د بشرنوید کالم پښتونخوا: خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو!

د خپريدو وخت: 11:27 گرینویچ - جمعه 19 اکتوبر 2012 - 28 تله 1391

زموږ د پښتون افغان څهٴ عجيبه بدبختي ده چې سوداګریزې لارې مو ازادې شي نو څيزونه ګران شي.

د پښتونخوا حکومتي چارواکو افغانستان ته د څارویو په لېږد بندېز لګولی دی.

له دې وړاندې د چرګانو او هګیو په وړلو پابندۍ سره دلته په پښتونخوا کې د چرګانو په فارمونو کې نرخ وغورځېد، ځکه په پښتونخوا کې نرخ هغه وخت لوړ شي چې څاروي، چرګان، هګۍ او افغانستان ته د ورځني ژوند د استعمال څيزونو وړل شروع شي.

دلته په پښتونخوا کې د خوارکي موادو نرخونه بره وخيژي، هلته په افغانستان کې د عامو وګړو ژوند ګران شي.

زموږ د پښتون افغان څهٴ عجيبه بدبختي ده چې سوداګریزې لارې مو ازادې شي نو څيزونه ګران شي. هاخوا د هند نه کچالو پنجاب ته راروان شي ټول پنجاب الو الو شي، خو چې پنجاب موږ ته خپل الو او رومیان رالېږي نو بيا يې شان او شوکت بدل وي.

د چېن له لارې ارزان څيزونه د پاکستان مارکيټ ته راځي، ''پاک چين دوستۍ'' ته دوام بخښي!!

د ايران له لارې نه کوټې ته که تېل په پټه راځي او په دغه قاچاق بندېز نشته!

د عربو کجوره خو د ثواب په زمره کې راځي او ټولو اسلامي ملکونو ته حاجيان د حج د ثبوت لپاره کجورې او زم زم اوبه وړي.

نو د دې لپاره دا ويل کيږي چې ''کل مسلم اخوة'' ټول مسلمانان وروڼه دي، خو عربو هېوادونو ته مزدورۍ لپاره مسلمان ورور له ويزې او کفيل پرته نشي تلى.

په اروپا کې زموږ د مسلمانانو وېنا داسې ده چې وايي:

"ټول انسانان وروڼه دي، يعنې په ټوله اروپا کې ازاد ګرځېدل شته خو دلته په ګاونډي پاکستان او افغانستان کې مزدوري، تجارت، راشه درشه، واخله راکا، هغه دغه هر څه بند دي. يو بل ته ترهګر ورکوي، خو خوراکي موادو باندې بندیز دی، تجارت نشي کېدی".

"''کل مسلم اخوة'' ټول مسلمانان وروڼه دي، خو عربو هېوادونو ته مزدورۍ لپاره مسلمان ورور له ويزې او کفيل پرته نشي تلى."

حاضر وخت کې د لوی اختر د قربانۍ په احترام کې د پښتونخوا خپلو پښتنو چارواکو دا حکمنامه جاري کړې ده چې افغانستان ته به څاروي نه ځي.

بايد چې د مسلمانۍ، پښتونولۍ، ګاونډ ګيرۍ، مذهبي، اخلاقي جذباتو په احترام کې د پښتونخوا حکومت د ورځني استعمال څيزونه ازاد کړي، خو تجار دې هم د ایمان په ځای ګوته نه ایږدي چې دواړو خواوو ته ګراني راپیدا نه کړي او د دې جایز کار نه ناجایزه ګټه وا نه خلي.

افغانستان ته په خوراکي موادو بندیز پښتونخوا کې په نرخونو څه ښه اثر نه دی پرېوتی. بايد غوښه ارزانه شي، د هګیو نرخ وغورځېږي، ورسره سيمټ ارزان شي.

يو خوا د دې بندېز سره د تجارت لارې ونيول شي، بل خوا د بډو بونګو د قاچاق نورې لارې را پېدا شي، په عامو خلکو د دې بندیزونو اثرات خراب پرېوځي، ژوند ژواک ورته ګران کړي.

که په داسې وخت، د هند له خوا په څارویو خصوصاً په غواګانو بندېز ولګول شي نو هغوى به په حقه وي ځکه هندوان غوا ته مور وايي او په پاکستان کې ورته مور په قربانۍ کې حلالوي.

دا خو شکر دی چې د پاکستان د عالمانو له خوا د هند په څارویو دا فتوىٰ نهٴ لګول کيږي چې "دا د هندوانو څاروي دي"!.

زه چې افغانستان ته د پښتونخوا نه د څارویو په تګ د بندیز پرېکړې ته ګورم نو د جهاد په ورځو کې د سعودي نه د حاجيانو د قربانیو د غټو غوښو ډک جهازونه را ياد شي.

د افغانانو لپاره به د سعودي له خوا د پېښور په هوايي ‌ډګر کې حلال څاروي او ګډان راتلل. له ټولو اول به سرکاري انصارو دغه ګډان او چيلي په خپله قبضه کې واخیستل، خپلو لويو لويو افسرانو، صاحبانو، ته به يې ترې حصه ورکړه، بيا به لاندې عملې ته خپله حصه ورسېده.

"د افغانانو لپاره به د سعودي له خوا د پېښور په هوايي ‌ډګر کې حلال څاروي او ګډان راتلل. له ټولو اول به سرکاري انصارو دغه ګډان او چيلي په خپله قبضه کې واخیستل، خپلو لويو لويو افسرانو، صاحبانو، ته به يې ترې حصه ورکړه، بيا به لاندې عملې ته خپله حصه ورسېده."

د پېښور مالګې منډيي (نمک منډى) د کبابو مارکېټ ته چيلي او ګډان په بیه ورکړ شول، غټه غوښه به د قصابانو او د کبابو د کړاهیو مالکانو باندې خرڅه شوه، پاتې به د افغانانو کمپونو ته و رسېده.

د جهاد په مسلمانه جذبه، د پاکستان پښتنو انصارو، د افغانانو د حصې غوښې هم خوړلې دي، هم يې خرڅې کړي دي، لکه چې اوسپنې، مات، ناکاره ټانکونه، غورځېدلي جهازونه، هيلىکپټرې يې پنجاب ته وړل کېدې.

په دغه لاره د افغانستان نه په راوړلو نه بندېز و او نه راهیداري، نه ټکس و نه سرکاري مالیه!

لکه چې د پنجاب د اوسپنو تجارانو د مذهب او د ګاونډ ګيرۍ په اخلاقي او سفارتي جذبه افغانستان د جنګ د سامان نه پاکاوه. هيڅ افغان جهادي ګوند او هيڅ سربراه دا نه ویل چې تاسو زموږ ''مالِ غنيمت'' لاهور ته بې بیې د څه تجارانه معاهدې لپاره تښتوئ!؟

"په دغه شیانو خو به موږ وران افغانستان ودانوو".

د پاکستان لاهور ته د کباړ لويو تجارانو د افغانستان نه د ۱۴ کلن جهاد ټوله بربادي د خپلې ابادۍ لپاره راوړې ده.

خو نن افغانستان په دې حالت کې دی چې د پاکستان سره تجارت وکړي، او خصوصاً د پښتونخوا نه يو بل څخه د تجارت لارې راپېدا کړي، دواړو خواوو ته جنګونو او ترهه ګرۍ ځپلى ولسونه د روزګار چارې ولټوي، په يو بل باندې د بارودو د شک په ځای د تجارت باور ولري، د کالدارې او افغانۍ تبادله وکړي او په ډالر باندې خپل ارزښت ومني، د ذخيره کوونکو د قاچاق او د بډو بونګو سرکاري دباؤ را کم کړي، دواړو خواوو ته د ولسونو د روزګار موقعې ډېرې کړي.

خو!!

د دې هر څه په مقابل کې سرکار، بادار، تجار د يو بل د موټي ګرمولو لپاره ولسونو ته ژوند ګرانوي، او غريبان په دې ازار مجبوروي چې د خپلې بې وسۍ په ښېره کې ووايي:

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په يو موټى چڼو ځي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .