د بشرنوید کالم پښتونخوا: ''شب نامه''

د خپريدو وخت: 11:56 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

شب نامه، د شپې په نوم ليک، د تيارې خط، د شپې پېغام!

په يو ټکي، يو حرف کې بلها مطلبونه، ماناوې پټې دي. دا څه د مينې ليک نه دى چې د شپې رېبار يې راوړي.

شب نامه د مرګ پروانه وي، چې د چا په نامه د شپې د هغه کور ته راشي نو لکه چې طالبانو هغه ته دړکه ورکړه. دا هغه شب نامه ده چې په سوات کې يو ځل بيا د خلکو کورونو ته لېږل کېږي.

يو وار بيا خلک حېران دي چې د طالبانو له خوا دا شب نامه په سوات کې د پوځ په شته والي کې څه مانا لري؟ چې ټکي وي مانا يې ضرور شته!

شب نامه په سوات کې د طالبانو د شتون څرګندونه کوي. که د طالبانو سر ورک دی، نه ښکاري، وجود يې ځان ته سر را پېدا کوي.

خلکو به پخوا ويل چې سر وي نو ټوپۍ ډېرې دي، اوس دا خبره په نوي شکل، په شب نامه کې داسې ښکاري: "چې وجود سالم وي سرونه ډېر دي".

"موږ د سرمايې په جنګ کې دغه تاوان کړی دی. تنې زموږ دي خو سرونه پرې پردي ګرځوو."

په پاکستان کې سر ته ټوپۍ نشي کتل کېدى بلکې ټوپۍ له سرونه کتل کېږي. دا ټوپۍ ګرځول کېږي او يو نه يو سر ورته را پېدا شي.

موږ د ډېرې مودې راهیسې د دغه حالاتو سره مخ يُو. موږ د سرمايې په جنګ کې دغه تاوان کړی دی. تنې زموږ دي خو سرونه پرې پردي ګرځوو.

هو!

دا ټول زاړه حالات د سوات په نوې ''شب نامه ''کې بيا د يوې خطرې انګازه خپروي. په سوات، بونېر او کراچۍ کې دا يو شان حالت دى.

د اې اېن پي مهمو عهده دارانو ته په شب نامه کې دا دړکه ورکول کېږي چې هغوى دې د ګوند سره خپلې اړيکې ختمې کړي.

"نن حالت دا دى چې اوس څوک په پښتونخوا کې امن کمېټۍ، امن لښکر، امن جرګې مشري نه کوي. د پښتنو په رواياتو کې خو لښکر، جرګه، مرکه، تیږه، ډز بندي هغه روايتونه دي چې لويو لويو جنګونو ته يې مخه وهلې ده."

په درېواړو سيمو کې د يو ګوند مهمو څېرو ته يو شان دړکې دا څرګندوي چې غټ استخباراتي قوتونه اوس د اقتدار د اس نه هغه خلک کوزوي چې په دغه زين کړي اس يې خپله سوارهٴ کړي وو.

دلته هم د اسونو باچاهي ده، د سرونو نه. دلته هر چا ته هر وخت ویل کېدى شي چې: ''اوس ته زموږ لپاره محترم نه يې!''

په سوات، بونېر ، کراچۍ کې ''ټارګېټ کلېنګ''، خلک ورک کېدل، او د نامعلومه مرګ واقعيات، د نوې شب نامې پخوانۍ مانا ده.

د ''ملالې يوسفزۍ'' د واقعې نه پس تر دې دمه اووه واقعيات شوي دي خو عجيبه دا ده چې اول يې د امن کمېټۍ، امن لشکر مشر وټاکي او بيا يې مړ کړي.

فضل غني د سوات سيرتلګرام اوسېدونکى و. د مقامي امن کمېټۍ مشر وټاکل شو، بيا له دوو تنو نورو سره ووژل شو.

سعيد احمد عرف فاتح خان بونېر کې د ټول امن لښکر سرخېل و. هغه په يو ځانمرګي برید کې له منځه يوړل شو.

په متنو، پېښور کې امن لښکر مشرانو سره هم وار په وار دا لوبې شوې دي. اخر کې د متنو امن لښکر مشر د لښکر ماتولو اعلان وکړ او د پښتونخوا په حکومت يې تور ولګاوه چې هغوى موږ سره هيڅ کمک نه کوي.

"نن حالت دا دى چې اوس څوک په پښتونخوا کې امن کمېټۍ، امن لښکر، امن جرګې مشري نه کوي. د پښتنو په رواياتو کې خو لښکر، جرګه، مرکه، تیږه، ډز بندي هغه روايتونه دي چې لويو لويو جنګونو ته يې مخه وهلې ده."

د متنو امن لښکر داسې رول ادا کاوه چې ترهګرو ته يې لاره نيولې وه لکه چې پېښور يې ساته.

نن حالت دا دى چې اوس څوک په پښتونخوا کې امن کمېټۍ، امن لښکر، امن جرګې مشري نه کوي. د پښتنو په رواياتو کې خو لښکر، جرګه، مرکه، تیږه، ډز بندي هغه روايتونه دي چې لويو لويو جنګونو ته يې مخه وهلې ده.

خو په لومړي ځل په ټول پښتون افغان وطن کې لروبر يو شان خراب حالت دا دى چې دا پښتني/ افغاني روايتونه يې ووهل. لښکر او سنګر يې ورته مات کر. جرګه مرکه يې ورته ورکه کړه، د لښکرونو سنګرونو او جرګو مرکو مشران يې ووژل.

نن څوک په ټول پښتون افغان وطن کې د پټکي او څادر مشرۍ ته غاړه نه ږدي. دا د ټولو نه لويه غمیزه ده چې د قومونو مشران سپين پټکي او سپين څادر پسرولى نه شي او په کور جوړ شوی جنګ په جرګه نه شي بندولى.

دا غمیزه هغه وخت نوره زياته شوه چې د امن کمېټو، امن لشکرو، او امن جرګو مشران د حکومتي چارواکو او د پوځ له خوا يې ټاکل پېل شول. د حکومت چارواکو او د پوځي جنرالانو له خوا د دغه مشرانو ټاکنه داسې ښکاره شوه لکه چې دا قامي مشران نه، سرکاري مشران وي.

مولانا صوفي محمد د دير نه راغی نو د سوات د پټکي رنګ يې هم بدل کړ. تور پټکي خلکو وتړل.

روښان فکره، مترقي خلک په دغه کارونو اعتراض ځکه کوي چې وايي، پوځ باندې د طالب د جوړولو تور هم دی او امن لشکرې، امن جرګې هم جوړوي.

دا خو هغه خبره شوه چې د کور مالک ته وايې بېدار شه او غل ته وايې غلا ته ځه.

په سوات کې نوې شب نامه د مولانا فضل الله د مام ډهېرۍ ياد تازه کوي. مام ډهېرۍ د طالبانو په دور کې داسې مثال لاره لکه په سوات کې د افغانستان ''کندهار'' !

مام ډهېرۍ لوی کندهار ته پټ پټ اشارتونه کړي وو. راځه کندهار ه!!

ستا جنګ نامه به په ټول سوات کې زه شب نامه کړم. هوښياران وايي مار خوړلى له پړي نه هم وېرېږي.

د سوات په حواله تاريخ ګواهي ورکوي چې هيڅ يو شورش د ده خپل نه دی. له بهر شورشونه راغلي دي او سوات يې په اور ګډ کړى دى.

يوسفزي چې په سوات کې په پټکي وران شي، د بهر نه پرې نور څوک راغلي دي.

په اخر کې خو پرې چې مولانا صوفي محمد د دير نه راغی نو د سوات د پټکي رنګ يې هم بدل کړ. تور پټکي خلکو وتړل، ورپسې پوځ راغی او ټول سوات ته يې شين رنګ ورکړ.

ای اين پي ورته پنځه کاله د سور رنګ ورکولو هڅه وکړه، خو په نوې شب نامه کې يو ځل بيا ''شين'' سره ''تور'' ښکاري، ځکه سوات په وېرېدلي حېرانتيا وايي!

ګوتې تورې کړئ په ما يې کړئ راپورې

زه حېران يم ستا د سپينو ګوتو تور ته

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .