ستاسې غږ: د اوباما بیا ټاکنه به افغانستان او سيمې ته په څه مانا وي؟

د خپريدو وخت: 10:48 گرینویچ - چارشنبه 07 نومبر 2012 - 17 لړم 1391

دا اوونۍ ستاسو غږ پروگرام کې غواړو وڅيړو چې واک ته د ولسمشر اوباما بيا رسيدل به افغانستان اوسيمې ته په څه مانا وي؟ په افغانستان او په سيمه کې به ورنه تمه څه وي؟

ولسمشر اوباما په دوهم ځل د څلورو نورو کلونو لپاره د امرېکا د ولسمشر په توگه وټاکل شو.

نوموړي د بري وينا کې خپلو پلويانو ته وويل موږ يوه کورنۍ يو بايد دواړه گوندونه د امريکا د پرمختگ لپاره له یو بل سره همکاري وکړو.

واک ته د بارک اوباما بيا رسېدل په کور دننه او نړيوالو مسلو کې که هغه سياسي، اقتصادي یا هم امنیتي وي بې اغيزې نه شي پاتې کيدای.

دا اوونۍ ستاسې غږ پروگرام کې غواړو وڅېړو چې واک ته د ولسمشر اوباما بيا رسېدل به افغانستان اوسيمې ته په څه مانا وي؟ افغانستان او سيمه کې ورنه تمه څه ده؟

که په دې اړه پوښتنه يا نظر لرئ کولای شئ د برېښناليک، فيسبوک يا د خواله د رسنيو له لارې يې راسره شريک کړئ.

خپرونې ته په دې شمېره مخامخ زنگ ووهئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

او د برېښنا ليک پته مو ده :Pashto@bbc.co.uk

يادونه کوو چې ستاسو غږ خپرونه په راډيويي، ويډيويي او انلاين بڼه خپرېږي

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .