ډیوه، د شمع نظامي کالم: ګونګه وېره

د خپريدو وخت: 12:23 گرینویچ - دوشنبه 15 اکتوبر 2012 - 24 تله 1391

په ښار کې امنيتي ساتونکي هغه سړي ډېر پلټي چې له لېرې پرتې راغلي وي.

د تلوېزيون په پرده چې کله د واکمنانو خبرې د ټيکاو او سمسمکي په تړاو اورو نو په يوه هوسا هېواد کې د اوسېدو احساس را ته کيږي خو که يو څو ګامه په همدې هېواد کې د ګرځېدو تکل کوو، راته ښکاري چې دا تلوېزيوني واکداران راته سمه سپينه نه وايي.

له اروپانه د راغلي هغه تږي افغان کيسه راته حېرانونکې وه چې له کلونو کلونو کډوالۍ وروسته خپل پلرني ټاټوبي ته د خپلو خپلوانو د ليدو په موخه کونړ ته تللى و.

د دې پرديس ځوان مور او پلار د دې ولايت په وټه پور ولسوالۍ کې اوسېږي. دا سيمه د کونړ مرکز اسداباد ته په پنځه کيلو مترۍ کې پرته ده.

کله چې دا ځوان کونړ ته ور ځي مور او پلار يې د ده سره د ليدو لپاره اسداباد ته ځي او اجازه نه ورکوي چې خپله د خړ پوڅو سيمه وګوري.

هغه چې دا يې د ليدو خورا تږى دى.

دا ځوان د کوم منصب خاوند نه دى، نه هم د کومې ډلې غړى او نه د چا پوره وړى خو بس مور اوپلار يې ډاريږي که کلي ته راشي څوک به ورته زيان واړوي څوک؟

له دې ماښامه مېندې ډارلري چې هسې نه بچيان يې وخوري، له دې طبيعته په تيارو کې تښتي.

هغه هم نه دى مالوم ولې؟ دا هم څرګنده نه ده خو وېره شته يو پټه وېره.

دا خبره مې هله نوره هم پخه شوه چې په اسداباد کې مې له يوې کونډې واورېده: "زوی مې ښار کې خواري مزدوري کوي خو دا دى ماښام شو درک يې نشته خداى دې خير کړي څه پېښه نه وي".

عجيبه ده!

د نورو هېوادونو ماښامونو ته ځوانان په تمه وي چې يو څه مستي به ور په کې وکړي، د ستړې ورځې دمه به وکړي هر يو په خپله لاره وي او که د اسداباد د طبيعت په څېر وي، بيا خو به له نورو سيمو هم خلک د ماښامونو لپاره دلته راتله.

د کونړد سيند سندرې به يې اورېدې، د کږو وږوغونډيو په لمنو ولاړې ونې به يې کتلې چې څومره په مينه يوه بلې ته غاړې وځي خو زما ماښام لکه سړي خور خلک وېرولي.

له دې ماښامه مېندې ډارلري چې هسې نه بچيان يې وخوري، له دې طبيعته په تيارو کې تښتي.

دلته مې د ښار او کلي يوه سيالي هم وليده، د ښار خلک کلي ته له دې ډاره نه ځي چې څوک يې و نه نيسي، په دې تور چې ته په ښارکې ژوند کوي، هغه ښار چې کليوال هم ترې خرڅ او خوراک کوي.

په ښار کې بيا امنيتي ساتونکي هغه سړي ډېر پلټي چې له لېرې پرتې سيمې نه د راغلي ګومان پرې وکړي.

دا پوښتنه پيدا کيږي چې ګوندې د امن ساتونکي مو تش لاس دي که کومه بله خبره ده؟؟

نه داسې هم نه ده، د دې هېواد د ختيځې سميې د امني قومندانۍ د موټرو د ګرځېدو مياشتنى لګښت ۸۵۰۰۰ ليتره تېل دی.

د پوليسو هرې لس کسيزې ډلې ته يو رينجر موټر ولاړ دى. د پوليسو يو کنډک په مياشت کې ۴۰۰۰ ويشتلې مرمۍ حسابوي، پاتې نور کنډکونه، ولسوالۍ، پوځيان، اربکيان او نو رځواکونه به څومره تېل او څومره مرمۍ مصرفوي.

د بهرنيانو د چورلکو د غږونو له لاسه خو شپه خوب هم ډېر کم وي.

هره ورځ د سولې په نوم د قومونو د را ټولېدو، له والي سره د ليدو، د غونډو د کېدو او نورو خبرې اورو خو دا ګونګه وېره بيا هم شته بيا هم ښاريان کلي ته او کليوال ښار ته په تلو ډاډمن نه وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .