امريکايي مسلمانان د ولسمشرۍ پر ټاکنو څه وايي؟

د خپريدو وخت: 14:32 گرینویچ - دوشنبه 05 نومبر 2012 - 15 لړم 1391
مسلمانان

ځينې مسلمانان د امريکا په ټاکنو کې فعاله ونډه لري

تیره میاشت له خپل خاوند سره دحج د مراسمو د ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللې وم. کابو درې اونۍ مې د مکې او مدینې په ښارونو کې تیرې کړې.

زموږ سره په دی سفر کې هغه امریکایي مسلمانان هم شامل وو چې د پاکستان، افغانستان، بنګله دیش، هند، سومالیا، فلسطین، سوډان، او ترکیی هېوادونو نه امریکا ته مهاجر شوي وو.

موږ ډیری وخت په خپلو عبادتونو کې بوخت وو خو د ډوډۍ خوړلو په وخت کې به اکثراً سره یوځای کیدلو او د خپلو کورنيو، کارونو، او سیاسي مسایلو په هکله به مو له یو بل سره خبرې کولې.

کله کله به مو د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په هکله هم بحث کاوه چې کوم نوماند به ولسمشريزي سیالۍ وګټي او موږ باید کوم کاندید ته رایه ورکړو.

امریکایي مسلمانان د امريکا ولسمشريزې ټاکنې له نژدې څاري او د کاندیدانو د تګلارو په اساس خپل دريځونه ټاکي.

د امریکا یو سلنه خلک مسلمانان دي چې ډیری يې د بیلابیلو هېوادونو څخه امریکا ته راغلي او د همیشه لپاره دلته ميشت شوي دي.

"مریکایي مسلمانان هم د امریکا خراب اقتصاد ته ډېر اندیښمن دي ځکه دوی هم د نورو امریکایانو په شان خپل کارونه له لاسه ورکړي او د اوسني اقتصاد په وجه ځپل شوي دي. خو بیا هم دوی غواړي داسې یو کاندید ته رایه ورکړي چې له مسلمانانو سره خواخوږي ولري."

که څه هم په امریکا کې د مسلمانانو نفوس لږ دی خو د دوی رايې بیا هم ډیر اهمیت لري.

ځکه چې ډیری مسلمانان په ځینو مهمو اوښتونکي ایالتونو(هغه ایالتونه چې نا معلومه دي کوم ګوند ته به رایه ورکړي) لکه ویرجینیا، فلوریدا، اوهایو، او میشیګن کې اوسیږي او د دوی رایې کولای شي په هغه ولسمشریزو ټاکنو کی چې ډیرې نژدې سيالۍ پکې روانې وي، مهم رول ولوبوي.

نظر پوښتنې هم ښیي چې د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو سیالیوکې به د کاندیدانو تر مینځ ډیره نژدې سیالي وي او کیدای شي په نوموړي ایالتونوکې، چې رایې یې ډیر ارزښتمنې دي، د مسلمانانو رایې د یو کانديد د بریالیتوب سبب شي.

کله چې بارک اوباما څلورکاله وړاندې دامریکا ولسمشر وټاکل شو، نو د ولسمشرۍ په لومړۍ ورځو کې مسلمانانو ته مخاطب شو او له هغوی سره یې د سولې او همکارۍ ژمنې وکړې.

د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې امریکایې مسلمانانو ۹۰ سلنه رایې اوباما ته ورکړې. که څه هم اوباما اوس د امریکایي مسلمانانو په منځ کې د تيرو انتخاباتو په پرتله دومره مينه وال نه لري ځکه د دوى په نظر اوباما په خپلو ژمنو کې پاتې راغلی خو د هغه سیال میټ رامني ته هم دوی زړه نه ښه کوي.

د اوباما ځينې تګلارې لکه د ګوانتانامو د زندان نه تړل او د فلسطين کړکيچن حالت ډير مسلمانان دې ته اړ کړي چې دا ځل اوباما ته رايه ورنه کړي.

له یوې ځوانې امریکا میشتی پاکستانۍ میرمن سره مې یوه ورځ په مکه کې دغرمې د ډوډۍ نه وروسته د اوباما او رامني په هکله وپوښتل، راته یې وویل:

«د ګوانتانامو غوندې زندانونه لا هم د لویدیځوالو په مقابل کې ډیرو خلکو نفرت ډیروي ځکه نو باید داسې زندانونه وتړل شي. اوباما به وار په وار دا ویل چې د ګوانتانامو زندان به وتړي خو په تیروڅلورکلونوکې یې هیڅ هم و نه کړای شول. تیر ځل مې اوباما ته رایه ورکړه خو دا ځل يې یو ته هم نه ورکوم.»

که څه هم د امريکا ډيرى مسلمانان د اوباما په تګلارو باندې نيوکې کوي، خو دوی دې ته هم چمتو نه دي چې رامني ته رايه ورکړي.

"د ګوانتانامو غوندې زندانونه لا هم د لویدیځوالو په مقابل کې ډیرو خلکو نفرت ډیروي"

یوې امریکایي میشتې افغانې میرمنې په مکه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې چې ولې د اوباما نه خواشینې ده اوبیا هم غواړځ ورته رایه ورکړي داسې وویل:

«اوباما وایې چې د مسلمانانو دوست دی خو د هغې ورځې نه چې سپينې ماڼې ته يې لاره پيدا کړه ، مسلمانانو ته یې هیڅ ونه کړل. زه بیا هم ورته رایه ورکوم ځکه نه غواړم د هغه سیال ته چې د اوباما په پرتله ضعيفه راته ښکاري ، رايه ورکړم.»

لنډه دا چې امریکایي مسلمانان هم د امریکا خراب اقتصاد ته ډېر اندیښمن دي ځکه دوی هم د نورو امریکایانو په شان خپل کارونه له لاسه ورکړي او د اوسني اقتصاد په وجه ځپل شوي دي. خو بیا هم دوی غواړي داسې یو کاندید ته رایه ورکړي چې له مسلمانانو سره خواخوږي ولري.

داسې بریښي چې په دې ولسمشریزو ټاکنو کې یا خو به مسلمانان اوباما ته رایه ورکړي او یا به بیخي رایه ونه کاروي او د هغو مسلمانانو شمیره چې رامني ته به رایه ورکړي ښايي ډیره کمه وي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .