امريکا او د ټول ټاکنو ستونزمن بهير

د خپريدو وخت: 16:19 گرینویچ - جمعه 26 اکتوبر 2012 - 05 لړم 1391

د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځان نومول څومره چې ساده برېښي، په عمل کې دومره ساده نه ده.

په امريکا کې د ولسمشريزو ټاکنو لپاره ځان نومول څومره چې ساده برېښي، په عمل کې دومره ساده نه ده.

ولسمشريزو کانديدان د کمپاين د لومړيو ورځو نه سخت د روحي فشار لاندې وي، ځکه له هر کانديد سره د کمپاين د بايللو وېره وي.

څه د پاسه دوې اوونۍ وړاندې د دېموکرات ګوند کانديد، بارک اوباما، او د جمهوري غوښتونکي ګوند کانديد، مېټ رامني، تر منځ د کورنيو موضوعاتو په هکله په ژوندۍ بڼه ، لومړۍ تلوېزيوني مناظره تر سره شوه.

له مناظرې نه وروسته سمدلاسه داسې يوه انګېزه د خلکو او په تېره بيا د اوباما د پلويانو تر منځ خپره شوه، چې ګنې اوباما به دا ټاکنې وبايلي.

د اوباما نه څنګه چې تمه کېده، ونه ځلېد.

د ډېرو خلکو په نظر هغه په بشپړه ټوګه دې مناظرې ته چمتو نه وۀ او په خپلو خبرو باندې واکمن نه مالومېدۀ.

په دویمه تلوېزيونې مناظره کې بيا اوباما د لفظي بريدونو له لارې د خپل سيال، رامني نه مخکې شو.

درېيمه او اخرنۍ مناظره چې د دو شنبې په شپه (اکتوبر/۲۲ مه) تر سره شوه، د دواړو کانديدانو لپاره ډېره مهمه وه.

ځکه اوس به خلک تصميم نيسي چې کوم سيال کانديد ته به رايه ورکړي.

د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نومول چې د لسګونو میليونو ډالرو په لګښت ترسره کېږي، ډېر ستړيکونکى او ستونزمن کار دى.

د امريکا د ولسمشرۍ لپاره کانديدان مخکې له دې چې سپينه مانۍ ته لاره ومومي، د يو لړ سختو ننګونو سره مخامخ کېږي.

په لومړۍ سر کې دوى لوې پانګې ته اړتيا لري.

کانديدان يا خو بايد شتمن وي، او يا هم د کمپاينونو په وخت کې په کافي اندازه مالي سرچينو ته لاسرسۍ ولري.

ولسمشريز کمپاين د يوې يا دوو مياشتو خبره نه ده، بلکه يوې اوږدې لړۍ ته اړتيا لري، چې په عمومي ډول له يو کال نه نيولې تر دوو کالو پورې دوام کوي او يا کله کله له دې نه هم ډېر.

کانديدان مجبور دي چې د لويو بسپنه ورکوونکو سره وګوري، او هغوی دې ته وهڅوي چې د کانديدانو په کاميابۍ کې به د هغوى بريا وي.

که څه هم ډېرې پيسې د مختلفو سرچينو له خوا برابرېږي، خو کانديدان په خپله هم بايد دومره پيسې له ځانه سره ولري، چې د ضرورت په اساس د کمپاين په پيل کې ولګوي.

په امريکا کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کېږي، ځکه نو کانديدان په خپلو کمپاينونو کې د سلګونو میليونو ډالرو په لګولو، د امريکا مهم او پر نفوسو ايالتونو ته سفر کوي.

دا سفرونه په ځانګړې ټوکه هغه ايالتونو ته کېږي، چې زياتره خلک د مختلفو دلايلو په وجه د کانديدانو په انتخاب کې بې تصميمه پاتې وي.

هلته کانديدان له خلکو سره ګوري، خپل دريځ روښانه کوي او د دوى له مشکلاتو نه ځان خبروي.

د کانديدانو د د پر له پسې هوايي او ځمکني سفرونو لګښت، د کمپاين د ریيس له خوا اداره کېږي.

له دې سره سره چې کانديدان د خپلو سفرونو په ترڅ کې د منډو را منډو نه خوارا ستړي وي، ، خو بيا هم، دا اړينه ده چې د کورنيو او بهرنيو موضوعاتو نه ښه با خبره واوسي، تر څو په خپلو ولسمشريزو ويناګانو کې د تېروتنې نه ډډه وکړي.

د ولسمشرۍ لپاره بحثونه خلکو ته ډېر مهم دي. کانديدان بايد واضحه تګلاره ولري، او دا چې څنکه او کله به دا تګلاره عملي بڼه غوره کوي، خلکو ته د هرڅه نه ډېر ارزښت لري.

له خبرو او ويناګانو نه وروسته د مطبوعاتو پوښتنو ته ځواب ورکول هم ډېر اړين دي.

د خلکو د نظر پوښتنو په پايله کې کانديدانو ته دا څرګندېږي، چې دوى په کومو موضوعاتو کې ضعيف وو او کوم موضوعات دوي د بري لور ته بېولی شي.

له هغه ځايه چې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته څه د کور د ننه او څه په نړېواله کچه د ډېموکراسۍ د يو موډل په سترګو کتل کېږي، او په نړيوالو جرياناتو باندې پراخه اغېز شيندي، هم نړيواله ټولنه او هم د امريکايي ولس د ولسمشريزو ټاکنو له نژدې نه په ډېره مينه څاري.

او دا هيله ترې لري چې د نړيوالې سولې او ثبات په چاره کې پياوړى نقش ولوبوي.

د امريکا ولسمشر بايد له فکري، جسمي او رواني لحاضه د يو پياوړى او ډاډمن شخصيت خاوند وي تر څو وکولى شي د خلکو هيلو او اندېښنو ته تر ممکنه بريده ځواب ووايي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .