لونګ، د هميم جلالزي په قلم: غږيز کتابتونونه او زموږ اړتيا

د خپريدو وخت: 12:41 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

موږ غږيزو کتابتونو ته ډېره زياته اړتيا لرو.

د شپږو شمو په نيمه دايره کې دېوال ته يو ارام ناست انسان چې د "زهره" د بيتونو له زمزمې سره به يې سترګې ټينګې پټې ونيولې، په تندي کې به يې ګونځې پيدا شوې، داسې به مې انګېرله چې په روح کې يې دا حساساتو يو توپان روان دی.

مخې ته يې يو لپاټ کمپيوټر او دوه لوی لاوډسپيکرونه ايښي ول. تر لاوډسپيکرونو د غزل ستوري استاد محمد صديق پسرلي د "زهره" بيتونه اورېدل کېدل. ناست ملګري ټول د زهرې په قدم د کندوز په يوه ښېرازه سيمه چاردره کې ګرځېدل.

د زهرې شپه وه. د استاد پسرلي د شهکار منظوم اثر "زهره" هغه دېکلومې، مو اورېدې چې د هېواد د تياتر او سينما د نامتو لوبغاړي ممنون مقصودي د خواريو ثمره ده.

"زهره" د شاوخوا ۱۷۰ کلونو وړاندې د مينې يو رښتنی داستان دی چې استاد پسرلي منظوم کړی دی.

په داستان کې د سيمې د امير زوی د يوه کوچي پر لور مين شي، خو نجلۍ يې په ماشومتوب کې د خپل کاکا زوی ته په نامه کړې وي. جرګې او مرکې وشي خو د ټولنې رواياتو او دودونو ته معتقد پلار راضي نه شي، چې خپله ورکړې لور د مادياتو په بدل کې د يوه شهزاده په نوم کړي.

کوچيان له چاردرې څخه د امو پر لوري وکوچېږي خو د امير د زوی لښکرې پسې ورشي، نيم د بغاوت په نوم تر تېغ تېر کړي او نيم نور د امو څپې له ځانه سره يوسي.

ممنون مقصودي د کونډې زوی د سريال له وخته او بيا د بي بي سي د نوي کور نوي ژوند د ډرامې تر لړۍ پورې خپل مينوال ګام په ګام له ځان سره بېولي دي او داسې يو نوم دی چې هېڅکله به د خلکو له ژبو و نه لوېېږي.

"د پخلي او د کور د نظم په اړه هم ځينې کتابونه بايد غږيز شي، چې د نالوستو کورنو مېرمنې ورڅخه ګټه واخلي."

ښاغلی مقصودي د تياتر پياوړی لوبغاړی دی، چې د کونډې زوی په کاميډي سريال کې يې د شادګل رول د ډېرو خلکو پام ځانته ور واړاوه.

د ګوتو په شمېر ځينو نورو لنډو فلمونو کې يې هم کار کړی دی. د بي بي سي په نوي کور نوي ژوند ډرامه کې يې د رحيمداد رول لوباوه چې لا هم زما په ګډون د ډېرو خلکو په تصور کې ګرځي.

ښاغلی مقصودي دا مهال په کابل کې له يوې سيمه ييزې راډيو سره کار کوي. ده هڅه پيل کړې، چې يو شمېر پښتو او دري کتابونه غږيز کړي.

زهره، لام اييلينو، ارشاک و اوشاس او څور نور دغسې کتابونه يې دا مهال چمتو کړي دي.

ښاغلی مقصودي غواړي چې په دې ډول ځينې ګټور کتابونو د ټولنې هغو خلکو ته هم ورسوي چې ليک لوست نه شي کولای.

رشيدبيان

زه د اتو نهو کلونو وم. ليک لوست مې هومره زده کړی و، چې د پښتو د ځينو کتابونو متن پرې ولوستلای شم. زما پلار نالوستی دی. ښه مې يادېږي چې ژمی به سهار له جوماته را ووتلو د کور په انګړ کې به لمر ته کېناستو او ماته به يې رشيدبيان راکړ، راته ويل ویل به يې په غږ يې ورته ووايم.

ما به رشيد بيان ورته لوست او د کوم ټکي تلفظ چې به مې غلط کړ پلار به مې د کلام له سياق او سباق څخه معلومه کړه، چې دا کلمه مې غلطه کړه، نو راته ويل به يې چې دا دې غلطه کړه، بيا يې ووايه ، په دې ډول به ما خپلې تېروتنې اسانې حل کولې، د کتاب له متن سره به اشنا کېدم او پلار ته به مې زما د لوستلو ګټه دا وه، چې هغه به په رشيدبيان کې راغلي ديني مسايل په اسانه زده کول. په دې منځ کې ما د ټيپ ريکارډ رول لوباوه.

د ممون مقصودي هڅه مې خوښه شوه. ټولنې ته د کتابونو د رسولو اسانه لاره راته ښکاره شوه.

زما په اند د ممنون مقصودي هڅه بايد يوازې د ده تر وسه پورې محدوده پاتې نه شي، حکومتي اړوندې ادارې او نورې مرستندویه ټولنې چې د ليک لوست د عامولو په برخه کې کار کوي بايد د چاپي کتابونو تر څنګ د کتابونو غږيزې برخې ته هم خپل پام ور واړوي.

د بېلګې په ډول که د ښځو چارو وزارت د ښځو د حقونو په اړه کوم کتاب چاپوي، بايد د هغه کتاب غږيزه برخه هم خپره کړي، ځکه چاپي کتاب ډېر محدود وي او زموږ ټولنه هم لوستې نه ده او بله دا چې د چاپي کتاب په پرتله غږيز هغه تر ډېرو خلکو رسېدلای شي.

د آډيو او غږ اورېدل ډېر اسانه دي، هر څوک يو کوچنی ټيپ ريکارډ لري، چې يوه کيسټه ورباندې واوري، په ټيليفونونو کې هم د ام پي تري په ډول جوړېدای شي او اورېدل کېدای شي. دغه راز سيمه ييزې راډيوګانې هم په دغې برخه کې مهم رول لوبولی شي چې دغه کتابونه ولولي او خلک يې واوري.

زما د کلي له هر ځوان سره ټيليفون شته. د دوی يوه لويه برخه ان په ټيليفون کې ليکل شوی نوم نه شي لوستلای، خو ټيليفونونه يې د پېښوريو ډرامو او بازاري سندرو له آډيو او ويډيو کيليپونو ډک وي.

"که موږ د خپل تاريخ او اخلاقياتو ځينې ګټور کتابونه، چې لوستل يې د هر چا لپاره اړين وي غږيز کړو، نو د دې پر ځای چې چاپ شوي زر ټوکه زر کسان ولولي آډيو بڼه به يې ميليونونه کسانو ته ورسېږي."

د ټيليفونونو دوکانونه خو دغو کليپونو ته ډېر ارزښت ورکوي، ټيليفوني فارمټونه ترې جوړوي او بيا يې پلوري.

که موږ د خپل تاريخ او اخلاقياتو ځينې ګټور کتابونه، چې لوستل يې د هر چا لپاره اړين وي غږيز کړو، نو د دې پر ځای چې چاپ شوي زر ټوکه زر کسان ولولي آډيو بڼه به يې ميليونونه کسانو ته ورسېږي.

د انګريزي او عربي په ګډون په اکثرو ژبو کې غږيز کتابتونونه شته. د غږيزو کتابونو ارزښت له چاپي کتابونو څخه کم نه دی. همدا اوس په انټرنېټ کې سلګونه داسې پاڼې شته چې په هره يوه کې سلګونه انګريزي، عربي، فارسي او نور کتابونه په غږيزه بڼه پر ليکه وي.

د ويډيو او سي ډي دوکانونه هم کېدای شي، چې ددغو کتابونو د وېش لپاره ښه ځايونه شي.

موږ هسې هم د ډېرو شيانو پيسې نه اخلو، راځئ چې دغه غږيز کتابونه هم د دوکانونو، راډيو ګانو او نورو لارو په مرسته وړيا خلکو ته ورسوو، چې څه ترې زده کړي.

بله خبره دا ده چې دا مهال اکثره کتابونه زر ټوکه چاپېږي او په چاپ شويو کتابونو کې هم ډېر کتابونه يوازې د کتابتونو د الماريو بنديان وي او يوه لږه برخه کې يې د لوستونکو تر لاسونو پورې رسېږي.

په کابل کې يو شمېر راډيو ګانې د شپې لخوا د کتابونو د لوستلو پر له پسې لړۍ لري، چې خورا ډېر اورېدونکې لري. اکثره راډيو ګانې ناولونه لولي او اورېدونکې يې ډېر په شوق اوري.

دغه لړۍ موږ ته ښيي چې د کتابونو د اورېدونکو کمی نشته، لوستې او نالوستې مو ټول مينه لري، هغه ناول واوري چې د دوی کورونو ته څېرمه د يوې سيمه ييزې راډيو له څپو څخه اورېدل کېږي.

ماته د خپلې ټولنې پر ځينو اخلاقي کمزورتيا د برلاسي لپاره همدا لاره ډېره ښه او اسانه ښکارېږي، چې د اخلاقياتو ځينې کتابونه ولوستل شي او په غږيزه بڼه په خلکو کې خپاره شي.

د بشري حقونو ادارې او د ښځو سازمانونه هره مياشت د بشر او ښځو پر ضد د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه کتابونه چاپوي خو دغه کتابونه يوازې د لوستو کسانو لاسونو ته ورځي او دغه کسان بيا ددغه تاوتريخوالي په زياتولو او کمولو کې ډېره اغېزه نه لري.

له ښځو سره تاوتريخوالی خو په هغو سيمو کې ډېر دی چې خلک يې نالوستي وي نو د بشر د حقونو چاپ شوي کتابونه به هلته څه اغېزه ولري؟

د پخلي او د کور د نظم په اړه هم ځينې کتابونه بايد غږيز شي، چې د نالوستو کورنو مېرمنې ورڅخه ګټه واخلي.

پښتو ويباڼې:

"ماته د خپلې ټولنې پر ځينو اخلاقي کمزورتيا د برلاسي لپاره همدا لاره ډېره ښه او اسانه ښکارېږي، چې د اخلاقياتو ځينې کتابونه ولوستل شي او په غږيزه بڼه په خلکو کې خپاره شي. "

په ننني بوخت ژوند کې اکثره خلک راډيو پر انټرنېټ اوري. زه خپله هم اکثره وخت هغه مهم او په زړه پوري راډيويي پروګرامونو پر انټرنېټ اورم، چې د خپرېدا پر مهال راڅخه تېر شوي وي.

ماته يوازې نن دوه ايميلونه راغلي و، چې په دواړو کې يې د خپلو نويو جوړو شويو پښتو وېبپاڼو پټې يې رالېږلې وې او ليکلي يې و چې دا نوې پاڼه ده و يې ګوره.

موږ غږيزو کتابتونو ته ډېره زياته اړتيا لرو. پښتو کتابونه له لويه سره لږ چاپېږي او د هغو تېژار هم کم وي، نو که څوک قرباني ورکوي چاپ شوي کتابونه دې غږيز کړي او په ويباڼو کې دې خپاره کړي.

غږيز کتابونه له وېبپاڼو پرته پر نورو لارو هم تر خلکو پورې رسېدای شي.

زموږ په اکثرو وېبپاڼو کې د موسيقۍ يوه ځانګړې برخه وي، چې هماغه تکراري سندرې په کې وي او له يو بله يې کاپي کړې وي.

نو که د سندرو او نورو بې ګټې ليکنو پر ځای کتابونه په کې په غږيزه توګه خپاره کړي ګټه به يې ډېره وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .