ډیوه، د شمع نظامي کالم: د ولسمشر امر

د خپريدو وخت: 12:59 گرینویچ - جمعه 23 نومبر 2012 - 03 لیندۍ 1391

د افغان ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ هم دغه پيريان تر بل هر وخت په ډېر ځواک ناست دي.

هر ځاى د کور مشر، د خيل مشر، د قوم، سيمې مشر او ولسمشر ته تر هر چا ګوته ډېره نيول کېږي. که له يوې خبرې خبر هم نه وي خو پړه پرې اوړي.

کله کله دود داسې وي چې له مشر چاپير څوک ياوران ،څوک يې سلاکاران او چې د ځينو زړه ډک شي ورته غوړه مالان وايي خو همدغه ډله د ځنځيرونو په څېر له مشره راتاوو وي. ښه هم ورته سم نه رسوي او بد هم.

د افغان ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ هم دغه پيريان تر بل هر وخت په ډېر ځواک ناست دي.

دا مو اورېدل چې ولسمشر ته د ښې بدې خبره سمه نه رسېږي خو تازه دا اورو چې د ولسمشر له خبرې هم په لاره دغه ځنځيرونه غوږونه پرې کوي. تر دې چې د مشر ښاغلي چټک امر هم نه پر ځاى کېږي.

د اسداباد په زندان کې د هغه ۱۸ کلن ځوان خبرې راته دا هر څه په ثبوت رسوي چې وايي په دغه زندان کې پوليسو، د مدير په ولاړ موټر کې چې څوک په کې نه و بمي چاودنه وکړه او د موټروان په ګډون درې پوليس د پېښې په تړاو ونيول شول.

"د ولسمشر ډېر حکمونه به ترې چاپيرو ځنيځيرونو خوړلي وي. "

دغه ځوان وايي لومړۍ محکمې برات ورکړ او په دويمه محکمه کې ورته لس کاله بند وا ورول شو.

کله چې د سيمې مخور او قومي مشران د ده په بې ګنا بند خبر شول، د ولسي جرګې، ولايتي شورا، قومي شورا او سیمه ییزې دولتي ادارې له لوري يو غوښتنليک ولسمشر ته ولېږل شو. غوښتنلیک به څومره په دغه ځنځيرونو کې سولېدلى واى.

خو بخت يې ښه و د ده د سيمې يو ژورنالست له ولسمشر سره مخ کېده او غوښتنليک يې لاس په لاس ورکړ. ولسمشر په ډېرې چټکۍ د چارو د ادارې ریيس ته امر وکړ چې دغه ځوان د بخښنې فرمان تيار او پلى کړي.

د ځوان کورنۍ له خوښۍ په منډو وه او هره ورځ به يې د چارو د ادارې دروازه ټکوله خو چا ځواب نه ورکاوه. د ولسمشر په دغه چټک امر دوه کلونه وا وښتل خو چا ورباندې غوږ و نه ګراوه.

ځوان وايي کله چې يې د ولسمشر د امر د نه منلو او نه پلي کېدو خبره مخې ته راغله نو په دې پوه شو چې له خداى پرته نور څوک يې د خلاصون نشته.

که هر څومره د خپلې بې ګناهۍ چيغې ووهي ګټه نه کوي ځکه "اوس خو له کرزي ها خو بل کوم سړى مشر ځان نه ښيي بس نو د ۱۰ کلن بند په فکر مې تکيه ولګوله خو د خداى مرسته وه چې د يوه اختر د بخښنې په ټوليز فرمان کې له بنده خوشې شوم".

اوس دا فکر کوي چې د چارو اداره يې خالي ځاى ته د بخښنې کاغذ و نه لېږي. دا نو هغه کيسه ده چې وايي يوه هېواد ته د بل هغه الوتکه ناقانونه دننه شوې وه، پوځيانو له مشره د ويشتو امر وغوښت، هغه درې مياشتې وروسته ورته کاغذ ولېږه چې بايد وويشتل شي.

فکر وکړئ!

يو ځوان نه دى. زرګونه داسې دي. د ولسمشر ډېر حکمونه به ترې چاپيرو ځنيځيرونو خوړلي وي.

د ډېر و اهونو په مخکې به اوسپنيزو دروازو لارې بندې کړي وي او له دې دا هم څرګندېږي چې سهار ماښام به تواچيان ښاغلي ولسمشر ته وايي: صاحبه چارې سمې دي.

دلته دم او قدم دواړه په حساب دي

پل غلط له لارې مه ږده بې حسابه

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .