د بشرنوید کالم پښتونخوا: کراچۍ نه د پښتنو جنازې

د خپريدو وخت: 19:48 گرینویچ - 11 نومبر 2012 - 21 لړم 1391

پښتونخوا کې کهٴ يو پښتون په بله هره ډله کې وى خو په کراچۍ کې به د عوامي نیشنل ګوند جنډه ګرځوي او پښتون قوم پرست به وي.

د پښتونخوا په طرف د کراچۍ نه د پښتنو جنازې را روانې دي. دا مړي په طبعي مرګ نه بلکې د ټارګټ کيلينګ سياسي شهيدان دي، مزدورۍ ته تللي وي، يا د مزدورۍ نه ستړي ستړي را روان وي.

کراچۍ کې دا ګولۍ داسې راځي لکه څنګه چې جنرال مشرف د اکبر بګټي د مرګ په اړه ویلي و! ''دا زوړ وخت نهٴ دى، اوس به چا ته پته هم نهٴ وي او د غر دننه به ګولۍ ورننووځي''

کهٴ د پاکستان په فضا کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې د نامعلومه آواز په څېر د حملې قوت نه شته نو په ځمکه خو ورسره د شر او د شرخوښۍ هغه ټول سامان او ذريعې شته چې اوس چا ته پته هم نهٴ لګي!

زهٴ چا وويشتم؟

ولې يې وويشتم؟

او په څه؟

دا پوښتنې بې ځوابه دي او ځواب يې هم څوک نهٴ غواړي، ځکه چې په کراچۍ کې متحده قومي غورځنګ باندې د دهشت ګرد یا ترهګر تنظيم چاپ لګېدلى دى.

تېرو ورځو کې د طالبانو له خوا په کراچۍ کې د روانو شخړو او قتلونو په اړه طالبانو ویلي وو. ''په کراچۍ کې د متحده قومي غورځنګ ظلم زور زيات شوى دى، موږ به ډېر زر بې وسه بې وزله خلک له دغه ترهګرو نه خلاص کړو''

"کراچۍ کې متحده قومي غورځنګ د خپلو ټولو مخالفينو زور نېغ په نېغه پښتنو له ورکوي"

بشر نوید

د طالبانو په دغه اعلاميه باندې د متحده قومي غورځنګ پام را ګرځول شوی دی. طالبانو د بلوڅ او سندهـ آزادو سرتېرو ته بلنه ورکړې چې له دوی سره دې په هڅه کې شریک شي او خپلو کړنو ته دې اسلامى بڼه ورکړي.

د طالبانو دا بلنه ښايي په دې مانا وي چې دغه ځواکونه په کراچۍ کې د متحده قومي غورځنګ پر ضد دي. کراچۍ کې متحده قومي غورځنګ د خپلو ټولو مخالفينو زور نېغ په نېغه پښتنو له ورکوي

کراچۍ کې متحده قومي غورځنګ د خپلو ټولو مخالفينو زور نېغ په نېغه پښتنو له ورکوي ځکه چې پښتانهٴ يوازینی قوت یا ځواک دى چې د دوى په مخه کې خنډ دى. دوی منظم او په سياسى توګه فعال هم دى.

دا ټول د عوامي نیشنل ګوند سره تړاو لري.

پښتونخوا کې کهٴ يو پښتون په بله هره ډله کې وى خو په کراچۍ کې به د عوامي نیشنل ګوند جنډه ګرځوي او پښتون قوم پرست به وي.

د دې وجه دا ده چې څوک په کراچۍ کې د يو بل سره سياسى فعاليت نهٴ لري د هغوى خوړل او هضمول د متحده قومي غورځنګ لپاره اسان دي.

د پښتونخوا پر لوري چې د پښتنو مزدورانو خواري کښو غريبو خلکو کومې جنازې د سياسى شهيد په نامه راځي هغوى د پښتونخوا د ''سياسي پېکج'' نه هم بهر دي.

له دې هر څهٴ سره سره هلته د پښتنو حال دا دى چې هر وخت د جنګ په حالت کې دي.

په دې حساب سره په کراچۍ کې د پښتنو اوسېدونکو ژوند سخت ناارامه او بې قراره دى خو بدبختانه دا ټوله دښمني او اختلافات قومي او سياسي دي نو په قوم باندې سياست خپله لوبه کوي.

د کراچۍ د پښتنو هر شهيد په سياسي مېز باندې خرڅ شوى او لا هم خرڅېږي.

په دغه لوبه باندې سياسى واکمن پوه دي خو د سياست بنياد دا راجوړ دى چې هغوى به شهيدان هم ورکوى او بيا به يې سياست ته بخښي هم.

سياست دغه شهيدان خپل مخالف ته د ''امن'' او ''ملکي سلامتۍ'' په جذبو کې بخښي، د دې متل په څېر!

''مري به غريبان او ليډران به تبصرې کوي''

د پښتونخوا پر لوري چې د پښتنو مزدورانو خواري کښو غريبو خلکو کومې جنازې د سياسى شهيد په نامه راځي هغوى د پښتونخوا د ''سياسي پېکج'' نه هم بهر دي.

دا رنګه کړکېچنو حالاتو کې خو د خپلو سياسى مشرانو د جنازې او فاتحې نه هم محروم دي، لکه د نیشنل عوامي ګوند د سندهـ ستر سيکرتر امين خټک چې د کراچۍ نه پښتونخوا ته راوړل شو نو د هغهٴ په جنازه کې د پښتونخوا خپل مشران موجود نهٴ وو حتی په کټ یې هم د سندهـ د وزيراعلٰى د ګلونو ګېډۍ پرته وه.

"بدبختي دا ده چې پښتانهٴ په سياست کې خپل مړي د يو پښتونخوا په نامه او د ''پېکج'' په احسان کې وربخښي."

هر کله چې په سياسي شهادت کې د ګوند د اولنى صف ارواح ښاد سره داسې وشي نو کارکوونکي خو د سياست د خړو اوبو ړاندهٴ کبان دي‎.

هغوى تل دا لنډۍ په خپله ګيله کې ويلې ده.

پرېږده چې خړ سېلاب مې يوسي

په لامبوزن جانان به ډېره نازېدمه

کراچۍ کې د پښتنو د ژوند او مرګ لوبه نوې نهٴ ده، ژوند يې د سختې مسافرۍ او مرګ يې د نامعلومه قاتل د لاسه دی.

بدبختانهٴ پښتونخوا ته کهٴ د کوټې د سکرو له کانه کومې جنازې راځي او کهٴ د کراچۍ نه ورته مړي را لېږي، د غمِ جانان او غمِ روزګار په نامه تورو خاورو له ځي.

پښتنو ډېر مړي، ګڼ شهيدان سياست له صدقه ورکړل خو نتيجه يې نه شته.

بدبختي دا ده چې پښتانهٴ په سياست کې خپل مړي د يو پښتونخوا په نامه او د ''پېکج'' په احسان کې وربخښي.

بلوڅ تر اوسه پورې خپله وينه نهٴ بخښى ځکه خو طالبان بلوڅ او سندهـ آزاد سرتېرو ته د شريکېدو بلنه ورکوي نه پښتنو ته.

پښتانهٴ هر ځای د سياسي او پرديو جنګونو روانه یا جاري صدقه ده.

پښتنو ليډرانو او کارکوونکو د شعر دا برخه خپله سياسي کلمه جوړه کړې ده!

مونږ ته خپل نصيب په وينو سور رارسېدلى دى

دا د تاريخ جبر دى او جبر نازولى دى

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .