د بشرنوید کالم پښتونخوا: يو نوم وروکی پښتون ژورنالست

د خپريدو وخت: 13:37 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

دا د رهبر مجلې د ۲۵ کلن اشاعتي سفر زوړ ژورنالست صفدر خان صادق دی.

نوم : صفدرخان صادق

سیمه : مردان

زېږون نېټه: ۱۹۱۴

وفات : د ۲۰۰۳ کال د سپتمبر، ۱۷

صحافتي سفر: رهبر مجله

د شخصياتو په هجوم کې کله کله بنده حېران شي چې چا پسې روان شم!؟ چا ته اواز وکړم؟ څوک د لمنې را ونيسم؟ د چا نه حال وپوښتم؟ او چا سره د زړهٴ خواله وکړم؟

د شيکسپېير وېنا د ژوند په مېله څومره ښکلى برابر شي چې دنيا ته يې يو سټېج او انسانانو ته ادا کاران ويلي دي. هر څوک د دنيا په سټېج خپل رول ادا کوي!

شيکسپېير ډرامه لیکوونکی و نو دنيا او انسان ته يې د سټېج او ډرامې نوم ورکړی دی. مولانا دنيا ته د اخرت پټى وايي.

هر څوک ورته په خپلو عينکو کې ګوري او په خپله ژبه يې تشريح کوي.

زه نن د دنيا په سټېج يو داسې کردار په خپل کالم کې ليکم چې د پښتو په اوسني صحافت کې را ياد شو.

دا د رهبر مجلې د ۲۵ کلن اشاعتي سفر زوړ ژورنالست صفدر خان صادق دی.

ای د پښتو ''رهبر'' ژورنالسته!

"زه نن د دنيا په سټېج يو داسې کردار په خپل کالم کې ليکم چې د پښتو په اوسني صحافت کې را ياد شو."

* زما او ستا د قلم د حرف قبيله او قبله يوه ده. امام مو يو قلم دی. په دربارونو کې د سجدې اداب مو نه ديزده، خو بيا هم په ما او تا کې دا توپیر شته!

* ته د سدي خېلو د مردان پښتون خان يادېږې.

* زه خېل نه لرم. ماشومتوب او زلميتوب مې د خانانو په خېل کې داسې تېر کړ، لکه د فرعون په غېږ کې چې موسٰى ناست و. د فرعون نه يې په وړو وړو لاسونو ږيره شکوله او فرعون خندل چې نازولی ماشوم موسٰى زما ږيرې سره لوبې کوي. اوس هم خېل نه لرم.

* ته د مردان سدي خېلو په خانۍ کې ژورنالست يادېدې. زه په غريبۍ کې د قلم مزدوري کوم. پښتو ليکم او ګېډې لپاره يې خرڅوم. زما د پښتو د لفظونو دوکان ته خلک د پښتو خدمت وايي!

* ستا عمر ۲۵ کاله و. په شنه شونډه دې پښتون رهبر وفات شوی دی. اوس يې د پښتو اکاډمۍ په ۵۹۱ مخونو فهرست کې نوم نه شته. لکه بې کتبې قبر!

* زما ليکوالي ستا د رهبر نه ۵ کاله کشري لري. څه عجيبه سفر دی. زما او د ليکوال، زه بوډا کېږم، ليکوال نور ځوانۍ کې راځي.

* تا خپل رهبر په خپل کور کې په خپلو لاسو وسوځول، لکه دا نن چې د غربت او بې روزګارۍ له لاسه خلک احتجاجي ''ځان سوځونه کوي.

خوشحال بابا د پښتنو په بې ننګۍ شعر ليکلی و. تا ورته شعر د سوځوېدلي رهبر د ايرو تصوير ته شرح کړ.

زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده

په اور وسوځه دا تورې قلمونه

* تا د پېښور نه ۲۵ کلن رهبر مردان ته ځان سره ګوشه نشين کړ. بلها د پښتو ياران دې د ذهن په البم کې ګور ته يوړل.

* زه اوس هم په پېښور کې ژوندیو يارانو، رهبرانو، استادانو پسې ګرځم. زموږ قبيلې يو دي خو له يو بله ناخبره يو. زموږ قبله يوه ده خو څوک قبلې ته بې امامه ولاړ يوُ او څوک د امام په پښو کې په دومره اوږده سجده پراتهٴ دي چې په کې خواږه ويده دي.

"زه په داسې دور کې ژوند کوم چې د مذهب رنګونه هم د بوډۍ د ټال په شان په اسمان کې نظر ته دهوکه ورکوي او پښتو هم ډېره شوې ده."

* ستا په وخت کې يوه پښتو وه، يو رهبر و او يو سنګر و!

* زه په داسې دور کې ژوند کوم چې د مذهب رنګونه هم د بوډۍ د ټال په شان په اسمان کې نظر ته دهوکه ورکوي او پښتو هم ډېره شوې ده. رهبران يې هم دومره زيات شوي دي چې د اصلي او نقلي پته يې نه لګېږي. د صنوبر حسېن کاکاجي خبره چې پېرنګی معلوم دښمن و.

په ژبه، په قام، په رنګ نسل، تاريخ جغرافيه هر څه زموږ نه بېل و. دا دښمن (پاکستانی) زيات خطرناک دی، چې په هر څه کې مې شريک دی خو دښمن دی، د پېرنګي نه ګرانه دښمني ده که نه!؟

* ستا په زمانه کې پوسټ کارډ و. د راز خبره به اول ډاکي کتله، بيا پوليس، بيا C/o والا. دکاندار، پوسټ کارډ څه و، لکه چې زړه چا په لاس کې نيولي وي.

* زما په صحافت کې د بندو لفافو کلچر دی. د شنو وزرو او سرو مخوکو طوطيان هم چې زما د نصيب لفافه را اخلي نو بنده وي. صحافت لکه د طبقاتي ټولنې په بېلو مرتبو او شکلونو وېشل شوی دی. د چا په بنده لفافه کې کالدارې وي د چا ډالر.

د مذهب په لفافو کې دينار، درهم، ريال وي چې مسلکونه جوړوي او جنګوي. پښتو او مذهب په بندو لفافو کې ملاويږي.

کوم ګنده کار چې به کارغه کاوه، اوس سياسي مذهبي کونترباز په سپينه کونتره هم د کارغه خراب عمل کوي. تور او سپين په رنګ جُدا دي، په عمل يو شان دي!

* تا په داسې حالاتو کې صحافت کاوه چې خدمت دې کړی دی. صحافت او سياست به خپلې خاورې خپلو ولسونو جوړول.

"موږ په داسې حالاتو کې ژوند کوو چې د ځمکو، خاورو، هدفونو، سياستونو، قلمونو، لفظونو، ژوندو او مړو، د سرونو د ''پېرلو او پلورلو'' اېجنټان په ښکاره ګرځي."

* زما د ژوند د وختونو قلم او ژبه نور څوک جوړوي. پټې پرښتې ناستې دي لکه د کولاليي خټه اغږلې يې ده.

اس، خر، ټټو، قچر جوړوي. په يو نسل کې څومره جديدې تجربې کوي، دا تجربې دلته په پاکستان کې کاميابې دي، خو په بهر دنيا کې نه. مثال يې د امريکا په عدالت کې د اېمل کانسي په مقدمه کې د امريکايي وکيل دا وېنا ده چې ''پاکستانی به د پېسې لپاره مور هم خرڅه کړي''.

ای د زړې پښتو، خان فقيره!

موږ په داسې حالاتو کې ژوند کوو چې د ځمکو، خاورو، هدفونو، سياستونو، قلمونو، لفظونو، ژوندو او مړو، د سرونو د ''پېرلو او پلورلو'' اېجنټان په ښکاره ګرځي.

هر څه اخلي او خرڅوي يې. په دومره جوارګر وطن کې ځان ساتل ګران امتحان دی که نه دی چې د باران په خټو کې هم ګرځو او سپينې پایڅې هم د خټو نه ساتو.

که هر څومره ځان د څړيکو نه ساتو خو نور څوک به دې په خټو ابته کړي، چې يو ځل دا پليتې خټې چا پورې ونښلي نو بيا پکې داسې ورګډ شي لکه هندوان چې ''هولي'' رِسم کې په يو بل رنګونه نُولي.

د پليتو خټو نه د هولي رنګونه جوړېدل اوس څه ګرانه خبره نه ده. بس خو هر څه ته ''نظريه ضرورت'' ويل دي.

لکه خلک چې په ټوټکه کې ماشومانو ته د خرې پۍ ورکوي، يا د خنزیر غوښې ته خوږه ترسکونه وايي، په دې هکله يوه کیسه هم شته!

يو ژورنالست د خپلې غېرملکي دورې حال ليکلی و. غلام محمد خان لند خوړ ور څخه تلی و، هلته يې په هوټل کې د خنزیر غوښه وخوړله، چا ورته وويل:

خان صاحب تا خو د سُور غوښه وخوړله!

غلام محمد خان لوند خوړ دغه خوراک په زوره قی کړ. يو ژورنالست ترې وپوښتل:

''خان صاحب ذائقہ کیسا تھا؟

هغهٴ په شډله پښتني لهجه ځواب ورکړ:

’’سور کا بچہ تھا بڑا مزیدار‘‘

خو نن سبا څوک هيڅ نهٴ قی کوي. د هضمولو زوروري مجربې نسخې شته. فتواوې شته، حرام به درته حلال کړي ځکه چې:

چې په څو کرته شخوند وهې په بانګ کې

څه مشکوکه شب خيزي ده د مُلا لا

زما نوم ورکيه محترم مشره!

نن که په موږ کې نه يې، د سرکار په ډکشنرۍ کې ستا نوم نه شته. د مړو ژورنالستانو، اهلِ قلم په هغه فهرست کې ستا د خدماتو د اعتراف په توګه يو حرف چا نه دی ليکلی.

تا سره تمغې، اعزازات، تعريفي جملې د پښتو په روان عصر کې هم نه شته. اوس خلک د تعريفونو او اعزازاتو ميزان ته په زوره ځان ور اچوي. د هر څه نه ورته ورتېرېږي.

ای د پښتو د رهبر قلمه!!

ستا صحافتي سفر په يو داسې ټکي پای ته رسېږي چې اوس رهبران ډېر دي، پښتو ډېره ده.

مجلې د خدای بلها دي، قلمونه لنده سياهي نه لري. د وچې سياهۍ قلمونه دي.

واخله، کار پرې وکه او بيا يې وغورځوه. څوک په قلم قسم هم نه شي خوړلى. اخر په کوم قلم قسم وخوري!!؟؟

صحافت دوکان دی، ژورنالستان دوکانداران!

ټول صحافت په يو پرېس کارډ، يو پلاټ، يو بنده لفافه، کې بند دي.

د خلکو رهبران په سپينه ږيره مري. دا ستا د پښتو اعجاز دی چې ستا رهبر په ځوانه ځوانۍ کې د ۲۵ کالو په عمر کې سلګۍ وهلى دى.

رهبران د ځانه خپل لاروي وړاندې مړه کوي. تا رهبر له ځانه وړاندې مړ کړی دی. په دې خيال چې رهبر دې خطا نه شي په تا او ستا په ځوانۍ مرګ پښتون رهبر دې د غريب ليکوال سلام او احترام وي!

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .