کې ایسته اچول.

نه پوهېږم هلته نورو میلمنو ته دا څنګه مالومېدل. سخاوت او پریماني؟ خو ماته بې ځایه مصرف و او بس.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .