ستاسې غږ: د امرېکا ټاکنې امريکا مېشتو افغانانو لپاره په څه مانا دي؟

د خپريدو وخت: 11:36 گرینویچ - چارشنبه 31 اکتوبر 2012 - 10 لړم 1391

له اوس نه يوه اوونۍ لږه موده کې، په متحده ايالاتونو کې د نوي ولسمشر لپاره امريکايان د رايو مرکزونو ته ورځي.

اوس په امریکا کې په سلگونه زره افغانان مېشت دي چې ځينې يې د هغه هېواد په سياست کې فعال رول لري او د نورو امريکايانو تر څنگ به د نومبر د مياشتې په ٦ نېټه د هغه هېواد د ٤٥ ولسمشر د ټاکنې په بهير کې ونډه اخلي.

د امريکا په متحدو ايالاتونو کې واک ته د يوه يا بل گوند رسېدل به د امريکا مېشتو افغانانو په ژوند څه اغېز ولري؟

د کوم يوه گوند تگلاره به ورته په زړه پورې وي او په لويه کې له کوم گوند زياته پلوي کوي او ولې؟ له تاسو واورو چې د امرېکا ټاکنې امريکا مېشتو افغانانو لپاره په څه مانا دي؟

ستاسو غږ په دې اوونۍ کې همدا موضوغ څېړو. که نظر يا پوښتنه لرئ سر له اوسه يې د برېښناليک او يا خوالۀ د رسنيو له لارې راسره شريک کړئ.

د بي بي سي پښتو څانگې ستاسې غږ خپرونه راديويي، ويديويي او انلاين ده، که په ويديويي بڼه خپل نظر يا پوښتنه رالېږئ لطفآ لنډه يې ساتئ.

د بي بي سي پښتو فېسبوک، د بي بي سي پښتو ټوېټر او يا هم د بي بي سي پښتو برېښناليک Pashto@bbc.co.uk له لارې مو نظر او پوښتنو ته سترگې په لار يوو.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د لنډ تيلیفوني پيغام يا اېس اېم اېس لپاره دا شمېره وکاروئ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسې غږ د پنجشنبې په ماښامنۍ راديويي خپرونه کې ژوندى خپرېږي. خپرونه د افغانستان پر وخت د ماښام پر اووه بجې او ٣٠ دقيقې چې د لندن د مازديگر درې بجې کېږي، په خبرونو پيلېږي او وروستۍ نژدې ٤٠ دقيقې ستاسو غږ ته بېلې شوي دي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .