حنیف بکتاش چې زه یې لا تر اوسه هم هلمند بولم!

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - شنبه‬ 06 اکتوبر 2012 - 15 تله 1391

هلمند په ۱۳۵۵ کلونو کې چې لا تنکی زلمی و، په افغانستان کې د ادبي کانکور ادبي جایزه ګټلې وه.

د ژوندانه له درانه پېټي یې اوږې سپکې شوې؟؟؟

د ۱۹۶۱ کال څخه د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر تر څلورمې:

د لنډ ژوندانه په لنډه موده کې یې په تاریخ کې دوکتوری، په سیاست کې یوه حاکمه سیاسي دوره، څو لنډ او ځغلنده کلونه یې د ماېکرافون ترشا او له ځوانه ځوانۍ یې د مرګ تر ورځو شعر لیکلی.

نوم مې په افغانستان کې ډېر اورېدلی و خو له هلمند سره مې په ۱۹۹۷ کال کې مخامخ په بي بي سي کې وپېژندل ــ لکه څرنګه چې د ماېکرافون تر شا سر مست او جانانه و، چې له سټیدیو به را ووتو نو د انساني تفکر د غمونو پیټی به یې په اوږو بار وو.

د قهر او غصې د خوښۍ او مستۍ په مهال به هم په نظمي نثر غږېده او په ښکاره به یې په شعر کې د وزن او قافیې له فورمونو سره مخالفت کاوه.

هلمند په دې عقیده و چې وزن او قافیه د شعر د مضمون د څرګندولو د لارې خنډ دي او ځکه یې د کلاسیکو شعرونو د فورمونو او چوکاټونو د ماتولو تکل کړی و او کله یې چې خپله آزاد شعر لیکه نو د ازاد کلام په قالب کې به یې د ادبي شعري ټکو په پېیلو کې د مضمون پېغام ساده رساوه.

زه د کوڅې له تښتېدلې څېرې

ستړی یمه

له دریڅې ستړی یم

چې په درواغجنه ژبه

د سپېدو ژمنه کوي

یوه بې درواغو ورځ به کله راشي؟

هلمند په ۱۳۵۵ کلونو کې چې لا تنکی زلمی و، په افغانستان کې د ادبي کانکور ادبي جایزه ګټلې وه:

موږ له لمـــــــره تښـــــــــتو

او د خپلو سیورو شاته سرګردانه یو

د همــــــــدې لپـــــــــاره

زموږ مخې ته همیشه تیاره ده

سلیمان لایق ـ هلمند د یوه ځانګړي سبک شاعر بللی او ویلي یې دي چې بکتاش د شعر ویلو لپاره ‌ذاتي او فطري استعداد درلود.

هلمند د انساني تفکر خاوند و، د بکتاش د ژوندانه وروستي کلونه، د ژوندانه د نامرادو شېبو له درانه بار سره د مازیګر د ژیړي لمر له وړانګو سره یو ځای د یوه نا پایه ماښام جوګه شوو.

د بکتاش سترګې نور نو د چا د لارې پلونه نه څاري، بکتاش نو نور په خونه کې دې ته سترګې په لار نه دی چې څوک به یې پوښتنې ته ورشي او دی دې د خپل غمجن زړګي لمنه ورته وغوړوي.

که بکتاش په خپل قلم د خپل ژوندانه ترخه کیسه لیکلې وای نو هغه به یو ټولنیز انتباهي، تلپاتی اثر و خوله بده مرغه چې بکتاش ټولنیز سنتي سکوت ته لاس تړلی ور تسلیم شو او د یوې قلمي نسخې په توګه مخکې تردې چې چا لوستی وي وسوځېد.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .