د مسکو په بازار کې د وینځو په توګه ساتل شوې ښځې

د خپريدو وخت: 09:53 گرینویچ - شنبه‬ 17 نومبر 2012 - 27 لړم 1391

د لیلا اشېروف په خبره د ډېر کار په بدل کې لږخواړه ورکېدل او هره شېبه به د تشدد له وېرې سره مخامخ وه.

په غېر قانوني توګه د انساني لېږد رالېږد د مخنیوي لپاره کارکوونکو فعالانو دوې اوونۍ مخکې داسې ۱۱ کسان وموندل، چې په ظاهره د مسکو په یوه بازار کې د مرییانو په توګه ساتل شوي وو.

له ازبکستان او قزاقستان څخه روسیې ته له تلونکو کسانو سره څومره بد چلند کیږي، دغه پېښه یې یوه ناوړه بېلګه بلل کېږي. د یوې ښځې په خبره دا په یوه کوچني مارکیټ کې تر لسو کلونو پورې زنداني ساتل شوې او یوه ماشومه یې هم ورنه اخېستل شوې ده.

له دې کسانو څخه چې له غلامۍ نه ازاد شوي دی، یو شمېر یې اوس د مسکو يه یوه خیریه موسسه کې ساتل کېږي. په دغه ځای کې یو ماشوم، چې بخیر نومیږي هیډ فون یې په غوږونو او د ماشومانو له ویډیو سره سندرې وايي. دوې اوونۍ مخکې بخیر هیڅکله ویډیو اویا کمپیوټر نه وو لیدلي.

نوموړي خپل ټول ژوند د کوچني مارکېټ په هغه څو متره ځمکتل کې تېر کړی دی، چې د ده مور په کې د وینځې په توګه ساتل کېده. د ازبکستان اوسېدونکې لیلا اشېروف لس کاله مخکې د مسکو په څنډو کې دغه مارکیټ ته د مرستیالې په توګه راوستل شوې وه.

هاغه مهال د دې عمر یوازې ۱۶ کاله و. نوموړې فکر کاوه چې معاش به ورکول کېږي، خو هیڅکله داسې و نه شوو. د نوموړې په خبره" زه چې کله دغه ځای ته راغلم، په لومړۍ ورځ یې پاسپورټ یې را نه واخېست، وروسته مې ولیدل، چې هټۍ واله مېرمن یوه نجلۍ په ډېره بې رحمۍ وهله ټکوله، هغه یې د سر له وېښتو کش کړه او په لغتو یې ووهله، هاغه مهال مې احساس وکړ، چې ناسم ځای ته راغلې یم."

بخیر هیڅکله ویډیو اویا کمپیوټر نه وو لیدلي.

د نوموړې په خبره د ډېر کار په بدل کې به لږ خواړه ورکول کېدل او هره شېبه به د زور زیاتي له وېرې سره مخامخ وه." هټۍ والې به له ما سره ډېر زور زیاتی کاوه، یوه ورځ یې پرله پسې دوه ساعته ووهلم، زما پر مخ، پښو او ټول تن اوس هم د تشدد نښې شته، زه یې هاغه مهال هم وهلم ډبولم، چې مېندواره وم."

لیلا اوس بیا مېندواره ده. د هغې دوه ماشومان د زندانیتوب پر مهال زېږېدلي دي. له شپږ کلن بخیر پرته یې یوه لور هم درلوده، چې ډیانا نومېده، خو هټۍ والې ورڅخه اخیستې ده. وروسته لیلا ته ویل شوي، چې هغه له بلۍ وغورځېده او مړه شوه، لیلا ته دا هم معلومه نه ده، چې دا رښتیا دي او که درواغ.

د نوموړې په خبره "کله یې چې راته وویل، لور دې مړه شوه، زما ذهن هیڅ کار نه کاوه، ما ونه ژړل او نه مې کوم غبرګون وښود، په زړه کې مې راتېره شوه، چې هرڅه کېږي، خو باید دغه هټۍ واله د خپل عمل سزا وویني."

د لیلا په خبره د ماشومانو پلار یې د هټۍ والې د کورنۍ غړی دی. هغې د جنسي تېري اصطلاح ونه کاروله، خو په وینا يې هغه سړي به هم اکثر مهال وهله ټکوله.

لیلا هغه مهال له بنده خوشې شوه، چې د انسانانو د قاچاق په ضد فعالیت کوونکي دغه مارکیټ ته ننوتل. د مارکېټ شاته یو شمېر خلک ویده وو. هغوی وویل چې له دوی نه یو شمېر کسانو ته اجازه نه ورکول کېده، چې د مارکیټ لویه دروازه وکاروي.

د لیلا له زوی سره په هغه ځای کې دوه ماشومان نور هم وو. یو پنځه کلن ماشوم ټول عمر په یوه اپارتمان کې بندي ساتل شوی و.

"که نجونو به له پولیس نه مرسته وغوښته، مرسته به ورسره نه کېده، پولیسو به هغه ونیولې او بېرته به یې د مارکیټ څښتنانو ته وسپارلې، هغوی به ویل، موږ ستاسي نجونه راوستې دي او بېرته به یې هغو ته وسپارلې."

د ناروغۍ له امله د هغه د بدن غړي وچ کلک او کاږه وو. دغه ناروغي د لمر نه لېدو له امله په بدن کې د ویټامن ډي نه جوړېدو له کبله پیدا کیږي.

ما له لیلا وپوښتل، چې ولې يې د ځان په اړه پولیس ته نه ویل، ځواب یې داو چې د مارکېټ څښتنانو ځايي پولیسو ته بډې رشوتونه ورکول. د نوموړې په خبره" که یوه نجلۍ به وتښتېده، نو هغوی به بېرته ونیوله او بیا به یې په خورا بې رحمۍ وهله ټکوله. که نجونو به له پولیس نه مرسته وغوښته، مرسته به ورسره نه کېده، پولیسو به هغه ونیولې او بېرته به یې د مارکېټ څښتنانو ته وسپارلې، هغو به ویل، موږ ستاسې نجونې راوستې دي او بېرته به یې هغو ته وسپارلې، له همدې امله موږ پر پولیس باور نه درلود، موږ له تېښتې وېره درلوده، ځکه موږ پوهیدو، چې بیا به ونیول شو او ژوند به نور هم تریخ شي."

موږ له لیلا سره د روسیې د تحقیقاتي کمیټۍ مرکز ته لاړو، خو هغوی ایله دومره وکړل، چې د پولیسو هغه مرکز ته یې ټیلېفون وکړ، چې مسوولین یې لیلا له هټۍ والې څخه د رشوت اخېستو په حال کې لیدلي وو. ځايي پولیس، لیلا د غیرقانوني کډوالۍ په تور ونیوله.

د بشري حقونو فعالین له اوږده بحثه وروسته وتوانېدل، چې لیلا له بنده را خوشې کړي. خو د هغې د لس کلن زندان دوسیه دفتري شوه.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .