ډیوه، د شمع نظامي کالم: د حاکم له ماڼۍ هاخوا

د خپريدو وخت: 10:17 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

د شاهي ماڼۍ شا او خوا رڼاګانې هم زړه ډاډه کوي چې د دې سيمې وګړي خو د ژوند په ټولو خوږو ماړه دي.

د ننګرهار د شاهي ماڼۍ په څنګ د شپې پر وخت که څوک تېرېږي دا انګېرنه به کوي چې دلته هرو مرو کومه ښادي شته. د ساز اواز د جلال اباد ښار تر لېرې ځايه اورېدل کېږي.

د شاهي ماڼۍ شا او خوا رڼاګانې هم زړه ډاډه کوي چې د دې سيمې وګړي خو د ژوند په ټولو خوږو ماړه دي.

خو که په همدې ښار کې څو شپې پاتې شې نور خبرونه هم اورېدى شې!

تېره شپه د خوګياڼو په ولسوالۍ کې، په يوه پل چک کې ځاى پر ځاى شوي ماين د سيمې شپږو اوسېدونکو ته مرګ ژوبله وا ړوله.

نن سهارد ننګرهار په بټي کوټ کې يوه ځانمرګي بريد پوليس ووژل.

په چپرهار ولسوالۍ کې ښونځى وسوځول شو او نور...

دا خبرونه په د ماغو کې د يوې جګړې اور بلوي. داسې جګړه چې يو خبر په کې بل وژني.

د ننګرهار د شاهي ماڼۍ رڼاګانې درته تيارې ښکاري.

د سازونو دغه اوازونه در ته د غم ساندې په غوږ کوي او له يوې روحي نا ارامتيا سره غاړه غړۍ کېږې.

د خوګياڼو د بم ښکار شوي وګړي دې په هره لاره زړه خوري.

خپله لاره درته اور ورينه ښکاري، خپل ځان درته يو نامالوم مجرم ښکاري.

دبټي کوټ د پوليس وژل کېدنه او د هغه د شاهي ماڼۍ د مشر مستي در ته بلا پوښتنې را مخې ته کوي.

د چپرهار د ښونځي سوځېدنه يو تياره راتلونکى در په زړه کوي.

د خبرونو دا جګړه د وينو په څښاک روانه وي.

په دې جګړه کې د شاهي ماڼۍ د حاکم پر وړاندې را پورته شوې پوښتنې تر نورو هغو زورورې وي.

ايا دا حاکم یوازې دا ښار خوښ ساتي؟

که دا ښار خوښ ساتي خو د ماڼۍ د رڼاګانو برېښنا خو دې هم د دې ښار په اوسېدونکو و وېشي.

دا ښار نوروته بېلګه کوي؟

که داسې وي دا حاکم خو د ننګرهار حاکم دى.

دا ښار هم د چپرهار هم يوه داسې پوښتنه هم پاتې نه ده چې په ځواب يې څوک قانع شي.

دا يو څه راته د دې ټولو پوښتنو ځواب راکوي چې ښايي دا حاکم غواړي په ساز او ټنګ ټکور سره هغه غږونه خپلوغوږونو ته پرې نه ږدي چې د توپونو له خولې را وتلي وي.

د بارودو په اوبدلو جوړشوي وي. وير وي او د درد غږ وي.

خو که وکتل شي داسې چې حاکم ته د ټولې سيمې د امر، د ټولې سيمې د لګښت او پوښتنو ګروېګنو واک ورکړل شوى وي، د بمونو او بريدونو د غږونو شمېر به ترې هم پوښتل کېږي.

د ښار انځورګران خو هم د صاحب په محفل را ټول دي.

د هغوی مرسته يې هم له لاسه ورکړې بيا خو د ساز او ټنګټکور ديوال هغه وخت د پوښتنې او ځواب په منځ کې نه شي درېدى.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .