د بشرنوید کالم پښتونخوا: ډاکټر محمد اعظم اعظم د خداى مېلمه شو!

د خپريدو وخت: 15:13 گرینویچ - 18 نومبر 2012 - 28 لړم 1391

اروا ښاد اعظم يو ښهٴ تکړه شاعر، افسانه ليکونکى او ډرامه ليکوال و، طنزو او ټوکې یې د سنجيده مزاج يو بل اړخ و!

د پښتو نامتو شاعر، افسانه او ډرامه لیکونکی د ژوند د ناکراره شوګيرو نه سترګې پټې کړې. شپاړسم د نومبر و چې ورپسې د مازيګر ماښام تر منځ د مرګ بلنه راغله او لاړ د خداى مېلمه شو.

د نومبر پر ۱۷ مه د پېښور نه د وادهٴ د جنج په څېر رځړو چارسدې پلرنۍ هدېرې ته یوړل شو او د خدای دغه مېلمه خاورې ته وسپارلى شو. په دغه وخت کې ډاکټر اعظم په پټو سترګو د خپل شعر هنداره وه!

لاړ کهٴ مې نظر شى، زهٴ به ستا لارې ته ګورمه

را دې شي اجل خو، د وفا لارې ته ګورمه

مرګ د ژوند دویمه او اخري برخه ده.

لومړنۍ تجربه د ډېرو خلکو ناکامه وي، داسې ډېر لږ کسان وي چې د ژوند لومړنۍ تجربه په بریالیتوب سر ته ورسوي.

ډاکټر محمد اعظم په هغه لږو کسانو کې يو تن و چې د ژوند په اولنۍ تجربه کې کامياب شو او د خپلو کاميابو تجربو يو نښه یې په پښتو کې پرېښوده.

اروا ښاد يو ښهٴ تکړه شاعر، افسانه ليکونکى او ډرامه ليکوال و، طنزو او ټوکې یې د سنجيده مزاج يو بل اړخ و!

يو انسان او په هغهٴ کې دومره ډېر استعدادونه!

يو سړى او په کې دومره ډېر ښه والی!

يو فنکار او په هغهٴ کې ډېر زيات کردارونه!

"پښتونخوا کې د پوهانو بحران ځکه يادوم چې شاعري د ښکلي لطيف اظهار ذريعه ده خو علم نهٴ دى."

دا دومره ډېر زيات کردارونه او استعدادونه چې په يو انسان کې راغونډ شي نو هغهٴ ته عام سړى نه شي ویل کېدی. هغه د ټولنې يو خاص انسان وي، هغهٴ د ځان نهٴ وي د هغهٴ په يو ځان کې جهانونه وي.

جنتونه دوزخونه!

ګناهونه ثوابونه!

هجر او وصال!

رڼا او تيارهٴ!

غمِ روزګار او غمِ جانان!

دا هر څهٴ د ډاکټر اعظم اعظم غوندې يو سړى په ځان کې ځای کړي وو او د پښتو په ټولو اضافو کې يې په خپله، خپله طريقه او ځانګړى ذريعه دا اصناف په تحرير کې راوستي وو.

د سرکار په مهمو څوکیو د ژوند تر وروستیو ورځو پورې ناست پاتې شو. ډاکټر محمد اعظم اعظم یو له هغو کسانو نه دې چې د ۷۲ کالو په عمر کې پرې هم سرکاري یا دولتي ادارې باور درلود.

د پښتنو په ليکوالۍ کې يې د شاعرۍ سره سره علمي او څېړنیز زيار پټ نهٴ دى. پښتونخوا کې شاعران زيات دي خو عالمان او پوهان ورځ په ورځ کمېږي. کهٴ څهٴ دى نو هغوى د ''ى ګانو'' او ''خ/ښ ګانو'' په بحث او تنازعه کې لکه د ديواني مقدمو نښتي دي او يا د ''پټې خزانې'' له کیسې وتلي نهٴ دي.

پښتونخوا کې د پوهانو بحران ځکه يادوم چې شاعري د ښکلي لطيف اظهار ذريعه ده خو علم نهٴ دى.

"ډاکټر محمد اعظم په هغه لږو کسانو کې يو تن و چې د ژوند په اولنۍ تجربه کې کامياب شو او د خپلو کاميابو تجربو يو نښه یې په پښتو کې پرېښوده."

پښتونخوا کې د پښتو عالمان، پوهان، څېړونکي او نقادان چې په يوازې ځان يې لويو لويو ادارو کار کړى دى یا خو تورو خاورو ته تللي او يا یې يو څو سپرغۍ پاتې دي.

د نوې کمپيوټري پېړۍ په نوو عالمانو کې د هغوى زاړهٴ کارونه په خپل انداز داسې نوي کوي لکه په پښتو موسيقۍ کې چې د زړو هنرمندانو په زړو طرزونو ویلي سندرې په نوې کمپيوټرائز موسيقۍ کې بدلوي.

زړو وختونو په نشت یا هم نيمګړي وسائلو سره زموږ پښتونخوا ته په پښتو کې ډېر ښهٴ ښهٴ عالمان، پوهان، څيړونکي او ښکلي ښکلي خلک ورکړي وو. ډاکټر محمد اعظم اعظم په همدې خلکو کې شمېرل کېږي.

دغه وختونو موږ له دغه شان عالمان، پوهان، سکالران خو راکړل، خو اوس تعجب او حيرت دا دى چې دا روان وخت به پښتو له د علم او پوهې سمندر څپې ورکړي او کهٴ نه؟

مونږ د حالاتو له دومره نازک دور نه تېرېږو چې يو خوا یې د رهبرانو بحران سره مخ یوو نو بل لور ورځ په ورځ د عالمانو پوهانو کمښت را د غاړې کېږى.

مشران را څخه ځي او دا دى د پښتو د مختلفو اصنافو په یو بل ماهر سړى پسې د خداى د مېلمستيا غږ راغى. ډاکټر محمد اعظم اعظم د ژوند ډرامې د کردار په څېر خپل پای وکړ او لاړ.

ډاکټر محمد اعظم اعظم د پښتو له نورو اصنافو سره سره د پښتو ډرامې د بنسټ ايښودونکي ليکوال حېثيت درلود، له سټېج واخله د رېډيو ټېلې وژن تر پردې پورې يې د پښتو داسې کردارونه راپېدا کړي او هغوى دومره ژوندي کردارونه دي، چې په خپل خپل حد کې ابد لري، ژوندي دي، يادېږي، له مرګ وروسته به هم يادېږي، ځکه چې دغه کردارونه له پښتني کلتوره دي.

د ډاکټر اعظم اعظم په جنازه کې او د قبر پر غاړه د هغهٴ د ژوند د ډرامې هغه ټول کردارونه ولاړ وو، سپين ږيري شوي وو، خو د اعظم صيب شوخ کردار او شوخه ځواني په کې ښکارېده.

خپلو جوړو شوو کردارونو هغه تورو خاورو ته د خداى پاک مېلمستيا ته سپارلو، ما ته د ډاکټر اعظم اعظم د پښتو ډرامه ناموس او د ناموس کردروانه يادېدل، لکه چې موږ د پښتونخوا ''ناموس'' په خاورو کې پټوو او هغه په خپل اخري غږ کې وايي!

اې وخته ستا د تګ لارې زموږه دي ستا نهٴ دي

منزل کهٴ زموږ نهٴ شو مزلونه خو به وى

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .