له ژمي وړاندې زيانمنونکو سره څه ډول مرستې پۀ کار دي؟

د خپريدو وخت: 11:53 گرینویچ - دوشنبه 12 نومبر 2012 - 22 لړم 1391

دمرسته کوونکو ادارو د شمېرو ترمخه تېر کال د افغانستان بيلابېلو برخو کې د واورې خوېدو له امله لسگونه کسان مړه شوي وو

په افغانستان کې د بشري مرستو ٣٠ سازمانونو د افغان حکومت او د ملگرو ملتو په گډون د کابل له نړيوالو ملگرو غوښتي دي چې راتلونکي ژمي نه وړاندې د يخنۍ له امله گواښ منونکو او د هېواد دننه بې کوره شوو خلکو سره د مرستو لپاره پلان جوړونه وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې د همدې ټولنو په وينا د تير کال په ژمي کې د يخنۍ او ناروغيو له امله له ١٠٠ زيات کسان مړه شوي چې مخنيوى ېې شونى وو.

د ملگرو ملتو د شميرو ترمخه نزدې څلور نيم لکه کسان د هېواد دننه له خپلو سيمو بې ځايه شوي دي چې همدوي د يخنۍ له امله لوى خطر سره مخامخ دي.

دا اونۍ ستاسې نظر خپرونې کې په دې غږېږو وړاندې ددې نه چې ژمى پيل شي ستاسې په سيمه کې اړمن خلک څه ډول مرستو ته اړتيا لري، حکومت او مرسته کوونکي بايد په دې برخه کې څه وکړي؟ په دې اړه خپرونې کې برخې اخيستو لپاره

د سه شنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٤٣٦٠٩١٩ زنگ راووهئ

دغه راز په برېښناليکpashto@bbc.co.uk او د SMS له لارې هم په دې ټېليفون ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ خپل نظرونه راستولى شئ

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .