د افغانستان غږیز او انځوریز ارشیف له خطر سره مخ دی

د خپريدو وخت: 09:24 گرینویچ - 04 نومبر 2012 - 14 لړم 1391

افغانستان نږدې ۱۰۰ کلن غږیز او انځوریز ارشیف لري.

افغانستان نږدې ۱۰۰ کلن غږیز او انځوریز ارشیف لري. دغه ارشیف چې لسګونه زره ساعتونو ته رسیږي او د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د ډېرو ستونزو په ګاللو ساتل شوی جدي پاملرنې او بیارغاونې ته اړتیا لري.

دا چې د دغه فرهنګي میراث یوه زیاته برخه د انالوګ په بڼه ده، له دې امله د ډیجیټل نړۍ پراختیا د دغه میراث د ښې ساتنې او نوي کولو اړتیا زیاته کړې ده.

په تیره بیا د افغانستان د غږیز او انځوریز ارشیف انځوریزه برخه د نه پاملرنې په صورت کې د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ ده.

د افغانستان د غږیزو او انځوریزو میراث ارشیف په درې لویو برخو ویشل کیږي او هر یو یې به جلا جلا ځایونو کې لیدل کيږي.

لومړۍ برخه د راډیو دویمه د افغان فلم او دریمه یې د ملي تلویزیون برخه ده.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دغه ارشیف د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ و، خو د دې ادارې یو پخوانی کارکوونکی چې نه غواړي نوم یې واخستل شي وايي، چې د افغانستان د ملی راډیو ټلویزیون کارکونکو د افغانانو دغه فرهنګي میراث د سر په بیه ساتلی دی.

د ملي راډیو ارشیف په ښه حالت کې دی

د دې فرهنګي میراث یوه برخه چې هغه غږیز میراث او د افغانستان د ملي راډیو ارشیف دی تر نورو دوو برخو په نسبتا ښه حالت کې دی. د دې برخې د ډیجیټل کولو کار لا هم دوام لري.

د افغانستان د ملی راډیو رییس عبد الغني مدقق وايي د دې راډیو په ارشیف کې ډول ډول مواد شته چې لسګونه زره ساعتونو ته رسیږي.

د هغه په وینا دا ارشیف له تاریخي ویناوو سندرو او نورو راډیويي پروګرامونو څخه جوړ دی او د ډیجیټل کولو کار یې شاوخوا پنځه کاله وړاندې پیل شوی چې لا هم دوام لري.

د نوموړي په خبره" د ارشیف د ډیجیټل کولو پروسه څلور ، څلور نیم ، پنځه کاله کیږي چې پیل شوې ده ، د موسیقي په برخه کې ۴۰ سلنه، او د تاریخي اثارو په برخه کې هم ۴۰ سلنه مواد ډیجیټل شوي دي، چې په دې پروسې کې مو هم سي ډي کسټونو ته تبدیل کړي او یو بک اپ چې دا څه مواد چې ډیجیټل شوي هلته په کې ساتل کیږي. لومړنی کوندې د کیسټونو په بل ځای کې زمونږ په بل ارشیف کې ساتل شوې دي."

ښاغلی مدقق زیاتوي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ډېرو ستونزو په ګاللو د افغانستان غږیږ او انځوریږ ارشیف ساتل شوی دی.

"د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ډېرو ستونزو په ګاللو د افغانستان غږیږ او انځوریږ ارشیف ساتل شوی دی."

عبد الغني مدقق

د افغان فلم ریاست ارشیف د افغانستان د غږیږ او انځوریز ارشیف ډېره مهمه او با ارزښته برخه جوړوي. د دې ادارې ريیس ابراهیم عارفي ټینګار کوي چې د افغان فلم ارشیف په سیمه کې یو له بډایه ارشیفونو څخه دی خو د ساتلو لپاره یې له ډېرو لومړنیو وسایلو کار اخېستل کیږي او له دې امله ډیر زیانمن شوی دی.

دی وايي" له بده مرغه موږ له لومړنیو وسایلو کار اخلو، د افغان فلم ارشیف په دویم پوړ کې و ، هلته ډیر زیانمن شو، په واوره او باران کې به څڅیده هوا به هم ډیره توده وه، اوس مو د ریاست دفتر ته راوړی چې هوايې نسبتاً ښه ده، هڅه کوو ارشیف وساتو خو څوک د افغان فلم بیارغاونې ته پام نه کوي."

د ښاغلي عارفي په وینا د افغان فلم ارشیف د ډیجیټل کولو لپاره شاوخوا درې نیم کاله وخت او پرمختللو وسایلو ته اړتیاده. د افغان فلم ريیس وايی فرانسې او امریکا ورسره ژمنه کړې چې د دې پروسې لپاره به ورسره د پرمختللو وسایلو مرسته وکړي.

نوموړی زیاتوي له درې میاشتو راهیسې د افغان فلم له ارشیف څخه نورو کسانو ته د کار اخېستلو اجازه د یوې ځانګړې لایحې له مخې ورکول کیږي. ښاغلي عارفي په دې وروستیو کې په سویلي کوریا کې د افغان فلم له hرشیف څخه د شپږو فلمونو نندارې ته وړاندې کول د یوې ښې تجربې پیل وباله.

د افغانستان د غږیز او انځوریز ارشیف دریمه برخه د افغانستان د ملي ټیلویزیون ارشیف دی. د دوه لومړیو برخو په پرتله دا برخه د نه پاملرنې له امله د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ ده.

د ملي تلویزون د ارشیف د څانګې مسوول امیر محمد عطايي وايي د ملی تلویزیون ارشیف شاوخوا ۱۴۵۰۰ ساعته مواد لري خو د ارشیف خونه د هوا ځانګړی سیستم نه لري.

"د تلویزیون آرشیف له ستر خطر سره مخامخ دی ان هغه مواد چې ډیجیټل سیستم ته اړول شوی تخنیکي کسان یې په اړه وايي په هره شپږو میاشتو کې باید ټرانسفر شي او که داسې نه شي نو خیري نیسي او له منځه ځي."

امیر محمد عطايي

د ده په خبره" د ارشیف د ساتلو لپاره کافي امکانات نه لرو، د هوا بدلولو یا تهویې سیستم، د دې سیستم لپاره کافي بریښنا او داسې نورې اسانتیاوې نه لرو، له ستونزو سره مخامخ یو."

د ملی تلویزیون د آرشیف مسوول اندېښنه ښیي چې د نه پاملرنې په صورت کې ارشیف د له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ دی.

" د تلویزیون آرشیف له ستر خطر سره مخامخ دی ان هغه مواد چې ډیجیټل سیستم ته اړول شوی تخنیکي کسان یې په اړه وايي په هره شپږو میاشتو کې باید ټرانسفر شي او که داسې نه شي نو خیري نیسي او له منځه ځي."

نوموړی زیاتوي د ملی تلویزیون ارشیف څه باندې شپږ زره ساعته د ډیجیټل په سیستم ساتل شوی او پاتې نور د انالوګ په زاړه سیستم کې ساتل کیږي.

د ملی تلویزیون د ارشیف د څانګې مسوول زیاتوي ډیجیټل پرمختللی سیستم ته د ارشیف د اړولو چارې د وسایلو دخرابوالي له امله په ټپه دریدلې، دی وايی د نویو وسایلو غوښتنه یې کړې خو د بودیجې د کموالي له امله د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوی غوښتنې نه مني.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .