د بشرنوید کالم پښتونخوا: تړلې پښتونخوا

د خپريدو وخت: 12:12 گرینویچ - 21 اکتوبر 2012 - 30 تله 1391

نن احتجاجي لاريُون دی، عامه رخصتي ده.

- نن کاربندي ده، د پېښور لارې او بازارونه بند دي.

- نن احتجاجي لاريُون دی، عامه رخصتي ده.

- نن ''د هرنا'' ده، د اسمبلۍ مخې ته به مظاهرين په جمع ناسته کوي.

- نن ''امن مارچ'' ، ''امن لاريُون'' دی، ټولو ته په کې د ګډون بلنه ور کړ شوې.

- نن ''عشق رسول'' مظاهره ده، ټول مسلمانان نر ښځې، ځوان، بوډا، ماشوم دې د ايمان مظاهره وکړي او د خپل قوي ايمان ثبوت دې ورکړي.

- نن د ناټو د خلاف جلوس دی.

- نن د کرېکټ مېچ دی، په دفترونو، تعليمي ادارو کې حاضري کمه ده.

- نن د موټر چلونکو کاربندۍ دی، تېل ګران شوي دي.

- نن د ګازو او برېښنا د نشتوالي خلاف خلک را وتي دي.

- نن د اغواکارو خلاف جلسه ده.

- نن يوې د مېرمنې سره د زور زياتي پر ضد خلک را پارېدلې دي.

- نن يو مهم شخصيت راځي، ټولې لارې بندې دى. سخته نګراني به کېږي، جامه تلاشي به وي.

"دا د مظاهرو، د جلوسونو سلسله يوه اوږده لړۍ ده، مذهبي جدا جدا مسلکي ګوندونو ته د جلوس جلسې او تقرير يوه ښکلې بهانه په لاس ورغلې ده."

- نن د پښتونخوا ټولې تعليمي ادارې د نامعلومه مودې لپاره بندې شوي.

- نن د ډاکټرانو د کاربندۍ له امله روغتون کې کار نه کېږي.

دا د پښتونخوا د ورځني ژوند حال دی، لکه چې ټوله پښتونخوا قُلفه شوې وي، د خلکو نه مېږي جوړ شوي دي. يوه ورځ يې ګټي او دوه درې ورځې يې تياره خوري.

په شته روزګار کې د کار خاوندان بې روزګاره ، اوزګار ناست دي، ژوند لکه چې بېخي ولاړ دی، چې کومې ادارې ته ورتګ وي، هلته څه نا څه مصيبت جوړ وي.

د برېښنا او ګازو ځپلي په دفترونو کې ګرځي چې غلط بېلونه د متعلقه افسر څخه په يو لاس ليک سم کړي خو دفترونه تړلي دي.

سهار وختي مزدوران د سړکونو په غاړه په يو بوخت چوک کې ناست وي، خو نن د شپې نه د جلوس د مخنيوي لپاره ټولو لارو کې ناکه بندۍ شوي دي. د مزدورانو د ناستې ځای هم بند دی، ټول مزدوران بېرته کور ته لاړل.

که روغتونونه ته لاړ شې، اول کار نه کيږى خو که هسې د معمول حاضري کېږي نو بيا ډاکټران نه وي، که ډاکټران موجود وي نو هغوى د مياشتيني معاش او د نورو مراعاتو لپاره په کاربندۍ وي. مخکې يې رنځور مري خو هغه د کاربندۍ تړلی نيت نه شي ماتولى.

"په يوه اوونۍ کې څلور نيمې ورځې کار او دوه نيمې ورځې هر څه تړلي دي"

نن سبا په پښتونخوا کې د مذهبي ګوندونو، تنظيمونو، ځان ځان ته جلوسونه را وځي او د ناموس رسالت په حق کې خپله سياسي حاضري لګوي.

لارې بندې او بازارونه خلکو له وېرې بند ساتلي وي ځکه چې د پېغمبر د ناموس په نامه مسلمانان مظاهرين په دوکانونو ورځي او لوټوي يې.

دا د مظاهرو، د جلوسونو سلسله يوه اوږده لړۍ ده، مذهبي جدا جدا مسلکي ګوندونو ته د جلوس جلسې او تقرير يوه ښکلې بهانه په لاس ورغلې ده.

د جمعې د لمونځ په خطباتو کې هم دغه يوه موضوع ده. اخبارونه هم د دې رپورټونو او تصويرونو نه ډک دي. د رسنيو په مذاکرو کې هم مذهبي او د هر مسلک شخصيات ناست دي.

د هغوى پېغمبر يو دی، خو د پټکو رنګونه يې جدا مسلک څرګندونه کوي. هغوى د توهين رسالت په مساله کې يوه خبره کوي، خو په يو مذهب کې د جدا مسلک او جدا امام په اختلاف کې له يو بل وژلو ته تږي ناست دي.

د پښتونخوا کاروباري مرکزونه تړلي دي، که په داسې موقعو په بې اودسه مسلمانۍ کې هم د مذهب مظاهره و نه کړي نو بيا يې خېر نشته.

په يوه اوونۍ کې دوه ورځې شنبه او دوه شنبه دولتي رخصتي ده. د جمعې په ورځ سرکار ته د ماسپښين د جمعې د ورځې لپاره داسې رعايت شته چې هغه د لمونځ په بهانه د دوو ورځو د دولتي رخصت لپاره کورونو ته وخته روان شي.

دغه شان په يوه اوونۍ کې څلور نيمې ورځې کار او دوه نيمې ورځې هر څه تړلي دي ځکه خو اوس حکومت په خپلو غېر ملکي دورو کې دا وېنا نه کوي چې په پاکستان کې 'پانګونه' وکړئ.

"اوس د پوهنتون ټول کارکوونکي د تنخواګانو لپاره په کاربندۍ دي. په پوهنتونونو کې داخلې شوې دي، ټولګي نه شته، هر څه تړلي دي."

اخر دا خبره څنګه وکړي، په کوم ملک کې چې د برېښنا او ګازو په هکله دا حال وي چې په ساعتونو ساعتونو بجلي او ګاز نه وي هلته به غېر ملکي سرمايه کاري څنګه کېږي.

چېرته چې غېرملکي سرمايې ته هم لکه د پوليو د څاڅکو په څېر په شک کتل کېږي، سرمايه ورته خوري او حرامه ورته وايي، هلته به غېر ملکي سرمايه کار د مذهبي جلسو، جلوسونو پر وړاندې ځان څنګه محفوظ ګڼي.

د روزګار سره سره د پښتونخوا د تعليم حال وګورئ.

په پېښور پوهنتون کې د کاربندۍ دا سلسله د دو کالو راهیسې اوږده لړۍ لري، د اسلاميه کالج د وائس چانسلر اجمل خان د اغوا خلاف د دوو کالو اوږدې کاربندۍ کې د طالب علمانو تعليمي سلسله برباد شوه.

اوس د پوهنتون ټول کارکوونکي د تنخواګانو لپاره په کاربندۍ دي. په پوهنتونونو کې داخلې شوې دي، ټولګي نه شته، هر څه تړلي دي.

سرکار دعوه لري چې موږ په خپل حکومت کې د هر چا نه زيات کار په تعليم وکړ. هؤ دا دعوه بېخي سمه ده خو د تعليم ودانۍ جوړې شوې، ښکلې ښکلې عمارتونه ودرېدل، کارکوونکي راغلل، سياسي برتۍ وشوې، يو يو پوسټ په لکونو روپو خرڅ شو، سياسي مهربانۍ وشوې، کمېشنونه واخیستل شول، خو اوس دې دا تړل شوې تعليمي ادارې هم پرانیزي کنه.

نن سبا ټوله پښتونخوا قُلف ده

د پښتونخوا د قُلف چابي له چا سره ده!!؟؟

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .