ډیوه، د شمع نظامي کالم: طالبان ډلې، ډلې راغله

د خپريدو وخت: 11:37 گرینویچ - جمعه 02 نومبر 2012 - 12 لړم 1391

د طالب د ښمن په ښادۍ بمونه غورځوي او نا ځوان طالب هم د ټوپک له شپېلۍ خپل نازونه پلوري، بارود يې ډالۍ وي او بې واره يې ګولۍ وي.

د انا له خولې مې اورېدلي چې د کلي طالبان دومره شوخ و چې کله به د کاله مخې ته په باغ کې ميوې په پخېدو شوې، دوی د نر زامنو به له وړاندې په کاڼو د ميوو ونې ويشتې خو بوډا بابا چې به د بوڼ له کټه د يخ سوري له خوبه را پورته شو که به يې عينکې په سترګو کړې نه وې غصه به يې دومره ډېره وه چې کله کله به يې خپل پهره دار بچي هم په ډانګ وهل خو چې به غږ پرې وشو بابا جانه د کلي د جومات طالبان دي نو بيا به يې د قهر په اور سړې اوبه وا وښتې او طالبانو به منډې وهلې خو بوډا بابا به په غېږ کې را نيول چې هسې نه ښېرا راته وکړي هر يو به يې په خولګۍ ښکل کړ.

د کلي د نجونو ميره چې به واده کېده د جومات طالب به يې له مخ پړونى اړو او د هغې د ښکلا لومړنۍ وړانګې به د طالب جان په سترګو ښخېدې.

پيغلوټو به د خپلو ټپو ټکۍ هم د طالب جان په نوم تاوولې.

طالبان ډلې ډلې راغله

زما د يار ډله وروستۍ ده را به شينه

خو دغه نازولي طالبان اوس هاغسې نه دي پاتې. بوډا بابا يې له وېرې نوم هم نه اخلي، پاتې لا ښکلول.

د نجونو د سردارې واده هم طالب ته په تمه نه دى چې ګوندې هغه به يې له مخ نه شال لېرې کړي.

اوس خو د ناوې ډولۍ او جنازه په يوه ورځ له کوره وځي.

د طالب د ښمن په ښادۍ بمونه غورځوي او نا ځوان طالب هم د ټوپک له شپېلۍ خپل نازونه پلوري، بارود يې ډالۍ وي او بې واره يې ګولۍ وي.

پېغلوټي په ټپو کې اوس دا نوم له ستونې ها خوا يادوي. نجونې ډارېږي هسې نه په تور لست کې را نه شي.

هۍ يوازې طالب جان مې په بله بڼه نه دى اوښتى، د ښار کوټوالان هم بدل شوي.

اوس له يوه کمربند سره په لېرې غره کې ګنهګار نه شي نيولى.

نن يې د پوځيانو په شان توپونه په موټرو پسې تړلي وي.

پخوا به ګنهګار لټول کېده خو نن د خپلې ګنا په پټولو اخته دي.

هغه پوځيان هم نه وينو چې کتار به يې تېرېده نو سپين سرو ميندو به په لوڅ سره ورته لپې لپې دعاګانې کولې.

نه پوهېږم اوس يې له ډاره نه کوي که کومه بله خبره ده. مخکې خو اربکيان د کلي هغه ځوانان و چې په خپله به دوطن ساتنې ته وتل خو اوس يې نور خلک را وباسي.

خبره دې ته رسېدلې چې د خپل طالب جان، خپل پوځي او خپل کوټوال نوم له ډاره چاته هم په خوله نه ورځي.

نړۍ ډول ډول کيسې کوي خو په دې نه دي خبر که د طالب له څڼو ګردونه خپل ورور و نه څنډي، که پوځي مو د طالب جان دعا ته پښه پرځاى نه شي، اربکيان مو د وطن په مينه د بابا شلخى ټوپک له ديواله را وا نه خلي او طالب هم په کليوالو په پټو سترګو ګولۍ و نه وروي نو دا وطن بيا هاغسې کېداي شي او خلک موپه يو ټغر راټولېداى شي.

خو د نړۍ خلکو!

تاسو هم په ډوډۍ شوخوند ووهئ.

مه زموږ په نومونو، طالب ته مې ترهګر او پوځي ته مې د کفر کلمې کاروئ.

په داسې کولو به هغه ډېرو پلمو ته ځواب وموندل شي چې لا يې د دې وطن د جګړې لپاره خلک کوي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .