ستاسې غږ: افغانستان کې به اعدام د جرم مخه ونیسي؟

د خپريدو وخت: 16:07 گرینویچ - چارشنبه 21 نومبر 2012 - 01 لیندۍ 1391

ستاسې غږ پروګرام هر اوونۍ د پنجشنبه په ورځ په ماښامنۍ خپرونه کې خپرېږي

ولسمشر حامد کرزي دا اوونۍ د هغو ۱۶ کسانو اعدامول ومنل چې درې ګونو محکمو پر دغه سزا محکوم کړي وو.

۱۴ کسان یې چې د وژنو، سړي تښتونو او جنسي تېريو په جرمونو ګرم ګڼل شوي وو د سه شنبې او چارشنبې پر ورځ وځړول.

اروپايي اتحادیې او د بشري حقونو پلوي ډلو دا کار غندلی او کابل کې یې پر حکومت غږ کړی چې په اعدام محکوم شوي نور کسان دې نه اعداموي.

ویل کېږي په اعدام محکوم شوي شاوخوا ۲۵۰ کسان اوس د افغانستان په زندانونو کې پراته دي.

د بشري حقونو د څار ټولنه وايي د افغانستان د قضايي نظام کمزوري او د محکمو له خوا د انصاف او عدل میعارونو ته نه پاملرنه په دغه هېواد کې د اعدام سزا په ځانګړې توګه د اندېښنې وړ ګرځوي.

خو په افغانستان کې خلک د جرمونو له ډېروالي پوزې ته راغلي. ډېر په دې اند دي چې مجرمینو ته د اعدام په شان د سختې سزا له ورکولو به نور عبرت واخلي.

تاسو څه وايئ؟

ایا د افغانستان په شان حالاتو کې به د اعدام سزا د جرم مخه وشي نیولای؟

نظر مو را سره د برېښنالیک یا فېسبوک له لارې شریک کړئ.

او یا د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړئ: ۰۰۴۴۲۰۷۴۳۶۰۹۱۹

د اېس اېم اېس يا لنډ تيلې فوني پيغام لپاره دا شمېره وکاروئ: ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

د برېښنا ليک پته مو ده :pashto@bbc.co.uk

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .