د استاد منلي کالم، دا کابل دى: وېره

د خپريدو وخت: 12:19 گرینویچ - شنبه‬ 13 اکتوبر 2012 - 22 تله 1391

زموږ په ادارو کې تر ټولو ډېر واک له ډرېور سره دی.

څه فکر کوئ د افغانستان په اداره کې تر ټولو ډېر واک له چا سره دی؟

که د حکومت پر لوړو پوستونو کې کار نه کوئ، خوشې ځان مه ستړی کوئ، د دې پوښتنې ځواب درسره نه شته.

هسې خو په هره اداره کې وزیر فکر کوي چې د خپل وزارت د ټولو چارو مشري دی کوي، خو که وزیر ۱۰۰ ځله هم وغواړي چې یو کار و شي او په اداره کې یو کاتب یې و نه غواړي هغه کار نه شي کېدای.

دا یوازې د افغانستان د ادارې خبره نه ده. له هغې ورځې چې په انساني ټولنه کې حکومت او حکومتولي رامنځ ته شوې دا قانون چا نه دی مات کړی:

واقعي واک د هغه چا په لاس کې دی چې د چارو هغه وروستۍ، ظاهراً کم ارزښته برخه ور پورې تړاو لري. کټ مټ یې داسې و انګېرئ چې که د نړۍ په خورا مجهزو لابراتوارانو کې معاینې وشي، تر ټولو ستر ډاکټر د رنځ تشخیص وکړي، د حورو غوندې رنځورپالې ناروغ د عملیاتو لپاره چمتو کړي، د طلایي ګوتو خاوند جراح عملیات وکړي خو که هغه بد رنګه، بد خویه د رنځورپالو مشره د زخم د ګنډلو لپاره ستن او تار برابر نه کړي دا ټوله پوهه او تکنالوژي به له هېڅ سره سمه کړي. خو دلته په کابل کې خبره تر دې هم ور هاخوا ده.

ډېر به مو په انتظار کې نه ساتم. زموږ په ادارو کې تر ټولو ډېر واک له ډرېور سره دی. که ډرېور و نه غواړي، نه مدیر له ځایه ښورېدای شي، نه رییس چېرې تلای شي او نه وزیر له کوره وتلای شي.

په هېواد کې د ملي شهیدانو او ملي اتلانو بازار خو بې له هغې هم سړېدل نه لري او هر څوک، د بیان او عقیدې د ازادۍ له برکته، د خپلو افکارو ننداره پر ټولو تحمیلولای شي.

اوس نو که هغه څوک چې خپل نظر په ډاګه کوي، د ښوونې او روزنې د پوهنتون معیوب محصل وي، لکړې به یې ټوټې ټوټې شي، خو که له کوم بل لوري سره لار ولري سرې سترګې به ګرځي.

واقعي واک د هغه چا په لاس کې دی چې د چارو هغه وروستۍ، ظاهراً کم ارزښته برخه ور پورې تړاو لري.

عمومي رییس صاحب په وزارت کې ځان ته یو څه وایي. ۱۰۰، ۲۰۰ کسه کارکوونکي یې د قلم کښهار ته بوڅ غوږونه ناست وي، دعاوې کوي چې خدای مه کړه دغه مبارک قلم يې په حق کې په ورانه و نه ښوري.

ټول ورته درناوی کوي. کله چې عمومي رییس صاحب د نورو وزارتونو ادارو ته د کوم کار لپاره تشریف وړي، مخکې له مخکې یې د موټر نمبر پلېټ امنیتي مسوولینو ته ور پېژندل کېږي او صاحب د تالاشیو له اغزنو لارو ښوی تېرېږي.

دا یې هغه عادي حالت دی چې رییس، رییس وي او کار یې د معمول مطابق روان وي.

هغه بله ورځ عمومي رییس صاحب له لوی څارنوال سره ملاقات درلود. د موټر ډول، نمبر پلېټ او د ډرېور نوم د لویې څارنوالۍ امنیتي مسوولینو سره شریک شوي وو.

عمومي رییس صاحب، د کابل د واټونو بندېدا ته په پام له ټاکلي وخت لس دقیقې مخکې راکوز شو. د د ۲۰۱۲ کال موډل نوی نزی موټر يې راغی او د رییس صاحب مخې ته په خورا درناوي ودرېد.

څه فکر کوئ چې د افغانستان په اداره کې تر ټولو ډېر واک له چا سره دی؟

رییس صاحب د موټر پر وروستي سيټ کښېناست، لاسي بکس یې د سیټ بل سر ته ټېل واهه، پښې یې یو څنګ ته و غځولې، ډرېور ته یې پته ورکړه.

ناڅاپه د عمومي رییس صاحب مخ تک سور شو، خولې پرې راماتې شوې. د موټر پر مخکینۍ ښیښې یې د یو ملي اتل نیم ګزی انځور سترګو ته ودرېد.

د عمومي رییس صاحب ډرېور په دې توګه د خپلې سیاسي مفکورې او علاقې څرګندونه کوله. عمومي رییس خپله سیاسي لار لري. نه یې شو کولای چې په دې ډول پسولل شوي ګاډي کې د سیالانو تر مخ تېر شي.

خو په دې هم پوهېده چې که له ډرېور څخه په ډېره عاجزۍ هم هيله وکړي چې دغه انځور د دولتي موټر له ښيښې ایسته کړي نو سل بلاوې به پرې را کوزې شي.

د ډرېور د عقیدې د څرګندولو حق پر ټولو دولتي اصولو، د دولت پر بې طرفۍ، د رییس صاحب پر عقایدو، پر هر څه بره و.

موټر لا د وزارت له دروازې نه و وتلی چې رییس صاحب ډرېور ته وویل: "نبي جانه و بخښه، هېر شوي مې وو، زما دلته په بازار کې څه کار دی، هلته موټر نه شي تلای، زه به پلی ولاړ شم"

د ډرېور د عقیدې د څرګندولو حق به د عمومي رییس صاحب سپین کمیس د کابل د واټونو په دودجنه هوا کې تور کړي، رییس صاحب به له ټاکلي وخت ډېر وروسته خپل مجلس ته ورسېږي خو د نظام ثبات ته به هېڅ ګواښ پېښ نه شي.

چا ویل چې وېره ښه نه ده؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .