د بشرنوید کالم پښتونخوا: د سوات درې زخمي ملالې

د خپريدو وخت: 13:41 گرینویچ - 14 اکتوبر 2012 - 23 تله 1391

په مذهب او پښتو دواړو کې درې کسان معاف دي (بوډا، ماشوم، او ښځې).

د اکتوبر په نهمه په سوات کې په ملالې يوسفزۍ د مرګ حملې، په ټوله دنيا کې زبردست عنوان را پېدا کړ.

درې زخمي ملالې، ملاله يوسفزۍ، شازيه او کاینات بيخي د خپلو پاکو وينو په شان د جرات او مړانې مثال او دوه حمله کوونکي ځوانان د بزدلۍ او نامردۍ په نوم ياد شول، خو طالبانو په جار وويل! ''دا موږ کړى دى''.

يو طرف ته څه ښکلې، نازولې، نيازبينه قرباني ده، بل طرف ته څه بزدله بې حسي ده چې د دريو ملالو په جرم د ''پرښتو استادان'' وايي: "موږ د ملالۍ حمله قبلوو".

يو طرف ته په معصومه ښځینه توب کې يو جهان راښکاره شو، بل طرف ته په وحشتناکه مردانګۍ کې بلها ډېرې پوښتنې را برسېره شوې!

په مذهب او پښتو دواړو کې درې کسان معاف دي (بوډا، ماشوم، او ښځې).

د سوات ملاله يوسفزۍ او ور سره دوه نورې معصومې شازيه او کاینات، په ماشومانو کې هم شمېرل کيږي او په ښځو کې هم، خو نه پښتو بچ کړې او نه مذهب!!

د ټولې دنيا انساني احساسات وايي، بد وشو، خو نامعلومه وحشت وايي چې څه مو کړي دي، ښه مو کړي دي. د ټولې نړۍ د انسانانو، د پوښتنو يو ځواب څومره وحشتناک دی.

"په مذهب او پښتو دواړو کې درې کسان معاف دي (بوډا، ماشوم، او ښځې)."

د نړۍ او وطني رسنيو رپوټونو، تبصرو، تجزيو، غمرازیو او همدردیو کې فقط يوه ملالې يوسفزۍ ده، خو زه ورته درې ملالې وايم.

د سوات درې زخمي ملالې، ملاله يوسفزۍ سره کاینات او شازيه هيڅوک نه يادوي، لکه چې نړيوال، خپل امن اېوارډ ته جهاني مانا لټوي او پاکستان د کویلې په کاروبار کې ځان ته پوزه توروي او بيا د سوات د لوڼو په وينو تورې پوزې سرې کوي، او دعوه کوي: "موږ زخمي شوي يو"!

دا د سوات يوه ماشومه امن اېوارډ لروونکې ملاله نه ده. دا درې ملالې دي او په دريواړو ملالو کې د ټول سوات د ماشومانو د اوترو سترګو دا پوښتنې دي:

"زموږ د قلم او کتاب سره دا دښمني ولې کيږي"!!؟؟

"زموږ ښوونځي په بمونو څوک الوزوي"!!؟؟

"په سوات کې طالب څوک دى"!!؟؟

دا ټول خلک ولې وايي چې طالب او وردي وال يو دي!!؟؟

دا ټولې پوښتنې په ځان کې يو شان، يو رنګ ځواب لري چې دلته شهيد او غازي دواړه مشکوک دي.

دا ځکه وايي چې په کوم وخت کې په سوات کې د انسانانو مرۍ حلالېدې، د کورونو پړوني په زوره تښتول کېدل، او ملالې يوسفزۍ دا هر څه رپورټ کول.

"زموږ د قلم او کتاب سره دا دښمني ولې کيږي"!!؟؟"

په هغه ورځو کې به چې، چا هم پوځي کمپ ته د طالب مخبرې وکړه، نو د شپې به حلالېده، بيا خلک په دغه سزا باندې د اردو د دې شعر په مصداق پوه شول:

ہم نے سوچا تھا کہ حاکم سے کریں گے فریاد

وہ بھی کمبخت تیرے چاہنے والا نکلا

دا خبره اوس د ملالې په وينو کې هم سواليه نشان دى، چې د طالب په دومره لويه دښمنۍ کې يو ماشومه ملاله قلم کتاب په لاس ښوونځي ته بغېر له کوم ساتوونکي ځي، نو د چا څه خيال دی چې د سوات په واورو کې اور مړ شوی دی!!؟؟

د پښتونخوا وزيراعلٰى د سوات د تاڼو د تيږې کېښودو، د نقاب کشايۍ رِسم په پېښور پوليس لاین کې کوي او بيا هغه تيږه د پېښور نه سوات ته وړل کيږي چې د تاڼې په نوي جوړ کړ شوي عمارت يې ولګوي او را روانو وختونو کې دا وويل شي چې د پښتونخوا وزيراعلٰى اميرحېدرخان هوتي په دومره سختو کړکیچنو حالاتو کې سوات ته راغلی و.

د سوات استوګن وزيران د خپلو مړو فاتحې په پېښور کې اخلي، او د طالب لویې دښمنۍ کې ملاله يوسفزۍ ته وايي.

ته په خونړي سوات کې د علم په علامت د امن د اېوارډ سره د وينو په خونړۍ وريځ کې قامي ترانه وايه: "پاک سر زمین شاد باد".

د انساني حقوقو علمبرداران د اسلام او پېښور په کمرو کې د سوات د مېندو، خوېندو، لوڼو په موضوع په ورکشاپونو کې وینا ګانې کوي، خو سوات ته د خراب حالت له امله نه ځي او ملالې يوسفزۍ ته وايي:

"ټولې دنيا او ټول پاکستان او هر چا ملاله او د ملالې په څېر ټولې لوڼه ښوونځیو ته ولېږلې، خو د لارې سپي يې و نه تړل."

"ته د پاکستان لور يې موږ په تا فخر کو"!

د نړيوال امن دعوه ګيره ګل مکۍ او ملاله د طالب په جنګ کې په اعزاز يادوي، خو د سوات د لور کلتور نه پېژني، چې دلته خو لور خور د غېرت په نوم وژل کيږي، طالب به يې په دومره لويه دښمنۍ کې نړيوالو ته څرنګه معاف کوي!!؟؟

د پاکستان حکومت ورته تمغه ورکوي، خو د تمغې د ساتلو قوت ورته نه ورکوي، او هغه ټوکه ترې جوړه کړي:

چې يو سړی کلي ته راغی، سپي ورپسې شول نو هغه کاڼي ته لاس کړ. هغه کاڼى ښخ و. بيا يې بل کاڼي ته لاس کړ، هغه هم ښخ و، مساپر سړي وويل:

''عجيبه خلک دي، سپي يې ازاد پرې ایښي ، او کاڼي يې تړلي دي!!''

ټولې دنيا او ټول پاکستان او هر چا ملاله او د ملالې په څېر ټولې لوڼه ښوونځیو ته ولېږلې، خو د لارې سپي يې و نه تړل.

"د پښتنو به د تاريخ يوه پاڼه وي، بيا به هيڅ نه وي ځکه چې دلته د تاريخ ليکونکي ړانده دي. ملاله يوسفزۍ، کاینات او شازيه به د بنجاري په لاس کې د ړندو د ښار اۤينې وي."

دغه وجه ده چې اوس د يوې ملالې وينه نه، درې ملالې زخمي شوې او که دا حال وي نو د سوات په هر لور کې به په وينو لمبېدلې ملالې وي.

- د ليډر به د تقرير عنوان وي.

- د حکومتي چارواکو به د غټو غټو لفظونو سرکاري بيان وي.

- د صحافيانو به يو کالم وي.

- د اخبارونو به يوه غټه سرخي وي.

- د مظاهرينو به د احتجاج يوه با تصويره کتبه او ناره وي.

- د شاعر به يو نظم وي.

- د سندر غاړي به يوه وېرژنه سندره وي.

- د نړيوالو به افسوس وي.

- د پښتنو به د تاريخ يوه پاڼه وي، بيا به هيڅ نه وي ځکه چې دلته د تاريخ ليکونکي ړانده دي. ملاله يوسفزۍ، کاینات او شازيه به د بنجاري په لاس کې د ړندو د ښار اۤينې وي...

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .