اوسنی بحران د بي بي سي لومړۍ تجربه نه ده

د خپريدو وخت: 09:29 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

ونسټن چرچل پر بي بي سي د ولکې ټینګولو او د پروپاګند لپاره د دې ادارې د کارولو هڅه کړې وه.

اوس ستاسي وار دی. دغه جمله د یو شمېر سیاستوالو او ژورنالیستانو له رویې څرګندیږي.

دغه ټول کسان په خپل ځای له بحرانونو راتېر شوي دي او د کره کتونکو په وینا بي بي سي د دوی په اړه پراخ خبري پوښښ کاوه.

له همدې امله له بي بي سره د خواخوږیو کسانو لږوالی محسوسیږي.

خو له دې سره سره ما داسې هیڅ څه نه دي اورېدلي، چې ګواکي د بي بي سي شتون له کوم ډول خطر سره مخامخ دی.

له دې مخکې ان داسې هم شوي، چې د حکومت او بي بي سي تر منځ مستقیم ټکر رامنځ ته شوی.

د ۱۹۲۶ کال په اوږدو کې، چې د اعتصاب له امله برتاینا له اړودوړ سره مخ وه، د هغه مهال د خزانې وزیر ونسټن چرچل پر بي بي سي د ولکې ټینګولو او د پروپاګند لپاره د دې ادارې د کارولو هڅه کړې وه.

په ۱۹۵۶ کال چې د سویس کانال بحران جاري و، انتوني ایډن حکومت غوښتل، چې بي بي سي په خپل واک کې واخلي. د فاک لینډ د جګړې او ایرش ریپبلیکن ارمي د پوښښ له امله د مارګریټ تهیچر او بي بي سي تر منځ ټکر رامنځ ته شو، چې پایله یې د یوه عمومي رییس د منفک کېدو په صورت راووته.

ټوني بلیر او الیسټر کمپبیل په عراق کې د ویجاړوونکو وسلو د مسالې پر سر له بي بي سي سره قانوني شخړه وکړه، چې له امله یې عمومي رییس او مشر دواړه له دندې لاس په سر شول.

زه فکر کوم د اوسنیو بحرانو په پرتله هاغه ټول بحرانونه د ادارې لپاره ډېر خطرناک وو.

دا جلا خبره ده، چې اوسني بحرانونه هم په خپل ځای خورا درانه او خواشینونکي دي. لومړي وزیر د هیڅ ډول حکومتي تحقیقاتو پیل کولو خبره نه ده کړې، چې له امله یې د بي بي سي اېډېټوریل خپلواکي متاثره شي.

نه هم نوموړي د عمومي رییس او مشر د استعفا غوښتنه کړې. یو شمېر لوړ پوړي محافظه کاران فکر کوی، چې بي بي سي د خپل ګوند د سخت دښمن او د لیبر ګوند د پارلماني غړي ټام واټسن له خوا پیل شوي کمپاین ته ورټوپ وهل.

"ډېر سیاستوال د حیرانتیا او پرېشانۍ له ګډ احساس سره بي بي سي ته ګوري، چې په خپل لاس ټپي شوې ده، خو د غوسې یا غچ اخېستنې احساس ډېر لږ ولیدل شو."

همدا واټسن و، چې تر ټولو مخکې یې د نوم له څرګندولو پرته د محافظه کار ګوند د سیاستوالو او له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي تر منځ اړیکه جوړه کړه.

ډېر سیاستوال د حیرانتیا او پرېشانۍ له ګډ احساس سره بي بي سي ته ګوري، چې په خپل لاس ټپي شوې ده، خو ما د غوسې یا غچ اخېستنې احساس ډېر لږ ولید.

د دې بحران یوه معانا داده، چې خلک او یا ادارې په څومره ګړندیتوب له اوج نه صفر ته راټیټیږي.

شیبه مخکې بي بي سي د اولمپیک لوبو د پوښښ له امله خورا هسک ته رسېدلې وه او بله شېبه پر ماشومانو د جنسي تېري د مسالې له امله په خاورو کې خمیر شوه.

دوهمه زده کړه داده، چې یو بحران د بل بحران په ځای نیولو کې ډېر وخت نه نیسي. نن د بي بي سي وار دی، نو سبا به د بل چا وار وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .